(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ هېواد

[10.Feb.2020 - 12:45]

د افغانانو هېواد.

پكتيا —> نږدې دوه نيم زره كاله پخوا د يونان مشهور مورخ هېرودت پښتانه د (پكتي، پكتويس) په نامه او د دوى ټاټوبى او مسكن یې د پكتيكا په نامه ياد كړى دى.

د پكتيكا كلمه غالباً له (پکهت = پښت) او (كا = خا = خـوا) څخه جوړه شوې ده.

 ښايي چـې اصلاً یې (پښتيخا = پښتخوا) و، خو يونانيانو له خپلې لهجې سـره سم پكتيكا ليكلې ده.

پكتيكا په قديم كې زموږ د وطن يعنې د آريانا د يوه تاريخي ولايت نوم دى.

هغه چې د (پښت) يوه برخه له (بخدي، بخدیا) څخه د سپين غره شا او خوا لمنو ته راغله نو دغه ځل نوى ټاټوبى یې (پښتيخا) او يا د (بخديا) په صورت (پښتيا) وباله، چې دغه نوم د يونانيانو له خوا (پكتيكا او پكتيا) ليكل شوى دى.

د پكتيكا د ولايت بریدونه د زياتو مورخينو لخوا د سـپين غـره او کـسې غره شا او خوا ځمکې ښودل شوې دي او ځينو تر اندوس (اباسين) پورې دغه بريدونه رسولي دي.

ډاکټر بليو ختیځ پوه، له پكتيكا څخه د (سوات، اباسين، پښين او سيند) تر منځ علاقه مراد كړې ده چې کټ مټ د (روه) پـه نامه هـم يادېدله.

د هيروډت د بيان لـه مخې د پكتيكا پـه ولايت کې څلور قومونه اوسېدل [ګنداري، اپاريتي (لکه اپريدي)، ستاګیدي او داديکي].

دا سيمه د بطليموس لخوا د پكتـين په نامه ياده شـوې ده او وايي چې د پارو پاميزاد يعنې غور په سوېل کې پرته ده.

ښايي چې دا كلمه په اصل كې (پکت تون) يعنې د پكتيانو ځاى وي. دا هم کېدای شي چې پكتين د پكتيـا نه مخفـف وي چې له (پكت) او (يانه) څخه جوړ شوى دى. (يانه=ياڼه) په پښتو کې د ظرف تورى دى.

دا ولايت اوس هم د پكتيا په ولايـت يادېږي. ژبه یې پښتو او اوسېدونكي یې ټول پښتانه دي

.

کندهارا —> د پښتو يو بل لوى او ارت ولايت کندهارا دى. د دې ولايت لوېدیځ خوا له اراكوزى او ختیځ خوا یې له اندوس (اباسين) سره لګېدلي وه.

د كابل شا او خوا سيمې ننګـرهار، پېښور دا ټول پکې شامل وو. دا ولايت په بودايي وخـت کې ډېر مشهور و، نګاراهارا يا هډه د دې ولايـت يو ښكلـى صنعتي او مذهبي مركز و.

هيروډت د کندهارا ولايـت د (ګنداري) ټبر ټاټوبى بولي او وايي چې دوى د پكتيانو يوه څانګه ده.

د پښتنو د دې لرغوني او تاريخي ولايت اوسېدونكي ټول پښتانه دي او پـه پښتو ژبه غږېږي.

.

روه —> روه هم د هېواد د يوې برخې پخوانى نوم دى. دا نوم په اوستا كې اروا- اوره راغلى دى چې د اوسـتا له (۱۶) ولايتو څخه يو ولايت و

له دې اوستايي نوم څخه ګایګر الماني د پكتيا (ارګون) مراد كړى دى. سوېلي غرنۍ سيمه یې وروسته د (روه) په نامه ياده شوې ده او د (روه، اروه) ترمنځ لفظي شباهت هـم زياد دى

له دې كبله غالب ګمان دا دى چې د اوستا له (اروا = اروه) څخه به همدغه د (روه) سيمه مراد وه

دا نوم که څه هم په لومړي سر کې د يوې سیمې نوم و خو وروسته څه قدر عام شوى دى او د پښتنو زياتو غرنيو سيمو ته ويل کېږي.

هندي او افغاني كلاسيكي مورخين د پښتنو وطن (روه) بولي چې په دې وجه پـه هند کې پښتون ته روهيلى وايي.

دا نوم په پښتو ادب کې د خوشال خټک (١٠٥٠ هــ) له وخـت نه را په دې خوا ليدل کېږي. د خوشال خان زوى اشرف خان هجري چې په هند کې د مغلو لخوا (۱۶) كاله بندي و، ويلي دي:

.

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سـلام باد رارسوي منت یې تم دى

.

كاظم خان شيدا هم د پښتنو وطـن (روه) پـه نامه ياد كـړى دى او دا نوم یې ډېر راوړى، لكه چې ويلي یې دي:

.

شيدا واستوه رنګين اشعار له هنده

ستا له راى سره اشنا د روه ياران دي

.

په هندي ادا یې وكړې په ما چارې

زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم

.

بل ځای وايي:

.

زرکې چې ګرځي د روه په غرونو

ښايسته روغې په دغـه شان وي

.

د خوشال خټک په صفت کې وایي:

.

خان استاد د تمام روه دى

دانا په هر ګروه دى

.

له دې شعرونو څخه معلومه شوه چې (روه) د (ر) په پیښ د پښتنو د ځينو غرنيو سيمو پخوانى نوم دى چې كله كله د پښتنو ټول هېواد ته هم ويل کېږي مګر كوم خاص ولايت يا سیمه ترې نه مرادېږي.

.

.

سرچینه - پښتو دولسم ټولګی - مخ ۸۴

.ممتاز خان

- ممتاز خان
بېرته شاته