(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه پش چې موزې یې ...

[21.Dec.2019 - 10:44]

هغه پش چې موزې یې په پښوکړې

ژباړن: رڼاګل اریوبزی - لیکوني اوراټولونکي:Brüder Grimm 

یوه ژرند یګړي درې زامن، یوه ژرنده، یو خر او یو پش درلود؛ زامنو به یې ژرنده څرخوله، خره به غلې دانې راوړې اواوړه به یې له ژرندې بیرته وړل او پش به په ژرنده کې موږکان نیول. کله چې ژرندېګړی مړ شو، نو مېراث یې  دری واړوترخپل منځ وویش، مشر ژرنده تر لاسه کړه، دوهم زوی یې خراو دریم ته نور څه پاتی نشول پش يې په برخه ورسید. نوځکه ډیر خواشینی واو له ځان سره یې وویل چې،«ما ته خو ترټولو خراب شی را په برخه شو، مشر ورور به مې ژرنده څرخوي، دوهم ورور به مې په خره سپور ګرځي، اوزه به په دې پش څه وکړم؟ ښه به داوي چې ځان ته دده له پوسته یوه جوړه لاس مغان جوړکړم، نور نوخبره تروخت تیره دهپش چې په ټول هغه څه پوه شو، چې دژرنیګړي کشر زوی وویل، نوناره یې کړه،« واوره! ته دې ته اړ نه یې، چې ما ووژنې او له پوسته مې ځان ته د پوستکې یوه جوړه خراب لاس مغان جوړکړې، ما ته د يوې  جوړې موزو دجوړولو پته وکړه، تر څو دباندې ووتلی شم، او دخلکو په منځ کې ځان ښکاره کړم، بیا به په بیړه له تا سره مرسته وشید ژرندېګړی زوی دې ته حیران شو، چې پش داسې  خبری وکړې، خو داچې په دې وخت کې  یو موچې پرلار تیریده، نو ور ناره یې کړه، له ځان سره یې ننباسه، او د پش دپښو په اندازه یې یوه جوړې موزې په جوړې کړې. کله چې وزګار شول، پش موزې په پښو کړې، یوجوال یې راواخیست، دهغه تل یې له دانو ډک کړ، او په سر یې د تار مزی ور پورې کړ، چې جوال په راکښ کېد لی شو، بیا یې جوال پر شا واچوه او په دوو پښو روا ن شو، دانسان په څیر، له دروازی ووت. داوخت په هیواد کې یوه پاچا حکومت کاوه، چې د زرکو له غوښو یې ډیر خوند اخیتست: خو ستونځه داوه، چې هیڅ په لاس نه ورتلی، هسی خو ټول ځنګل تری ډک و، خو له خطره دومره ویریدې، چې دهیڅ ښکاری په لاس نه ورتلی. پش په دې پو هیده او د ښه ـ چل ـ په فکر کې و؛ کله چې دې ځنګل ته لاړ شو، دجوال ـ خوله ـ یې خلاسه کړه، دانې یې خوری وری کړې، مزی یې په واښوکې واچوه او د کټاری تر شايې پوری وغځاوه، هلته یې ځان هم پټ کړ، غلچکې شواو کمېن یې ونیو. زرکوپه بیړه ور منډی کړې، دانې یې بیاموندې اویو په بل پسی یې په جوال کې مښوکې وهل پیل کړل، کله چې یو ښه شمېر جوال ته ور دننه شوی، پش مزی راکښ کړ، ور منډه یې کړه او ورمېږونه یې ورتاو کړل؛ بیا یې جوال په شا کړ او نیغ په نیغه دپاچا دقصر په لور روان شو.سا تونکې ناره کړهودریږه! چر ته ځیپش لنډځواب ورکړ،«پاچا تهــ «ته لیونی یې، یوپش وپاچاته ؟» یوه بل ورته وویل،«پریږده چې لاړ شی، ډیر ځله د پاچا زړه له بیکاری تنګ وی، کېدای شی چې پش یې په غوریدا او چټیاتو خوشاله کړېکله چې پش د پاچا حضور ته ورغی، په ډیر درناوی یې وویلزما خاوند، نواب، دلته یې یواوږد او ددرناوی وړنوم واخیست، تاسی معظم پاچاته دزړه له کومې اطاعت او درناوی کوی، اودا زرکې یې درته رالیږلی دې، چې ده په لومه ـ دام ـ کې نیولی وی،»پاچا دې ښکلو او څربو زرکو ته حیران پا تی شو، له خوشالی په ځان نه پو هیده، او پش ته یې امر وکړ چې له خزانی په جوال کې دومره سره زر واچوه چې وړلی یې شیدابه دې خاوند ته ور وړی او زما له خوا به دده دډالی له پاره ډیره مننه تر ی وکړې

دژرندېګړی زوی په کور کې د کړکۍ تر څنګ ناست و، سریې پر لاس تکېه کړی او په دې سوچ کې ډوب و، چې وروستی شته یې د پش په موزو ولګول، او هغه به ددې په بدل کې څه ورته راوړلی شی. په دې وخت کې پش را ننوت، جوال یې له شا را وغورځاوه، خوله یې خلاسه کړه او سره زر یې دژرندېګړی په وړاندې ترې راتوی کړلدادې دموزو په بدل کې دې یو څه تر لاسه کړل، پاچا هم سلا مونه درته وایې او ډیره مننه درنه کویژرندېګړی دې شتمنی ته خوښ و، بیله دې چې پوه شی، چې دا پیښه په څه ډول وشوه. خو پش د موزو دایستلو په وخت کې هر څه ورته بیان کړل، بیا یې وویلته اوس پوره پیسی لری، خو دایې باید پای نه وی، زه سبا ته بیا خپلی موزې په پښو کوم، ته باید لا نورهم شتمن شی، ما پاچا ته وویل، چې ته یو  نواب  یېپش بله ورځ، لکه څنګه چې یې ویلی و، موزې په پښوکړې او بیا په ښکار پسی لاړشو، پاچا ته یې پریمانه ښکار راوړ، هره ورځ په دې ډول تیریده، او پش هره ورځ سره زر کور ته راوړل، دې یوازنی کس و چې پر پاچا دومره ګران شو، چې په قصرکې ازاد، هر چېری یې چې زړه غوښتل، تلی ــ او راتلی شو. یو ځل پش دپاچا په پخلنځی کې دداش تر ځنګ ولاړ واو ځان یې تودا وه، چې په دې وخت کې ګاډیوان راغی او کنځلی یې کولی، «خدای دې وکړې چې پاچا او شهزادګی دجلاد په لاس ورشی! ما غوښتل چې رستورانت ته لاړشم او یو ځل یوڅه وچېښم او دپرو لوبه وکړم، خو مجبور یم چې دوی بحری ته په چکر بوزمکله چې پش دا واورید، په چالاکې کورته لاړ او څښتن ته یې وویل: «که ته غواړی چې یو  نواب  او بډای شی، نو راځه زماسره له کوره بحری ته راووزه او پکې ولامبهژرندېګړی نه پوهیده، چې په دې هکله څه ووایې، خو دپش یې ومنل او ور سره روان شو، جامې یې وایستلی، لوڅ لغړ شو او اوبو ته یې ور ودانګل. پش دده جامې راواخیستی، چرته لری یې یوړی او په پټ ځای کې یې کېښودې، له دې کاره لا سم نه و وزګار شوی، چې پاچا په ګاډی کې راغی؛ ورسره سم پش په لوړآواز زړه سوزونکې چېغی او زاری پیل کړېآخ! تر هر چا مهربانه پاچا! دا زما خاوند، دې په بحری کې لمبیده، چې یوغل راغی او د ده جامې یې چې،دوچې په څنډه یې کېښودلې وی، غلا کړې، اوس ښاغلې نواب  په اوبو کې دی او نشي را وتلی، که ډیر پکې پا تی شی، نوساړه به یې ووهی اومړ به شیپاچاچې دا واورید، د دریدو امر یې وکړ او دخپلو سړیوڅخه یې یو تن بیرته ولیږه، چې دپاچا له جامو نه یوجوړ راوړې. اوس نو ښاغلې نواب تر ټولو ښکلی جامې واغوستی، او داچې په پاچاپه دې سبب هم ګران و، چې په ګمان یې زرکې دده له خوا ورته ډالی کېدې، نو په ګاډی کې یې له ځان سره کښیناوه. شهزادګی هم په دې کار خوابدې نه شوه، ځکه نواب ځوان اوښکلی و، او د دې سم دم خوښ شو. پش تر دوی دمخه ولاړا ویوه څړځای ته ورسید، چرته چې تر سلو زیاتو خلکو واښه ریبل. پش تر ی وپوښتل چې،«ای خلکو ! دا دچا څړځای دې؟» دوی وویل، «د لوی جادوګرپش وویل،«واوری، اوس به دې ځای ته پاچا راشی، که یې وپوښتل، چې داد چا څړځای دې، نو ورته ووایې چې د نواب دې؛ که داسې ونه کړې نو پاچا به مو په وهلو وهلو ووژنیتر دې وروسته پش نور هم وړاندې لاړ او د کر پراخی ځمکې ته ورسید، چې دهیچا له نظره نه وه وتلی، هلته تر دوو سوو زیات خلک ولاړ وو او لو یې کاوه. «ای خلکو، داغلې دانې دچا دې؟» ـــ «دجادوګر.»  «واوری، اوس پاچا له دې ځایه تیریږی، که وپوښتی چې دا دانې دچادې، نوتاسی ځواب ورکړې چې دنواب دې؛ او که داسې ونه کړې په وهلوبه ووژل شیــ پش بلاخره یوه ښکلی ځنکل ته ورسید، هلته تر درو سوو زیات خلک ولاړ وو، دڅیړی لویې ونی یې ړنګولی او لرګي کولې. ـــ «ای خلکو، دا ځنګل دچا دې ؟» ـــ «د جادوګرـــ «غوږ ونیسی، همدااوس پاچا دلته راځی، که وپوښتی چې دا څنګل دچا دې، ځواب ورکړې: چې دنواب دې؛ او که داسې ونه کړې، نو ټول به ووژل شیپش نور هم وړاندې لاړ، خلکو ترشا پسی کتل، ځکه دې حیرانونکې ښکاریده، اودا چې موزې یې په پښو دانسان په شان روان و، خلک تری وډار شول. دې ژر د جادو ګر قصر ته ورسید، په ډار ورننوت اوپه مخکې یې ودرید. جادوګر دحقارت په سترګه ور وکتل او ویې پوښته چې څه غواړی. پش دده احترم په ځای کړ او بیا یې وویلاوریدلی مې دي چې ته له ځانه هر هغه ژوی جوړولی شی چې زړه دې وغواړی، که سپی وی، ګیدړ اوکه لیوه وی، په دې زه هم باور لرم، خو له ځانه فیل جوړول راته له سره ناممکن ښکاری، نوځکه راغلم چې دا په ستر ګو ووینم او یقین تر لاسه کړمجادوګر په ویاړ وویل چې،«دا راته یو کوچنی شی دې»، او په همدې شیبی کې فیل تری جوړشو.، «داډیرډیر لوی کار  دې، خو آیا یو زمری هم له ځانه جوړولی شې ؟» ـــ جادو ګر وویل چې،«دا هم څه نه دې»، ور سره سم دپش په وړاندې یوز مری ودرید. پش ځان په ډار واچوه او ناره یې کړهدا دباور او منلو وړ نه دې، داسې څه مې په خوب او خیال کې هم نه دې لیدلی.، خو تر ټولو او تر هر څه لویه ــ حیرانتیا ــ به دداوي، چې که ته له ځانه یو کوچنی حیوان، لکه موږک، هم جوړکړای شی، ښکاره ده چې ته دنړی دبل هر جادو ګرپرتله  ډیر څه کولی شی، خو دا کار به ستا له وسه یوڅه لوړ ویجا دو ګر، چې خوږو ستاینو خوښ اونرم کړ، وویل چېهو ! ګرانه پشکه،داهم کولی شماو دموږک په څیریې په کوټه کې هره خوا ټوپونه پیل کړل. ړپش ور پسی شو په یوه ټوپ یې را ونیو او ویې خوړ.پاچاد نواب او شهزادګی سره چکر ته دوام ورکړ،اولوی څړ ځای ته راورسید،ده وپوښتل،«دا واښه دچا دې ؟» لکه څنګه چې پش امر ورته کړې و،ټولو په یوه خوله وویل چې ،«د ښاغلې نواب دېپاچا وویل چې،تاسو،ښاغلې نواب،دلته یوه ښه ښکلی ټوټه ځمکه لریتردې وروسته دغلې پراخی ځمکې ته ورغللای خلکو ! داغلې دچا دې» ــ «دښاغلې نواب دېـــ «آی!ښاغلېه نوابه!پراخی،ښکلی ځمکې،ر پسې ځنګل ته راورسیدل اوپاچا بیا وپوښتل: « ای خلکو! دا لرګي دچادي» ځلکو په یوه خوله وویل چې. « دنواب» پاچا نور هم حیران شو اوویې ویلښاغلې نواب! تاسی یو ډیر شتمن سړی یاست، باور نه کوم چې، زه دې داسې ښکلی ځنګل ولرمبلاخره قصر ته را ور سیدل، پش پاس په زینه ولاړ و، کله چې ګاډۍ ښکته ودریده راټوپ یې کړ، دروازه یې خلاصه کړه او ویې ویلعالیقدر پاچا، تاسی زما دخاوند قصر ته راورسیدې، داوياړ به نواب دده په ټول ژوند کې نیکمرغه کړې،» پاچا را کوز شو، او دې ښکلی ودانې ته، چې څه ناڅه دده تر قصر لویه او ښکلی وه، حیران پاتی شو.، نواب شهزاد ګی په زینه دسالون په لور روانه کړه، چې پکې سره زراو اصلی قیمتی ډبری ځلیدې. شهزادګی نواب ته په نامه شوه، او کله چې پاچا مړشو، دې پاچا شو، او دموزو پش یې لومړی  وزیر.

 

- اریوبزی
بېرته شاته