(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دګندومک تړون

[26.Aug.2019 - 10:49]

د ګندمګ تړون متن

لومړۍ ماده:

د دې تړون د لاسليک له ورځې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستي ټینګيږي.

دویمه ماده:

د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي رامنځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه د افغانستان له خاورې ووځي؛ نو د سیالکوټ ولایت او د فوشنج سیمه د کوږک تر غره پورې، د کرُمې سیمې د ځاځیو تر پولې پورې او هفتچاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي، مګر د درېیو سیمو (کرم، پشین، سیبۍ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي، دا سیمې به د هغو سیمو په نامه (چې امانت سپارل شوي دي) ونوموو چې بېرته به بیا وسپارل شي او د یادو سیمو مالیه به د اداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کېږي، خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري، سربېره پر دې د بریتانیې دولت د خیبر لېږد لارې درې انتظام چې د جلال اباد او پېښور ترمنځ پرته ده د دغو سیمو له ازادو قبایلو سره دوستانه اړیکې ولري .

درېیمه ماده:

د دې لپاره چې د افغانستان امير وکولاى شي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتیني توګه ترسره کړي، د بريتانيې دولت ژمنه کوي چې هغه او د هغه ځایناستو ته به د هېواد د اصلاح لپاره د کال شپږ لکه کلدارې ورکوي.

څلورمه ماده:

امير به له انګلیستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوي او د هېوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي، تر څو چې دواړه هېوادونه سره په ازاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې دغه لارې له خطر نه وژغوري. دغه سوداګریز تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوه کال لپاره د ترسره کېدو وړ وي او د هېوادونو تر منځ به ازاد وي.

پنځمه ماده:

له کورمې څخه تر کابله د تلګراف مزو د غځولو لګښتونه به د انګرېز دولت پر غاړه وي او د هغه ساتنه په امير پوره اړه لري.

شپږمه ماده:

د افغانستان امير له خپلې خوا او د نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چې له انګرېزي استازواو نورو وګړو سره چې د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځي، ښه او غوره چلند وکړي او د هغو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونهکړي.

اوومه ماده:

د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا ټینګې شي او د افغانستان سرحدونه او پولې د پرديو له تېريو خوندي پاتې شي د انګرېز دولت لازمه ګڼي چې د خپل هېواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي، دغه استازی به د خپلې رتبې سره سم يو ډلګی سرتېري هم له ځانه سره ولري او هم د بريتانيې هېواد حق لري چې د اړتیا په وخت کې خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي، د دې په وړاندې د افغانستان امير حق لري خپل استازی د هند د ويسراى دربار يا نورو هندي چارواکو ته واستوي.

اتمه ماده:

د افغانستان امير د انګرېزانو د استازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چې له هغو سره ښه چلند وشي، ځان مسوول بولي او د بريتانيې دولت سره ژمنه کوي چې هېڅ وخت به د بریتانیې په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او د هغو د استازو درناوی به ساتي.

نهمه ماده:

د دې تړون له لاسلیک وروسته به د افغانستان امير د خپلو وګړو هغه ډله چې د جګړې په وخت کې د انګرېز له دولت سره یې اړیکې او د لیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمي فرمان له مخې بښل کېږي.

لسمه ماده:

انګرېزان به افغانستان تخلیه کوي او په راتلونکې کې به د افغانانو له غوښتنې پرته د دښمن د دفعې لپاره افغانستان ته نه داخیلیږي.

یولسمه ماده:

د افغانستان امير مجبور دى چې وروسته له دې به له نورو هېوادونو سره خپلې چارې د انګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او د هغوی په غوښتنه ترسره کوي، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هېوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګې کړي او د انګرېزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هېواد سره د جګړې اعلان وکړي، د دې شرط په وړاندې د بريتانيې دولت حاضر دى، نوموړى امير د پرديو د تېريو په وړاندې د پیسو، وسلو او سرتېرو په وسيله او په هر ډول چې د بريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چې مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي، که د بريتانيې سرتېري د کوم اړتیا په وخت کې د امنيت ټینګښت او د بهرني دفاع په موخه د افغانستان خاورې ته ورننوځي، د سولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هېواد ته بېرته ستنیږي.

- متن
بېرته شاته