(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

[10.Jul.2007 - 19:52] د پښتنو ټولنیزو سولیز ګوند (PSDP) د مشرانو جرګې له درنو ملګرو د زړه له کومې مننه کوو چې د لوی افغانستان په اسمان کې د یوه نه پنا کیدونکي ستوري ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په یاد یې د لومړي تلین په نوم یاد غونډه را بللې ده. په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړي په دې خواشیني دي چې زموږ د اسمان دغه ځلېدونکی ستوری له مداره ووت ولې په دې ولې په دې خوشاله دي چې زموږ د ستر هېواد په اسمان کې لا داسې ستوري اوس هم ځلیږي چې نه پریږدي د یوه ویاړلي او پیاوړي انسان ؛د ابدي ستوري؛ رڼا تته شي . دا دی ننۍ پوهنیزه یاد غونډه ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په مدار کې داسې ستوري را ټوکېدلي دي چې د ؛پښتون څلي؛ په تندي لګېدلې شمه پخپلو هاندو هڅو بله ساتي . غوښتل مې چې د دغه پتمن انسان په یاد غونډې کې برخه واخلم او د دغه مېړني انسان د یاد غونډې څپانده او رپانده شمله پخپلو سترګو وګورم خو له بده مرغه چې د یوې بوختیا له مخې مې دغه ویاړ په برخه نشو. هیله من یم چې زما نېکې هیلې او پرزوینې چې د کاغذ پر مخ مې کاږلي دي ومنۍ . په پای کې یو ځل بیا د دې ستر ګوند له ټولو غړو په سر کې له درانه ورور هدایت الله خان بنګښ صاحب نه مننه کووم چې له یوې خوا یې زموږ د زمانې د یو ستر شخصیت یادونه وکړه او له بلې خوا یې د دغې یاد غونډې له برکته یو شمېر روڼ اندي لیکوال او شاعران او همدارنګه د ؛پښتون ستوري؛ مینه وال پخپلو کې سره جرګه کړل :
چې څوک په دار شي هغه مړه شي ، څوک د دار سړي شي لکـــه مـنـصور غــونــدې چـې ځــنـې د دســـتــار ســــړي شــي د چـــا پـــه غــاړه پـــه ځــــنـــــځـــیــــرونــه غــــلامـــان د نــــــورو خـــو اتــــلان هـــــم پـــس لـــــه مـــــــرګـــه د مــــزار ســــړي شـــي په درنښت درنو دوستانو شهسوار سنګروال په لندن کې د افغان ادبي جرګې مشر
- شهسوار سنګروال(برتانيه - لندن)
بېرته شاته