(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي

[10.Feb.2020 - 11:50]

پښتو ادبي تړون چمن ادبي سمينار او پښتو مشاعره جوړوي

د جنوري پر شپږويشتمه نېټه د پښتو ادب منل سوي او مبارز شاعر ارواښاد قاضي ملا عبدالسلام اخوند شپږڅلوېښتم تلين په مناسبت ادبي سمينار او مشاعرې تصميم نيول سوی دئ ـ

قاضي ملاعبدالسلام اخوند څوک وو؟

ليکوال: عادل اڅکزی

قاضي ملا عبدالسلام اخوند له نن څخه يؤسل وو دروڅلوېښت کلونه مخکي د تاريخي کوږک غرۀ شرقي لمن کي، د شېلاباغ ريلوې تم ځای څخه پر پنځه ميله واټن شمالاً اړخ ته ښاخه پډه نومي کلي کي، په ۱۸۷۷ميلادي کال د ملا حبش اخوند پر خاورينه مېنه د ژوند سترګي غړولي دي

نوموړی په خپل يؤ فارسي شعر کي د خپل استوګن ځای په اړه داسي وايي

 

زاد بود خانه دارم در جبال

پنج ميل دور از شيلاباغ سمت شمال

 

قاضي ملاعبدالسلام اخوند خپلي لومړنۍ ديني زدکړي له خپل بزرګوار پلار ملا حبش اخوند څخه تر لاسه کړي، وروسته چي کله غټوکی سو د نورو ديني تحصلاتو په موخه يې پښين، کوټي او تاريخي کندهار ته معنوي سفرونه وکړل ـ

نوموړي د وسائلو د کمښت له آمله اکثره وخت سفرونه له خپل کلي ښاخه څخه يادو سيمو ته پر پښو کول، په تن ډنګر او په قامت جګ سړی وو خو د ژوند له رښتينو اصولو څخه يې مالامال غوښن افکار درلودل، هر وخت يې پر رښتيا ګويۍ او صداقت تکيه کول، دا وخت سيمه کي د انګرېز پردۍ پاله واکمني وه، زموږ دا باجرئته پښتون شاعر له ياد واکمن دربار سره په شديده عملي او قلمي مبارزه بوخت وو، د انګرېز په مخالفت کي يې ګڼ اشعار وليکل بيا يې د خپلو خواخوږو په مالي مرسته له زيار ګاللو او مسافرۍ کولو پس لومړی شعري کتاب سوسن چمن چاپ کړ، چي وروسته انګرېز دربار ته د خپلو جاسوسانو په توسط، د ياد دربار مخالف کتاب معنا (سوسن چمن) چاپېدو چغلي ورسېده، له دې آمله انګرېزي مسلح عسکرو زموږ د دې مبارز پر کور د نوي چاپ سوي کتاب ضبطولو په موخه عسکري چاپه ووهل، د چاپې په ترڅ کي د کتاب ټولي چاپ سوي کاپياني انګرېزانو له ځان سره د علم دښمنۍ پر اساس يوړې چي وروسته يې د همدې نوي چاپ سوي کتاب ټولي کاپياني د سرو لمبو شومي کړلې ـ

شاعر د دې علمي ناخوالي په اړه څه داسي وايي

 

فرنګي سوسن چمن په اور کي واچاؤ

پر ما هم د ابراهيم مصيبت راغئ

 

د سوسن چمن کتاب، د غميزي په اړه بل ځاي وايي

 

پر سوسن چمن ګاللې ده شومي چا؟

لکه تاسي داسي وکښو ارږمي چا؟

 

بل ځای بيا هم د خپل کتاب وير نه هېروي او وايي

 

نمرود بلي کړې لمبې پر خليل باندي

څه راز وزغمي دوږخ عبدالسلام دا

 

د انګرېز د چاپې په ترڅ کي د قاضي ملاعبدالسلام اخوند مشري مېرمني د سوسن چمن نومي تازه کتاب يوه کاپي د خپل دويم ماشوم زوی شمس الطالع سره په وڼي کي پټه تړلې وه او يوه کاپي بيا زموږ دې شاعر په خپل لاس د برښور د سيمي يؤ نژدې دوست ته د ډالۍ په موخه سپارلې وه، غالباً د سوسن چمن لومړي چاپ همدا دوې چاپ سوي کاپياني له اور څخه خوندي پاته سوي دي نور ټول کتابونه د انګرېز سرکار په لاس وسوځول سو ـ

قاضي ملاعبدالسلام اخوند پښتو ادب کي لومړی شاعر دئ چي د وخت انګرېز دربار د خپل مزاحمتي دريځ په ګناه ورته خپل تازه چاپ سوی کتاب سوسن چمن د اور شومه کړ، هيڅ وخت يې هم خپل سر پردي دربار ته ټيټ نه کړ ـ

د سوسن چمن کتاب په اړه بل ځای کاږي ـ

 

ديارلس سوه کړو اته څلوېښت حساب ما

مسمي سوسن چمن وکيښ کتاب ما

 

قاضي ملاعبدالسلام اخوند د شاه امير امان الله خان غازي کلک پلوی وو، د خپل ياد پاچا په مدحه کي يې بېخي ډېر اشعار ليکلي دي ـ

په دې اړه پخپله وايي:

 

پر غازي آمان الله، عبداسلامه!

کتاب نه دئ کښلی بل شاعر بې تا

 

د شاه آمان الله خان غازي سره يې د ميني بل څرک څه دا ډول احساسوو ـ

 

خان سلطان آمان الله چي کوسی واغوست

مېل زيات سو پر اخلاقو پښتني زما

 

د خپل دويم کتاب طلب مذهب په اړه وايي:

 

بيا مي بل طلب مذهب کتاب راوه يوست

څنګه راؤړی غرض لاندي درحجاب ما

 

د يادوني وړ ده قاضي ملا عبدالسلام اخوند خپلي پښتو ته درې ګټور شعري کتابونه پېرزو کړي دي ـ

(لومړی) سوسن چمن

(دويم) طلب مذهب

(دريم) زردانه دُر

بله لا داچي زموږ دا مبارز شاعر په قامي مبارزه کي د انګرېز سامراج په بند هم محکوم سوی دئ ـ

ياد شاعر شپږنيوي کلنۍ کي د جنوري پر ۲۶مه نېټه، ۱۹۷۴ميلادي کال له اومې نړۍ څخه د آبد پر لور وکوڅېد، همدلته خپل پلارني کلي ښاخه کي خاؤرو ته وسپارل سو ـ

اروا يې ښاد، ياد يې ژوندی

پښتو ادبي تړون چمن د رواني جنوري مياشتي پر شپږويشتمه نېټه د تېر په څېر د قاضي ملا عبدالسلام اخوند د ۴۶م تلين په مناسبت ادبي سمينار او مشاعره دايروي.

نېټه: ۲۶جنوري

ورځ: يکشنبه

وخت: ماپښين دوې بجې

ځای: د ولسوالۍ شورا تالار چمن، سُهېلي پښتونخوا

ستاسو راتګ ته سترګي په لار

په درنښت

پښتو ادبي تړون چمن

- سیمېنار
بېرته شاته