(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښکلا شاعر

[30.Oct.2019 - 16:34]

د ښکلا ،مينې ،وفا شاعر محمد اسلام آرماني

زه له هلک وم د سکول محاصل وم چې د محمد اسلام آرماني نوم مې د شاعر په حيث پيژنده د مطبوعاتو د وزارت حکومت پاکستان په مياشتيزو مجلو جمهور اسلام,آباسين,اولس کويټه او د پيښور پوهتون پښتو اکيډمۍ مجله " پښتو " کښې به مې د محمد اسلام آرماني صيب د رومان نه ډکې غزلې لوستې او د ريډيو پاکستان نه به مې اوريدې او خوند به مو ترې اخسته  د خپلې ژبې سره تړون به مې قوي کيده.محمد اسلام آرماني صيب دغه وخت د مطبوعاتو په وزارت کښې وظيفه درلودله په کال 1981 مونږ څو ملګرو په مردان کښې د " پښتو نوے ادبي ټولنې " په نوم د يو ادبي تنظيم بسنټ کيښود هلکان وو هر ورځ به را ټوليدلو او د استاذانو شاعرانو په ژوند هلو ځلو به موخبرې کولے او يو بل ته به مود هغوي شعرونه اورول دغه دوران کښې رامعلوم شوه چې دارماني صيب تغلق د ملاکنډ تحصيل سوات راڼيزي کلي آلا ډنډ سره دے ملاکنډ دوه تحصيله دے د ملاکنډ لاندې يعني درګۍ ته سمه راڼيزي تحصيل وايي په دې دواړو تحصيلونو کښې زما ماما ماسټر نغمت الله چې په لالا ماسټر مشهور معروف وه ډيره موده د سکول استاد وه.او بيا هيډ ماسټر پنشني شو په سخاکوټ کښې د لالا ماسټر خور او زما تورور په صديق الله ماسټر چې ټيلر وه او د محترم رحمت شاه سايل صيب د ټيلرۍ استاد دے واده ده دغه رنګ د اماندرې هيډ ورکس خوا کښې زما ماماګان وسيږي او په ميخ بند کلي کښې مې د تورور کور دے.ملاکنډ په قدرتي حسن پر معموره علاقه ده زما د وړوکوالي نه ډيره خوښه علاقه ده خلق يي سپيځلي پښتانه دي مينه ناک ميلمه پال خلق دے.

ما  د  هر   زخم  نه   ګلونه   جوړ   کړل

تاله مې څومره    اميلونه   جوړ    کړل

مسکۍ  شه  وخانده  لږ  بيا    وخانده

زما په زړه کښې دې   کورونه جوړ کړل(ارماني)

ارماني صيب دغه وخت په ملاکنډ کښې د سکول استاد وو.محترم رحمت شاه سايل صيب په الفت مجله کښې چاپ خپل يو ليک کښې وايي " په کال 1965 کښې زمونږ د سخاکوټ په يو مشاعره کښې د ښاغلي محمد اسلام آرماني سره ليدل وشو او هغه مو د يو شاعر په حيث وپيژند " خو ارماني صيب وايي " چې په کال 1964 کښې د سخاکوټ سکول ته زما تبادله شوې وه.يو ورځ راپسې کلاس روم ته د سکول دفتري راغې ويل يي ستا ميلمانه دي زه چې ورغلم نو يو رحمت شاه سايل وو اوبل محبوب علي محبوب ( محبوب باچا )چې د يو مشاعرې بلنه يي راوړې وه د سخاکوټ په بازار کښې د يو قصاب په تخت زما د ادبي ژوند ړومبې مشاعره وه "

تل مو په نصيب کښې دي تراخۀ د زمانې

چرته  مو   ونۀ     ليدل   خواږۀ د زمانې

سوزو او   ورتيږو په اورونو د   وختونو

چا په مونږ   پيرزو    دا تاؤدۀ    د زمانې(ارماني)

محمد اسلام آرماني صيب د پلار نوم رحمت شاه دے د زيږون نيټه يي 8فروري 1945 ده په پښتو ادبياتو کښې ماسټر کړې دے د درس و تدريس د څناګې د محکمه کالجز خيبر پښتون خوا نه د پروفيسر په حيث ريټاير دے خو د پښتو د خورونې روزنې کار له اوس هم د پيرۍ په دې عمر کښې په مړانه اوږه ورکوي ادبي غم ښادي تر لرې پالي که چرته تلل ورته صحت اجازه نه ورکوي نو د تيليفون د لارې په هره غم ښادۍ کښې ځان شريکوي دا يي لوې انساني

 وصف دے.

مونږه د ژوند په هره سخته لار مزلے  وکړې

خو پاسته نه شول د ميرو او دشتونو کاڼي

راشئ چې ورشو چې پښتنه د رڼا ترې وکړو

مونږه تر کومې به تړلي وي په زړونو   کاڼي(ارماني)

غالبا په کال 84-1983 کښې اولسي ادبي ټولنې مردان د محمد اسلام آرماني صيب د ړومبې شعري مجموعې " دا کاڼي دا کوڅې " د مخ کتنې دستوره راجوړه کړې وه زما هم دغه دستوره کښې د يو شاعر په حيث د ارماني سره لېدل وشو.آرماني صيب يو مينه ناک خوږ شفيق انسان دے.هر چا له عزت او درناوې ورکوي د کشرانو سره هم ډيرپه احترام ملاويږي د هغه شعر د هغه د شخصيت هنداره ده.څومره چې د هغه په شعر کښې تصنع نيشته ساده د پښتني جمال په کالو ښايسته او د پښتنې مينې ډک دے د هم دغه رنګ د هغه شخصيت دے خبره صفا په ډانګ پيلي کوي په زړه خيرې نه پرېږدي هم دغه وجه ده چې هغه په پښتنه ټولنه کښې د خپل ذات او شعر په  وسيله مينې له وده ورکړې ده  او پېدا کړې ده ۔ هم دغه  وجه ده چې دارماني صيب د ړومبې شعري مجموعې پرله پسې درې ايډيشن چاپ شو پاکستان رايټر ګلډ,اداره فکروفن مردان او نورو تنظيونو ايوارډونه ورکړل.

ستا نه جوړې هيرې شوې زما نه هيرې نه دي

څه وشو  جانانه  که  زړې  شوې  ستا  خبرې

زخم  خو   جوړيږي  هم  د  اور  په   ټکورونو

تا چې ترخې څومره کړې خوږې شوې ستا خبرې

د آرماني صيب د آزاد نظم په لړ کښې محترم رحمت شاه سايل صيب وايي " دآرماني آزاد نظم د هر څه آزاد نه دے.دده په آزاد نظم کښې چې د آزاد نظم کومې پابندئ دي.ده د هغه ټولو پوره پوره خيال ساتلے دے.دده آزاد نظم ځکه په لوستو کښې آسان وي او خوږ لږي چې يو په کښې د " لے " خيال ساتلے شوې دے بل ورکښې ابهام بيخي نيشته ارماني د پښتو ژبې يو داسې محترک خدمت ګار دے چې چرته هم پاتې شوې دے هلته يي د پښتو د مينې کر کړې دے د انديش په قول

وې مې چې هر خوا ته دې کاته او تلې

ويل يي چې ما د ښکلا کر کاوو

او اکرام الله ګران باچا وايي ميني چې هر طرف ته مخ کړي انقلاب راولي " (ياران څه وايي)

د محترم آرماني صيب نور چاپ کتابونو کښې د هغه د نعتونو کتاب " رڼا سيورې " ياران هيڅ نه وايي " شعري مجموعه " خط مې راغلے د جانان دے " ليکونه او بلنې " اوس مازيګر  پيغلې ګودر  ته نه ځي " شعري ټولګه " سلام سلام حبيبه " نعتيه کلام " دا ته په څه خفه يي " شعري ټولګه " بيا به زه داسې محبت نه کووم " په زړه به غټه تيږه کيږدم " شعري ټولګه " نيازبين پيغمبر ص نعتيه مجموعه دغه رنګ د ارماني صيب يوولس کتابونه د چاپ په انتظار دي او ډير مهم کتابونه دي خو يو ته زه زيات په تلوسه کښې يم هغه په کاکاجي صنوبر حسين مومند ليکلے کتاب زما به آرماني صيب ته خواست وي که خداې موقع درکړه ړومبې دغه کتاب چاپ کړه. ارماني صيب له د هغه په کتابونو ادبي خدماتو سرکاري اودغير سرکاري  تنظيونو ايوارډونه سندونه ورکړي دي ارماني صيب د فن او شخصيت په بابله ارواښاد ډاکټر خالق زيار د هغه شعري ټولګه " ياران هيڅ نه وايي " کښې ليکي "اګر چې د آرماني صيب نثري ليکنې نه خو په مقدار لږي دي او نه د معياره پريوتي دي.ولے دشعر په ډګر کښې د هغوي کار نسبتا زيات بارز او ښکاره په نظر راځي " د ډاکټر خالق زيار خبره په ګل  بدله.چاکه د ارماني صيب نثري ليکونه نه وي لوستي نو بايد چې وې لولي د هغه نثر هم لکه د هغه د شعر خوږ پوست او ملايم دے.ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر هم محمد اسلام آرماني صيب ته خيراج وړاندې کوي او په خپل ليک کښې وايي "چې هم د نني شعر ذکر کيږي نو د محمد اسلام آرماني نوم به اغستې شي خو چې د آزاد نظم تاريخ ليکې شي نو دغه نوم به په ډير درناوي ياديږي " ډاکټر صابر مخکښې ليکي " ګو چې طبعناً باغي او سرکش سړے نه دے خو د غوښتلي سماجي شعور څښتن فنکار دے د خپل دور  په شخصي او انساني مسلو څه نه څه اظهار خپله ذمه واري ګڼي د ذمه وارئ دغه احساس د آزاد نظم په لور سم کړې دے او خبرے سمون خوړلے دے.ځکه چې زړه يي د انسان دے تخيل يي د شاعر دے"

مونږه د زړه د نول خبرې چاته وکړو

په  پټه خوله هم ياران ذکر د سبا نه کوي

اوس به په هر څلي د ياد ډيوې د اوښکو بلوم 

پوې شوم چې دلته څوک د چاسره وفا نه کوي (آرماني) خو زما خيال دے که د چا سره وفا کوي که نه خو د محترم آرماني صيب سره هر څوک وفا کوي وايي چې مينه د مينې پيدا کيږي ارماني صيب خپلې ټولنې له مينه ورکړې ده هغه خپل ټول خداې ورکړي صلاحيتونه د ښکلا او مينې د خورونې د پاره کارولي دي او له کاروي يي ځکه خو ارواښاد ډاکټر فضل دين خټک وايي " اوس چې آرماني صيب کومه شاعري تنقيد ته وړاندې کړې ده نو په هغې کښې د مينې نغمې د خيال نزاکت او د شعر اسلوب سره سره د ماحول ترجماني د حقيقت اظهار او مقصديت لوړوالے هم شته

هره کوڅه کښې مې غوغا ده هر يو کور کښې ژړا

غم د هر چا په اوږو بار دے خدايه دا څه چل دے

څوک وايي دلته ورورولي وه مينه مينه هر ځاې

دلته خو بل شان له روزګار دے خدايه دا څه چل دے

آرماني چاته زړې نخښې د خپل ښار اوښايم

تاله ترغه يي هر بازار دے خدايه دا څه چل دے

ارماني صيب د ځان ځاني په دې دور کښې ځان دمينې نه دې رانغاړلے او د مينې په لار يي د وفا لمن  نه ده پريښې او د هغې ثبوت د ډاکټر خالق زيار د وفات نه روستو د هغه د خپلو خپلوانو يارانو دوستانو مينه والو منظوم او منثور ليکونه په مياشت کښې دننه دننه د طباعت په کالو ښايسته کړي دي او د " اوچه بيره شليدلے ټال " په نوم د کتاب په شکل کښې د ډاکټر خالق زيار په څلويښتۍ خلقو ته ډالۍ کړو.ډيرو لږو خلقو ته به دا معلومه وي چې ډاکټر فضل دين خټک به اردو کښې شاعري کوله هغه پښتو ته را اړول د محمد اسلام آرماني صيب د مينې برکت وو دغه رنګ په بونير کښې يو شمس بونيرېے مونږ د شاعر  په حيث پيژندہ خو چې ارماني صيب ډګر کالج ته لاړو هلته يي ادبي دستورې شوروع کړې نن د پښتنو د نورو سيمو سره بونير په ادبي ميدان کښې د پښتنو د نورو  علاقو سره څنګ وهي.فيض احمد فيض او زندان د ارماني صيب يو بل کاوش دے د فيض صيب په بابله د نومياله ليکوالو ليکونه يي د اردو ژبې دماه نو مجلې نه رانقل کړي دي او  په پښتو يي ژباړلي دي  دومره ښکلي او سپيځلے ترجمه يي کړے ده چې د بنده پرې د ترجمې ګمان نه راځي د موادو په ليحاظ دا ډير ښه او ګټور کتاب دے بايد چې د نن ځلميان يي ولولي.ددغې کتاب په بابله په سريزه کښې پروفيسر ډاکټر نورالبصر آمن ليکي " ګران استاد پروفيسر محمد اسلام آرماني په آزادو انسانانو کښې داسې شخصيت دے چې د زندانيانو د زنداني ژوند نه په هرلحاظ خبر دے,د هغوي د احساساتو ترجماني يي د بهر نه کړې ده.د هري پور جيل نه اکبر شاه بنديوان آرماني صيب ته خط راليږي,چې جواب يي يو قيدي له د اختر د خوشحالے نه کم نه وي. او بيا د اکبر شاه ديوان زنځيرونه چاپ کول نه صرف ديو قيدي آخيري آرمان پوره کوي.بلکې د پهانسۍ نه د بچ کيدو سبب يي جوړيږي چې په اصل معنو کښې د انسانيت خدمت دے.ددې سره د يو بل قيدي حبيب الله حبيب کتاب شړنګار د زنځيرونو يي چاپ کړې دے. د فيض احمد فيض او زندان په نوم چې د ژباړې دپاره آرماني صيب کوم کتاب انتخاب کړې دے دا موضوع د خپل نوعيت اهمه موضوع ده.ځکه چې د فيض د زندان ورځو شپو دده په ژوند کښې داسې انقلاب راوستې دے چې فيض يي د يو مکتب استاد ګرځولے دے " اصل څيز د ښکلا لټون دے او ژوند په دشتو د مينې د تخم نول دے اود وفا لارې هوارول دي دا کار که فيض کړې آمر شوې دے او که زمونږ محمد اسلام ارماني يي کوي نو هم آمر شوے دے ارواښاد اکرام الله ګران باچا په ځاې ويلي چې مينه انقلاب راولي

په درناوي: اقبال حسين افکار

- محمداسلام ارماني
بېرته شاته