(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیبرالېزم

[10.Feb.2020 - 12:47]

لیبرالیزم (Liberalism)

د لیبرال کلمه له (لیبرټی) څخه چې د آزادۍ مانا ورکوی اخیستل شوې او د کلمې مانا په آزادی غوښتنه باوری کس دی، چې اصطلاحي مانا یې د ایډیولوژۍ او نړۍ لید ډول دی، چې پکښې کس د اخلاقي ارزښتونو مبنا ګڼل کېږي او ټول کسان پکښې برابر ارزښت لري.

لیبرالیزم یا آزادي غوښتنه د هغو ایډیولوژیو او سیاستونو ټولګه ده، چې موخه یې د فرد لپاره د ډېرې آزادۍ راوړل دي او د دا رنګ باور خاوندانو یا هم پلویانو ته آزادي غوښتونکی یا لیبرالان وایی.

یا په بله وینا لیبرالیزم د دولت اړوندو تیوري ګانو او ایډیولوژیو ټولګې ته وایي،  چې تر ټولو ستره موخه یې شخصی آزادی ده، نوی لیبرالیزم د روڼ اندۍ له پړاو سره تړاو لري. په ټولېز ډول لیبرالیزم د افرادو د حقوقو او فرصتونو په برابروالي ټېنګار لري، ښایي د لیبرالیزم بیلابیلې څانګې بېلابېل سیاستونه وړاندې کړي، خو ټول یې په قاعده کې سره یو دي، چې پکښې د بیان او نظر د آزادۍ پراخوالی، د دولتونو د واکونو محدودول، د قانون رول، د اندونو تبادله، بازاري اقتصاد او یا هم روڼ دولتي سېستم او مختلط اقتصاد یې د ټولو څانګو له ګډولو څخه دی. [۱]

دلېبرال کلمه د فرانسې له ستر انقلاب وروسته د فرانسوي مورخ او دولتوال (۱۸۷۴- ۱۷۸۷) لخوا په سیاسي ډګر کښې وکاروله او دود شوه. دا کلمه لومړی په اورپا کښې د ګوندونو یا هم ډلو له نومونو سره تړلې وه، خو نن سبا دا کلمه او د آزادۍ غوښتنې اصطلاح پراخ مفهوم په ځان کې رانغاړي، چې د داسې یوه سیاسي او فکري لوري په لور د تمایل ښکارندویي کوي، چې ټولېز اصول یې (۱) د فردي بارونو آزادانه بیانول او ارزښتمن ګڼل دي، (۲) د فرد او ټولنې لپاره د باورنو د بیانولو په ګټور والي باور او (۳) د هغو ټولنیزو ارګانونو او سیاستونو ملاتړ دی، چې د باورونو آزادانه بیان شونی کوي.  [۲]

د لیبرالیزم بنسټیز آر د انسان ذات ته خوش بیني ده، د لیبرالانو له نظره انسان کولای شي، چې د خپل عقل په مرسته له اړتیا پرته د نورو په لارښونه پرمختګ وکړي، نو انسان باید تر شوني بریده آزاد وي. دا ایډیولوژي د واک له دودیز جوړښت سره په ټکر کې ده او د کس له واک او غوره توب څخه تر شوني بریده دفاع کوي او همدا لامل هم دی، چې له لومړي سره یې د حکومت په چارو کښې د کلیسا له نفوذ سره مخالفت کړی او سکولریزم یا د دین او دولت د جلا کېدو ملاتړ یې کړی

لیبرالیزم آزادي اقتصاد ته هم ورګډوي او په اقتصادي چارو کښې هم د دولت لاسوهنه تر پوښتنې لاندې راوړي.  [۳]

خو پدې ټکي هم ټینګار په کار دی، چې د آزادۍ اصول، د برابرۍ اصول او خپلواکی له لیبرالیزم څخه سرچینه نده اخیستې په حقیقت کې لیبرالیزم له آزادۍ او خپلواکۍ څخه خپل جوړښت او لنډون را اخیستی، نه دا چې آزادی له دې مفهوم سره رامنځته شوې. [۴]

 

له څوارلسمې پېړۍ وروسته د لیبرال کلمه کارېدلې او اوج یې په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتي کېدو په پړاو کې وو. پدې وخت کې د لیبرالیزم د اصلی شعار محتوا د پانګې او سوداګرۍ آزادي وه، دا چې د لیبرالیزم د پیدایښت په سر کې د پانګې د آزادۍ پر وړاندې ستر خنډ فیوډالي او مطلقه فیوډالي سلطنت وو د لیبرالیزم شعار هم د سیاست په برخه کې له مطلقه استبداد سره مخالفت او په ټولنیز ډګر کښې د هر اړخیزو آزادیو ملاتړ وو.

 

په نولسمه پېړۍ کښې چې صنعتی انقلاب پراخ شوی وو لیبرالانو د دې نظام ملاتړ وکړ او د ملتونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړو ورکړو د آزادۍ غوښتنه یې کوله.

دا نظام لومړی په انګلستان، بیا په شمالی امریکا او لویدیځه اروپا کې او دغه راز ختیځه اروپا کې او له هغې وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

له تاریخی پلوه د لیبرالیزم فکري ریښې د جان لاک (د لیبرالیزم بنسټګر) مونتسکیو او آدلسم سمیټ او وروستی لیبرالیزم د جان راولز او آیرتا برلین او نورو په افکارو کښې کتل کېدای شی.

 

د لیبرالیزم مهمې ځانګړنې:

فرد پالنه (فرد ګرایي)آزادي عقل پالنه ټولنیز عدالت آسانتیا او آرونه یې هم هغه قواعد دي چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول خلاصه کیدای شي:

 

د فرد اصالت (lndividualism) چې د ټولیز اصالت یا (Colectivism) په مقابل کې مطرح شوی او منظور یې دا دی چې انسان او د هغه فردي حقوق ډېر زیات اعتبار لري، لکه د ژوند، مالکیت او زوجیت حقونه او مطالب یې دا دي چې دولتونه نباید فردي آزادۍ محدودې کړې بلکه باید دا آزادۍ خوندي کړي.

 

خوښی او رضایت (Concent)، د دغه اصل له مخې هر حکومت چې مشروعیت ولری باید خلک ترې خوښ وي، په بل عبارت د لیبرالیزم په فلسفه کې ویل شوي، چې د یوه حکومت مشروعیت (Legitimacy) د خلکو په خوښۍ پورې تړاو لري، ځینو دغه رضایت ته ټولنیز تړون هم ویلی دی.

 

د آزادۍ او د ټاکنې د حق درلودل (Freedom as choice)، د دغه اصل له مخې ویل کېږي چې هر کس باید د دوه یا څو کسانو یا څیزونو د غوره کولو شونتیا ولري او د خپلې سلیقې یا ګټې او تاوان په کتو سره یې یو غوره کړي. پدې نظره کې ویل کېږي، چې انسان یو عاقل موجود دی او د عقل پر بنسټ خپلې ګټې او مصالح تشخیصولای شي. دا اصل د اپلاتون (Plato) د نظریې خلاف دی، ځکه هغه فکر کاوه چې خلک د خپل عقل له مخې پرېکړه نه کوي، بلکه د احساساتو له مخې پرېکړه کوي خو لیبرالان وایي، چې ډېری انسانان عاقل دي او د همدې عقلي لارښونو له مخې پرېکړه کوي.

 

د قانون د مشروطیت اصل (constitutionalism and law)، د دې اصل له مخې مجریه قوه مشخصه او محدوده او قانوني ده او هغه ځواک چې ورکړل شوی امانت دی ځکه چې لومړی خو دا چې دا مقطعی او د لنډ وخت لپاره دی او جان لاک په دې اړه وایي: چې د یوه ملت حاکمیت د تل لپاره بل ته د لېږد وړ ندی او دوهم دا چې واکمنان نباید له قانون څخه لوړ شي او قانون ته باید پابند وي.

 

له شته امکاناتو څخه د مساوي او برابرې ګټې اخیستنې اصل:

لیبرالیزم باور لري، چې انسانان برابر دي. لومړی  داچې ټول د قانون پر وړاندې مساوی دي، دوهم دا چې ټول د رایې حق لري تر څو خپل راتلونکی وټاکي او درېیم دا چې حکومت او دولت باید شرایط او امکانات داسې برابر کړي چې ټولو انسانانو ته د ودې مساوی زمینې برابرې کړی.

 

او شپږم اصل د آسانتیاوو د برابرولو په اړه دی او دا اصل وایي چې په هر واکمن سیاسی نظام کې ټول دینونه او مذهبونه او بېلابېل باورونه په آزاد ډول ژوند کولای شي او خپل ټولنیز، سیاسي او هر اړخیز فعالیتونه کولاي شي.

لیبرالیزم په درېو عمده پړاوونو ویشل کېدای شي

لیبرال کلاسیک، لیبرال دیموکراسی او نوی لیبرالیزم

 

[۱ویکی پدیا (دانشنامه آزاد) لیبرالیسم

[۲فرهنګ سیاسی (سافټ بڼه)

[۳لیبرالیسم(مقاله) طاهره اخوان, نفیسه جلالی

[۴لیبرالیسم سیاسی کانت (روزنامه شرق) سید علی محمودی

 

(دسېاسي اصطلاحاتو له قاموس څخه کاپي شو)

- سېاسي اصلاحات
بېرته شاته