(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رسنېزه څرګندونه

[24.Aug.2019 - 10:45]

رسنېزه څرګندونه

مونږهېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زمونږ دمشورې پغیر زمونږ استازولي وکړي.

په اروپا کښې دپښتنو/افغانانو سېاسي هلې ځلې او کولتوري فعالیتونه ځانګړی کړکېښ/پېښلېک (تارېخ) لري. پدې سپېڅلې مبارزه کښې په هېواد، کولتور او ژبه مینو هېوادوالو بې شمیره مالي او ځاني تاوانونه او ستړېاوې ګاللي، رېښه یې د ۱۹۷۵ ع کال پورې غزېدلې او څرګندې بېلګې یې  د پښتنو او بلوڅو ملي ازادۍ بخښونګي غورځنګ او دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دی، چې  پوره او ژوره اغیزه یې لرلې  او په اروپا کښې یې ډېرې ټولنې او سېاسي بهیرونه هم زېږولي دي.

پدې وروستیو کلونو کښې ډېری هیواد وال چې د خپل هېواد، ولس  او کولتور سره بې کچه مینه لري، دخپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شوي او په اروپائي هېوادونو کښې د پردېسۍ ورځې او شپې تېروي. دغه هېودوال له بېلابېلو لارو غواړي، چې ځانونه چلاند (فعالوساتي، نو دپام وړ ده، چې ځېنې خلک او کړۍ، چې  په اروپایي هېوادونو کښې له ډېر پخوا موجود د سېاسې ګوندونو او ټولنو غړېتوب هم نه لري،  اروپا ته د نویو راغلیو هېوادوالو دسپېڅلتېا او بې خبرۍ څخه ګټه پورته کوي، د ځاني ګټو او  د خپل ځان د مشهورولو  او مطرح کولو لپاره له هرې وسېلې کار اخلي. ځانونه دټولې اروپا مېشتو هېوادوالو استازي ګڼي،چې دغه استازولي یې د ریښینولۍ سره هیڅ اړخ نه لګوي.

 ددوۍ دغه  کړنې د هغه هېوادوالو پر وړاندې،چې پدې لاره کښې یې سپېڅلي، کوټلي او بې مطلبه ګامونه اخستي هم پوره ناانصافي ده.

مونږ دغسې نارېښتینې کړنې او استازېتوب په کلکه غندو او پدې ټېنګار کوو، چې دداسې بې مسئولېته او نارېښتېنې استازېتوب  څخه دې لاس واخلئ. مونږهېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زمونږ دپرېکړې او مشورې پغیر زمونږ استازولي وکړي.

درنښت

- اعلامېه
بېرته شاته