(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاړ شه باجوړ ته

[08.Nov.2019 - 14:10]

لاړشه باجوړ ته

لیک: اقبال حسین افکار

 وړمه ورځ زما په ليکلاړ شه باجوړ ته کمیس ( قميص) تور ماله راوړهډيرو قدرمنو مشرانو ،همځولو ،کشرانو شاعرانو ،اديبانو خپل نظر ورکړل. زه د هر چا نظر ته احترام لرم د ټولو يو نړۍ مننه کوم کوروداني ورته وايم ددې ټولو په مرسته ملاتړه د محترم مشر استاد رحمت شاه سايل صيب د وضاحت سره ددې خبرې او سندرېسررامعلوم شو د محترم مشر سایل صيب دغه وضاحت چې د سند درجه لري او د ځنو نورو ملګرو آراء مې د خپل ليک برخه جوړه کړه او په نوي بڼه يې تاسو ته وړاندې کوم هيله من يم چې يو وار بيا به يې وګورﺉ او خپله رايه به راکړﺉ زما مقصد د چا زړه آزرول قطعاً نه دي سيوا له دې چې حقيقت راښکاره شي بيا هم که په غيرشعوري توګه زما نه يو داسې لفظ ادا شوے وي چې د چا زړه خفه کړي نو بخښنه دې راته کوي دا به ارادتاً عمل نه وي ۔ 

وړمه ورځ د يو پراٸويوټ ټي وي چينل په شيشه يو رپورټ خور شو په دغه رپورټ کښې د يو مشر عمر خوړلي شاعر کشرې کورودانې  مرکه وه ۔ يقينناً چې د جرنريليش ګيپ د شاړ او شړۍ ددغې پيوستون په حواله ددغې په واده په بابله او د هغوي ژوند ژواک په اړه معلومات د دغې چينل کتونکو دپاره د دلچسپۍ وړ دي خو په دغه ويډيو کلپ کښې د پښتو د يو فوکلوري سندرې 

لاړ شه باجوړ ته قميص تور ماله راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه 

په اړه د زوړ عمر تور ږيري مشر دعوه کړې ده  ګوندې دا سندره دده تخليق دے يقينناً چې وي به هم  ۔ ددغې چينل ددې ويوډيو سره يو احتجاجي نوټ يو ښاغلي  پښتون مينه وال ساغر يوسفزي په خپل وال واٸيرل کړې ده ۔ښاغلے ساغر يوسفزے واٸي 

لعنت لعنت اؤ زر واری لعنت په دغه چینل اؤ نیوز کاسټر باندی چی بغیر د څه تحقیق نه یی د مراد شینواري لیکلی سندره کومه چی هغوي د نن نه تقریباً اووه څلویښت کاله مخکښی په 1972 کښی جوړ شوي فلم اخري حمله د پاره لیکلی وه د سرور خټک غوندی یو ګمنام انسان سره تړلی ده زه افسوس کوم په دغه چینل اؤ لعنت وایم په دغه نیوز کاسټر اؤ شرم څه ګډه خو نه ده چی سړي پسی بین اوکړي بیا وايی چی فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه دا هم ما لیکلی شرم پکار دی دغه سندره هم عبدالغفران بیکس صیب لیکای ده اؤ د هغوي کتاب کوم چی د سندرو په نوم چاپ دی موجود ده. زه ډیر ناپوهه یم د خپلو ادبي ملګرو اؤ مشرانو نه پښتنه کوم چی یو شعر یا سندره یا غزل د یو شاعر دپاره د اولاد حیثیت لري اؤ کوم سړی چی د چا اولاد پټوي هغه ته څه نوم ورکولی شي ایا دغه کس ته مونږ شاعر وئیلی شو اؤ که داسی انسان ته به څه بل څه نوم ورکوو زه درخواست کوم دغه چینل واکدارانو ته اؤ ادبي مشرانو ته چی که زه غلط یم نو ځما اصلاح دی اوکړي اؤ که دغه خبر غلط وي نو د دغه قسم خبرو مخ نیوی دی اوشي د سرور خټک صیب نوم پروموټ کولو د پاره دغه نوم هم کافي دی“ 

زه د ښاغلي ساغر يوسفزي سره متفق نه يم چې زه ددغې جوړونکو او خورونکو لعنت ووايم پکار دي چې په داسې موقعو مونږ د الفاظو سهي استعمال وکړو ۔ ددغې چينل دغه ځوانان سپيځلي پښتانه دي د دوي په دغه رنګ رپورټونو کښې هڅه وي چې خپلو کتونکو ته معلومات ورکړي په دې ويډيو کښې قصور د رپورټر او خورونکي نه ددغې مشر شاعر دے چې د ارزان شهرت دپاره يې دغه دوه کاره وکړل په دې يو خو زه څه نه وايم دا د هغه ذاتي او کورنۍ خبره ده خو دويمې خبرہ چې ددې سندرې خالق زه يم د اظهار خيال خپل حق ګڼم ۔ هم په دې لړ کښې زما د فيس بک يو ملګري ښاغلي احمد حليم ددغې شاعر د کتاب نه ددې شاعر ددغې سندرې په حواله له ځانه جوړه کړې يو فرضي قيصه بيان کړې ده 

 ښاغلے شاعر ددې سندرې په بابله په کتاب کښې واٸيچې زه د چاسره باجوړ ته په 1958 کښې تللې وم هلته زمونږ کوربه ددې سندرې په بابله ويل چې دلته د تورې تبۍ په نوم يو چينه وه د چينې  سره توره تبۍ پراته وه دغې چينې ته يو جينۍ چې نوم يې فرحت وه  اوبو وړلو له روانه وه چې يو هلک مخې له ورغې هغه بازار ته روان وو دې ورته وٸيل ما ورله تور ټوکې ورسره راوړه چې راشې مور به مې پيسې درکړي ۔ دا خبرې د جينۍ ورور ته په غلط رنګ کښې يو شيطان  ورسوله هغه په غيرت کښې راغې او خپله خور يې وژله

دده ددې قيصې نه داسې بريښي چې ده دا کتاب او دا سندره دې ښاغلي شاعر په أجرت چرته  غيرت کے نام قتل د مخ نيوي چا اين جي اوز له ليکلي وي او اوس دعوه کوي چې دا فوکلوري سندره زما ده ۔ په دې لړ کښې چې ما په ان بکس کښې  ما ښاغلي احمد حليم ته کوم جواب ورکړې دے  هغه تاسو سره شريک کوم او نوره پريکړه په تاسو پريږدم۔

عبث ګپ يې لګولے دے او خپلې

 سندرې له يې ځانه د يو جواز جوړولو هڅه کړې ده ړومبې خبره داده چې زہ خپله د باجوړ سره تعلق لرم پيدا شوې او لوے شوے په مردان کښې يم مستقل ټيکانه مې مردان دے ۔ کومې علاقو ته چې دې ليک کښې اشاره شوې ده  غالباُ دا سلارزو علاقه ده زمونږ کلے په سلازو کښې دے چې نوم يې شارانه دے د شارانې ملک ارواښاد عبدالستار خان لالا زما تورور ځوے دے اوس د هغه ځوے  تر اوسه د هغه په ځاې ملک وو ۔هم په دغه بريد پروت دے چې د غر اخوا اسمار دے د سيند پورې د افغانستان کونړ علاقه ده د اسمار خلق زيات باجوړ خوا ته راشه درشه کوي  ۔ ړومبې خبره دا ده چې 1958 کښې باجوړ داسې نه وو ۔ زه په 1962 کښې پيدا شوے يم ددې روستو چې چې زه د خپلو مشرانو سره باجوړ ته تللم نو ډير په تکليف به خپل کلي ته رسيدو  مواصلاتي وسيلې نه وې بچلي نه وه سکلونو او صحت سهولتونه نه وو په دغه موده کښې د شپې د قيصو رواج وو مامې مې د خپلو مشرانو د بخت منير قيصه اوريدلې ده ۔

بيا هغه ماښام دے

د بخت منير د جرمنۍ آواز راځينه

 خو ددغې فرضي قيصۍ يا د فرحت نومې جينۍ قيصه تر اوسه له چا نه ده  اوريدلې يقينناً چې په باجوړو کښې به ميرمنو  پرده نه کوله ښه په آزادۍ به يې په خپلو پټو کښې کارونه کول او د چينو به يې اوبه راوړې ۔ داسې به هم وو که چرته يو لاروے به په لاره تيريدو او کور کښې به نارينه نه وو نو هم دې ننګيالو پښتنو ميرمنو به چاې اوبه او ډوډۍ ورکول تاسو به د شير عالم ميمونۍ قيصه اوريدلې ۔ ددې سره دغلته په دغه وخت کښې  اتهاٸي غربت وو ۔ په کلونو کلونو به خلقو جامې نه جوړولې او که جوړولې به يې نو د خپل کور مشرانو به په خپل لاس راوړې څنګ چې ما مخکښې وويل دا يو عبث خبره ده چې يو ته هلک  جينۍ ته وويل چې ماله له ځانه سره تور ټوکې راوړه هسې د ځانه جوړه شوې قيصه ده ۔ دا سندره که دې ښاغلي شاعر  هر وخت ليکلي وي خو دا سندره د ارواښاد عبدالغفران بيکس صيب ده د هغه په  کتاب سندرې  کښې چاپ ده  بيکس صيب په 1964 -- 1965 کښې وفات دے ۔ دغه هغه هيډ ماسټر د هاٸي سکول نه ريټاٸير ددې تاسو اندازه کولے شﺉ چې عبدالغفران بيکس صيب څومره لوستې سړے وو ۔ اوس دا اندازه هم ولګوﺉ چې دا به هغه کله ليکلي وي داسې خو د هغه يو بله سندره هم ډيره مشهوره ده خلق يې فوکلور ګڼي ۔

دا جينکۍ اوبو له ځينه

د بنګلې د سر هلکه بلے ګولۍ په وار کړه

زه د ريډيو پاکستان د پخواني پروډيوسر او ډاريکټر ارواښاد نثار محمد خان ته مننه وايم چې دا سندرې يې د ارواښادې ګلنار بيګم په خوږ آواز ريکارډ کړي دي 

هسې هم  اوليت هغه څه ته ورته وي چې په  کتابي بڼه چاپ وي ۔ محترم م، ر، شفق صيب ته چې دا ورمعلوم شوه چې يو ښاغلے مشر په دې سندره دعوه کوي نو هغه هم د افسوس څرګندونه هغه وويل چې په دې بابله خو ما په خپله په ريډو او ټيلي ويژن روغې خپرونې کړي دي چې لاړ شه باجوړ ته سندره د عبدالغفران بيکس صيب ده د کال 1990 په لسيزه کښې  د هغه په کلي ډاګۍ صوابۍ طلا محمد شباب د هغه ملګرو د هغه په ياد کښې يو دستوره راجوړه کړې وه چې صدارت طاٸر بخاري صيب کولو مشر ميلمه ورکښې اجمل خټک وو په دغه دستوره د بيکس صيب ددې او نورو سندرو په حواله خبرې کولے او ستاٸينې يې کولې ۔ ددې ښاغلي شاعر د سندرې نه وړاندې زمونږ د باجوړ جعفر خان جعفر هم دا سندره په ډير ښه انداز کښې ليکلي ده چې د باجوړ کلتور سماجي ژوند او جغرافيه ورکښې احاطه شوې دے خو هغه هم دا دعوه نه کوي چې ددې سندرې ړومبې او آخيري شاعر زه يم  دجعفر خان جعفر دغه سندره ښاغلي بختيار خټک ډيره ښاٸيسته ويلے ده په يوټيوب يې ويډيو شته وګورﺉ ۔ ددې ليک دچاپ نه روستو د ښاغلي جعفر خان جعفر په دې بابله رايه چې د هغه په فيس بک خپل وال ورکړې ده او ښاغلي اکبر سيال يې ماته لنک راواستو څه داسې دے ۔سندرهليږم دې پيښور ته کميص تور ماله راوړهشاعر۔ طالب ولى محمد۔کتاب نوم۔ فتح جنګ.

چاپ کال. 1930“۔ هم په دې لړ کښې د ځوان شاعر ليکوال د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام آباد ښاغلے سردار يوسفزے څوک چې د عبدالغفور بيکس د کلي ډاګۍ صوابۍ سره ترلاندۍ کلي اوسيدونکې دے په فيس بک په دې لړ کښې داسې ليکي ۔ 

سرور خټک صېب زمونږ دپاره قابل احترام دى خو دا ډېره د افسوس خبره ده چى د عبدالغفران بېکس بابا سندره په خپل نوم کولو ناکامه کوشش کوي

دا سندره د بېکس صېب "سندرې" نومى کتاب کښې چاپ ده

د صوابۍ ډاګۍ کلي عبدالغفران بېکس صېب يو ډېر اعلى تعليم يافته مشر وو او هېډ ماسټر ريټائرډ شوى وو

تاسو دى نه هم اندازه کولى شئ چى د هغه د وفات نېټه کال 1964 ده او دا سندره په اول ځل رېډيو پاکستان نه ګلنار بېګم وئېلى وه۔ارواښاد نثار محمد خان څوک چى د رېډيو او پښتو ثقافت په حواله يو مستند نوم دى، هم دا سندره د بېکس صېب بللى وه۔ددى سندرى په حقله د صوابۍ د ډاګۍ محترم طلا محمد شباب څوک چى پښتو ادب کښې يو لوړ مقام لري، مستند دليلونه د رېډيو پاکستان،پي ټي وي او خېبر ټي وي په پروګرامونو کښې پراته دي ۔ دې نه علاوه بېکس صېب نورى ډېرى سندرى ليکلى دى چې وخت سره شهرت موندى وو ،،يو سندره ده هم ده الله دى دى سندره ته خېر کړى دا ترى څوک چپه نه کړي؛؛؛دا جينکۍ ګودر ته ځينه د بنګلې د سر هلکه ګولۍ په وار کړه،،،،

طلامحمد شباب صېب کال 1989 کښې ډاګۍ کلي کښې په بېکس صېب سيمنار کړى وو چى صدارت ئې محترم طائر بخاري او مشر مېلمه اجمل خټک وو۔ دى سندرى په حقله دغه پروګرام کښې د اجمل بابا وېنا هم محفوظه ده ۔سرور خټک صيب که دا سندره ځان سره اونه تړى نو هم قابل احترام شخصيت او نامتو شاعر دےزمونږ مقصد د چا زړه آزارول نه دي  په دې تجسس کښې يو چې رښتيا څه دي هم ددې رښتياؤ په لټون کښې تردې راغلو زما يقين دے چې رښتيا نه ورکيږي او نه پټيږي ۔

 زما چې په ړومبي ځل د قلندرمومند صيب سره ليدل وشول او هغه خبر شو چې زه باجوړې يم نو هغه زه وپښتلم ۔۔فرحت په تبې تور د باجوړ ګلونه۔ مطلب څه دے پوهه يې ؟ ما ويل نه جي  نو قلندر صيب  وويل د باجوړ خلق غنم رنګ وي او په دې رنګ کښې زړه راښکون ويد فرحت تبېنه مقصد فرحت بخش دے ۔  قلندر مومندوړمه ورځ په ويب پيجپښتون ګزيټزما يو ليکلاړ شه باجوړ ته قميص تور ماله راوړهزه د پښتون ګزيټ د ملګرو په خصوصيت سره د ياد ژرنلسټ ښاغلي حسن  منندويه يم کور وداني ورته وايم چې زما ليکونه په دې ويب پيج لګوي ۔ زما دغې ليک لنک چې ما په فيس بک خور کړو هسې خو ډيرو ملګرو پرې خپله رايه ورکړه خو په دې کښې د ځنو شخصيتونو رايې د اهميت وړ دي نو زه هڅه کوم  چې خپل دغه ليک بيا د سره وليکم او ددغې شخصيتونو رايې ورکښې ځايې کړم چې د تاريخ برخه شي دا معمه حل شي ددې سره ددې ليک سر ليک زه بدلوم۔

وړمه ورځ د يو پراٸويوټ ټي وي چينل په شيشه يو رپورټ خور شو په دغه رپورټ کښې د يو مشر عمر خوړلي شاعر کشرې کورودانې  مرکه وه ۔ يقينناً چې د جرنريليش ګيپ د شاړ او شړۍ ددغې پيوستون په حواله ددغې په واده په بابله او د هغوي ژوند ژواک په اړه معلومات د دغې چينل کتونکو دپاره د دلچسپۍ وړ دي خو په دغه ويډيو کلپ کښې د پښتو د يو فوکلوري سندرې 

لاړ شه باجوړ ته قميص تور ماله راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه 

په اړه د زوړ عمر تور ږيري مشر دعوه کړې ده  ګوندې دا سندره دده تخليق دے يقينناً چې وي به هم  ۔ ددغې چينل ددې ويوډيو سره يو احتجاجي نوټ يو ښاغلي  پښتون مينه وال ساغر يوسفزي په خپل وال واٸيرل کړې ده ۔ښاغلے ساغر يوسفزے واٸي 

لعنت لعنت اؤ زر واری لعنت په دغه چینل اؤ نیوز کاسټر باندی چی بغیر د څه تحقیق نه یی د مراد شینواري لیکلی سندره کومه چی هغوي د نن نه تقریباً اووه څلویښت کاله مخکښی په 1972 کښی جوړ شوي فلم اخري حمله د پاره لیکلی وه د سرور خټک غوندی یو ګمنام انسان سره تړلی ده زه افسوس کوم په دغه چینل اؤ لعنت وایم په دغه نیوز کاسټر اؤ شرم څه ګډه خو نه ده چی سړي پسی بین اوکړي بیا وايی چی فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه دا هم ما لیکلی شرم پکار دی دغه سندره هم عبدالغفران بیکس صیب لیکای ده اؤ د هغوي کتاب کوم چی د سندرو په نوم چاپ دی موجود ده. زه ډیر ناپوهه یم د خپلو ادبي ملګرو اؤ مشرانو نه پښتنه کوم چی یو شعر یا سندره یا غزل د یو شاعر دپاره د اولاد حیثیت لري اؤ کوم سړی چی د چا اولاد پټوي هغه ته څه نوم ورکولی شي ایا دغه کس ته مونږ شاعر وئیلی شو اؤ که داسی انسان ته به څه بل څه نوم ورکوو زه درخواست کوم دغه چینل واکدارانو ته اؤ ادبي مشرانو ته چی که زه غلط یم نو ځما اصلاح دی اوکړي اؤ که دغه خبر غلط وي نو د دغه قسم خبرو مخ نیوی دی اوشي د سرور خټک صیب نوم پروموټ کولو د پاره دغه نوم هم کافي دی“ 

زه د ښاغلي ساغر يوسفزي سره متفق نه يم چې زه ددغې جوړونکو او خورونکو لعنت ووايم پکار دي چې په داسې موقعو مونږ د الفاظو سهي استعمال وکړو ۔ ددغې چينل دغه ځوانان سپيځلي پښتانه دي د دوي په دغه رنګ رپورټونو کښې هڅه وي چې خپلو کتونکو ته معلومات ورکړي په دې ويډيو کښې قصور د رپورټر او خورونکي نه ددغې مشر شاعر دے چې د ارزان شهرت دپاره يې دغه دوه کاره وکړل په دې يو خو زه څه نه وايم دا د هغه ذاتي او کورنۍ خبره ده خو دويمې خبرہ چې ددې سندرې خالق زه يم د اظهار خيال خپل حق ګڼم ۔ هم په دې لړ کښې زما د فيس بک يو ملګري ښاغلي احمد حليم ددغې شاعر د کتاب نه ددې شاعر ددغې سندرې په حواله له ځانه جوړه کړې يو فرضي قيصه بيان کړې ده 

 ښاغلے شاعر ددې سندرې په بابله په کتاب کښې واٸيچې زه د چاسره باجوړ ته په 1958 کښې تللې وم هلته زمونږ کوربه ددې سندرې په بابله ويل چې دلته د تورې تبۍ په نوم يو چينه وه د چينې  سره توره تبۍ پراته وه دغې چينې ته يو جينۍ چې نوم يې فرحت وه  اوبو وړلو له روانه وه چې يو هلک مخې له ورغې هغه بازار ته روان وو دې ورته وٸيل ما ورله تور ټوکې ورسره راوړه چې راشې مور به مې پيسې درکړي ۔ دا خبرې د جينۍ ورور ته په غلط رنګ کښې يو شيطان  ورسوله هغه په غيرت کښې راغې او خپله خور يې وژله

دده ددې قيصې نه داسې بريښي چې ده دا کتاب او دا سندره دې ښاغلي شاعر په أجرت چرته  غيرت کے نام قتل د مخ نيوي چا اين جي اوز له ليکلي وي او اوس دعوه کوي چې دا فوکلوري سندره زما ده ۔ په دې لړ کښې چې ما په ان بکس کښې  ما ښاغلي احمد حليم ته کوم جواب ورکړې دے  هغه تاسو سره شريک کوم او نوره پريکړه په تاسو پريږدم۔

عبث ګپ يې لګولے دے او خپلې

 سندرې له يې ځانه د يو جواز جوړولو هڅه کړې ده ړومبې خبره داده چې زہ خپله د باجوړ سره تعلق لرم پيدا شوې او لوے شوے په مردان کښې يم مستقل ټيکانه مې مردان دے ۔ کومې علاقو ته چې دې ليک کښې اشاره شوې ده  غالباُ دا سلارزو علاقه ده زمونږ کلے په سلازو کښې دے چې نوم يې شارانه دے د شارانې ملک ارواښاد عبدالستار خان لالا زما تورور ځوے دے اوس د هغه ځوے  تر اوسه د هغه په ځاې ملک وو ۔هم په دغه بريد پروت دے چې د غر اخوا اسمار دے د سيند پورې د افغانستان کونړ علاقه ده د اسمار خلق زيات باجوړ خوا ته راشه درشه کوي  ۔ ړومبې خبره دا ده چې 1958 کښې باجوړ داسې نه وو ۔ زه په 1962 کښې پيدا شوے يم ددې روستو چې چې زه د خپلو مشرانو سره باجوړ ته تللم نو ډير په تکليف به خپل کلي ته رسيدو  مواصلاتي وسيلې نه وې بچلي نه وه سکلونو او صحت سهولتونه نه وو په دغه موده کښې د شپې د قيصو رواج وو مامې مې د خپلو مشرانو د بخت منير قيصه اوريدلې ده ۔

بيا هغه ماښام دے

د بخت منير د جرمنۍ آواز راځينه

 خو ددغې فرضي قيصۍ يا د فرحت نومې جينۍ قيصه تر اوسه له چا نه ده  اوريدلې يقينناً چې په باجوړو کښې به ميرمنو  پرده نه کوله ښه په آزادۍ به يې په خپلو پټو کښې کارونه کول او د چينو به يې اوبه راوړې ۔ داسې به هم وو که چرته يو لاروے به په لاره تيريدو او کور کښې به نارينه نه وو نو هم دې ننګيالو پښتنو ميرمنو به چاې اوبه او ډوډۍ ورکول تاسو به د شير عالم ميمونۍ قيصه اوريدلې ۔ ددې سره دغلته په دغه وخت کښې  اتهاٸي غربت وو ۔ په کلونو کلونو به خلقو جامې نه جوړولې او که جوړولې به يې نو د خپل کور مشرانو به په خپل لاس راوړې څنګ چې ما مخکښې وويل دا يو عبث خبره ده چې يو ته هلک  جينۍ ته وويل چې ماله له ځانه سره تور ټوکې راوړه هسې د ځانه جوړه شوې قيصه ده ۔ دا سندره که دې ښاغلي شاعر  هر وخت ليکلي وي خو دا سندره د ارواښاد عبدالغفران بيکس صيب ده د هغه په  کتاب سندرې  کښې چاپ ده  بيکس صيب په 1964 -- 1965 کښې وفات دے ۔ دغه هغه هيډ ماسټر د هاٸي سکول نه ريټاٸير ددې تاسو اندازه کولے شﺉ چې عبدالغفران بيکس صيب څومره لوستې سړے وو ۔ اوس دا اندازه هم ولګوﺉ چې دا به هغه کله ليکلي وي داسې خو د هغه يو بله سندره هم ډيره مشهوره ده خلق يې فوکلور ګڼي ۔

دا جينکۍ اوبو له ځينه

د بنګلې د سر هلکه بلے ګولۍ په وار کړه

زه د ريډيو پاکستان د پخواني پروډيوسر او ډاريکټر ارواښاد نثار محمد خان ته مننه وايم چې دا سندرې يې د ارواښادې ګلنار بيګم په خوږ آواز ريکارډ کړي دي 

هسې هم  اوليت هغه څه ته ورته وي چې په  کتابي بڼه چاپ وي ۔ محترم م، ر، شفق صيب ته چې دا ورمعلوم شوه چې يو ښاغلے مشر په دې سندره دعوه کوي نو هغه هم د افسوس څرګندونه هغه وويل چې په دې بابله خو ما په خپله په ريډو او ټيلي ويژن روغې خپرونې کړي دي چې لاړ شه باجوړ ته سندره د عبدالغفران بيکس صيب ده د کال 1990 په لسيزه کښې  د هغه په کلي ډاګۍ صوابۍ طلا محمد شباب د هغه ملګرو د هغه په ياد کښې يو دستوره راجوړه کړې وه چې صدارت طاٸر بخاري صيب کولو مشر ميلمه ورکښې اجمل خټک وو په دغه دستوره د بيکس صيب ددې او نورو سندرو په حواله خبرې کولے او ستاٸينې يې کولې ۔ ددې ښاغلي شاعر د سندرې نه وړاندې زمونږ د باجوړ جعفر خان جعفر هم دا سندره په ډير ښه انداز کښې ليکلي ده چې د باجوړ کلتور سماجي ژوند او جغرافيه ورکښې احاطه شوې دے خو هغه هم دا دعوه نه کوي چې ددې سندرې ړومبې او آخيري شاعر زه يم  دجعفر خان جعفر دغه سندره ښاغلي بختيار خټک ډيره ښاٸيسته ويلے ده په يوټيوب يې ويډيو شته وګورﺉ ۔ زما چې په ړومبي ځل د قلندرمومند صيب سره ليدل وشول او هغه خبر شو چې زه باجوړې يم نو هغه زه وپښتلم ۔۔فرحت په تبې تور د باجوړ ګلونه۔ مطلب څه دے پوهه يې ؟ ما ويل نه قلندر صيب ويل ۔  د باجوړ خلق غنم رنګ وي او په دې رنګ کښې زړه راښکون ويد فرحت تبې“  نه مقصد فرحت بخش دے ۔ قلندر مومند صيب ويل چې د پښتو په فوکلوري سندرو کښې د مينې د راز و نياز خبرې ډيرې زياتې باريکو اعشارو ،کنايو کښې شوي دي لکه 

يو پلو مې يار لونګين مې په دا بل پلو ۔۔ يا وړوکيه دې پلو راواوړه۔ يا دا چې ۔زما لالې چنار دے نارنجه ولے ولےد قلندر مومند صيب دا استدلال وو چې د پښتو دا فوکلوري سندرې هم لکه د پښتو ټپې ميرمنو وٸيلي دي ۔ د ارواښاد عبدالجبار حامد سره هر لوے وړوکې شاعر چې لوسته يې د پښتو ادب کړي وي هغه ټول دا مني چې دا سندره د ارواښاد عبدالغفران بيکس ده د ميډيا دور دے څوک کتاب نه ګوري هر سړے په منډه دے د خپل مقصد دپاره اوچ او لانده نه ګوري په داسې وخت کښې خلق ړانده شي د تور او سپين فرق نشي کولې ۔ زما د ميډيا ملګرو او کشرانو ته خواست وي چې دا پيشې سره ستاسو قامي خدمت دے نو په داسې معميلاتو تحقيق ضروري دے که له تاسو سره معلومات نه وي نو پکار دي چې څوک پوهه تن وپوښتٸ په دې لړ کښې ځلمې محقق ښاغلے شوکت خريکوال د چاچې دا څانګه ده چې پښتو شاعرۍ کښې مونږ ته سرقې ،ترجمې او هغه شعرونه چې وي د يو او بل پسې تړلے شي يا غلط العام وي هغه په دې لړ کښې تحقيقي کتابکلام د چا په نوم دچاچې اعراف پرنټرز پيښور چاپ کړې دے زما په دې ليک په فيس بک خپله رايه کښې ليکي ۔اوس يې خوند وکړو ، بس لګ انتظار وکړﺉ افکار صيب چې دا سندره چا ؟ کله؟ او څنګه ليکلې ده ، بس دومره به اووايم چې دا نه سرور خټک ليکلې ده او نه بېکس صيب ، دا په سن 1902 کښې چاپ سندره ده کومه چې زما دويمه برخه کښې شامله ده ۔ خداې دې وکړي چې د ښاغلي شوکت خريکوال دغه کتاب زر تر زره چاپ شي چې څوک بيا د بل په توره څوک ځان ته لنګۍ نه په سره وي ۔ ددې سندرې او دغه شان نورې سندرې فوکلوري بڼه لري اکثر شاعران يې په ړومبي سر پسې نوره قيصه وليکي او ټوله فوکلوري سندره ځان پسې وليکي په دې لړکښې محترم مشر غازي سيال صيب يو کتاب هم ليکلې دے چې نوم يې دےهغه سندرې چې فوکلور نه دييقينناً چې دغه سندرې د محترم مشر استاد غازي سيال صيب ليکلي دي خو چونکې بڼه يې فوکلوري ده نو خلق يې دې منلو ته تيار نه دي ۔ په دې لړ کښې د آمير حمزه خان شنواري ټپې هم جوړې کړې دي خو هغه دغه ټپې د خپلې شاعرۍ برخه نه دي جوړې کړي ۔ دحمزه بابا په دې بابله نظر ښاغلي  ګل محمد بيتاب په خپل د خاکو  کتاب ۔۔۔۔۔۔۔ کښې محفوظ کړې دے بابا وايي چې فوکلوري سندرې او ټپې د يو چا نه وي د ټول قام وي که چا ليکلې هم وي خو د هغه پاتې نشي ۔ د يو دانشور وينا ده چې د هر ښه شاعر په شاعرۍ کښې د هغه د قوم د فوکلور رنګ ډير شوخ وي ۔ او کوم شاعر چې د خپل روح په په خپل روح کښې ضم کړې وي خو خپل ځانګړ توب په ځاې ساتلے وي نو دغه سندره او غزل د خپل قام د اولس ټول حواس متاثره کوي ددغې شعر د اوريدو سره هغه نظر د سترګو په رپ کښې د خپل وطن د غرونو ،رغونو،ورشوګانو ،ډاګونو ،باغونو ،سيندونو راتاؤ شي يو سندريز سرور احساسوي او په دې هر څه کښې دغه ښاغلے شاعر د خپل قام اولس کړمې ،محرومۍ ،بې وسۍ داسې رانغښتي وي چې په اوريدو يې اوريدونکې په حرکت کښې راځي ۔

ستا سپورے زلفې زما وچې شونډې 

د   دې  وطن  د  غريبۍ  نخښې  دي

ساٸله مونږه تل د بيلتانه سندرې وايو

مونږ تل په پال نيولي د ماغانو آوازونه

ستا د لوپټې سيوري مې تاته درستانه کړه نن

زه د مازيګر نمر په طرف د ګودر پريوتم

سپرليه يې راغلې غانټول دې ګل کړل خو نه ټپې شته نه د بنګړو شور 

نه سالووالې په پولو ښکاري نه په ګودر شته د جينکو شور

هرکله چې د حمزه بابا په څير يا د رحمت شاه ساٸل په څير د قام حقيقي شاعر وي نو بيا هغه تا ددې ويلو  ضرورت نه پښيږي چې دا سندره دا غزل دا ټپه زما ده بلکې دا هر څه په خپله اقرار کوي چې زما خالق څوک دے ؟ 

محترم مشر استاد رحمت شاه ساٸل صيب مننه چې په دې موقع زما په دې ليک خپله رايه ورکړه محترم ساٸل صيب ليکي۔دا رپورټ مي اوليده دا ټولے خبرے او دعوے غلطے دى   دا چه چا ريکارډ کړے هغوۍ تحقيق نه دے کړے  دا ي د يوے سندره نما چار بيتے نه سرنامه پټه کړے ده  او دغه سندره ي تي جوړه کړے ده  دا ماسره نيمه ليکلے موجوده ده او چه د چانه مي اوريدلے ده هغه سړے ژوندے دے  او شاعر ي ماليدلے وو خو چه مړ په وى که ژوندے د چاربيتے په مشاعره کي چه  پي ټي وى پيښور کي شوے وه  چه په هغه چاربيتى مشاعره کي پاچاګل استاد هم وو  چه د چاربيتے لوي شاعر دےخداې دې وکړي چې محترم ساٸل صيب ددغې شاعر نوم راياد شي دا هم لوے سند دے چې د محترم  ساٸل صيب سره دغه چاربيته نما سندره محفوظ ده پکار دي چې محترم ساٸيل صيب د خپل يو ليک سره دغه سندره ړومبې په پاڅون يا بله مجله کښې چاپ کړي او روستو يې په سوشل ميډيا خوره کړي دا به د محترم ساٸيل صيب په پښتو ادب يو بله لويه پيرزونه وي ۔ 

  

په درناوي : اقبال حسين افکار

- افکار
بېرته شاته