(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټاکنو پاېله

[10.Feb.2020 - 12:40]

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پ ټ اېم) دټاکنو پاېله
جرمني د کور کمېټۍ د مشرۍ لپاره ښاغلي سراج الحق ببرکزي ځدران ، ښاغلي احمدجاوید مموزی، ښاغلي اورنګزیب خان زلمي اوښاغلي مطېع الله روفي ځانونه کاندېد کړي وو. دټاکنو د پېل کیدو نه مخکې ښاغلی مطیع الله روفي دخپلې نوماندۍ تیر شو.
ښاغلي سراج الحق ببرکزي ځدران په سلو کښې 67.85
ښاغلي احمدجاوید مموزي په سلو کښې 15,18
ښاغلي اورنګ زیب خان زلمي په سلو کښې 16,97
رایي تر لاسه کړي او پدې سره ښاغلي سراج الحق ببرکزی ځدران د اېلکشن کمېشن له خوا برېالی او ګټونکی اعلان شو او ددوه کلونو لپاره دجرمني د کور کمېټۍ مشر وټاکل شو.
 ښاغلی سومبرخان د اړېکو چارو لپاره نوماند  او ښاغلی عبدلقهار همت د رسنیزو چارو لپار نوماند وو، چې مقابل نوماندان یې نه لرل، دواړه برېالي اعلان شول 
ښاغلی مجاهد سنګریار دمالي چارو لپاره له خپلې نوماندۍ تیر شو او ښاغلي خالد یوسفي په ټاکنو کښې برخه وانه اخسته او پدې سره 
 ښاغلی ګل احمدشاه ځاځی   د مالي چارودمشرۍ لپاره برېالي اعلان شو.

دکور کمېټۍ مشر خپل مرستېال ښاغلی ګل سواتی وټاکه . دکور کمېټۍ مشر  او د څانګو مشران به  د اړتېا په صورت کښې دکورکمېټۍ په تائید او مشوره له یوه ډېر مرستېالان لرلی شي . 
سلاکاره /مشورتي جرګه:    دپخوانۍ کورکمېټۍ دمشر او غړو او داېلکشن کمېشن د غړو جوړه ده، چې دفعالو ځوانانو او ولسي مشرانو په ګډون به   دهېواد د سېاسي ګوندونو او ټولنو داستازو په ګډون  پراختېا مومي. 
په ټاکنو کښې د مرکز په استازېتوب ښاغلي محمد شیرین ګردېوال او د داېلکشن کمېشن په بلنه د بلجېم د کور کمېټۍ مشر ښاغلي مالک خان بازي، د هالنډ د کور کمېټۍ مشر ښاغلي عبدالله احسان او د هالنډ د کور کمېټۍ پخواني مشر ښاغلي طارق عالم ګډون وکړ او دټاکنو پروسه یې له نژدې وڅارله. 
اېلکشن کمېشن  د پخوانۍ کور کمېټې هلې ځلې ستایي  او نوې ټاکل شوې کور کمېټۍ ته دبرېاوو اورڼا سباوون  هېله لري 
په درنښت

نصیر ستوری
ټاکنېزه ډلګۍ (ایلکشن کمېشن) 
پ ټ اېم جرمني

- ټاکنېزه ډله
بېرته شاته