(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګلېنډ ته تګ

[09.May.2019 - 14:50]

انګليډ  ته تګ

رحمت شاه سائل

   ما په  اصل کښې  د بهر د تلو  نه  معذرت  کوؤ  خو  زما  د انکار  باوجود  يو سف زى  ضياء الدين   زۀ مجبور کړم  او  ورسره مې  دا لوظ  اوکړو_  ورځې  پکښې  ډېرې  دى  خو  د ويزې  مشکل  د وخته حل  کول  هم  په  سر  وو  هغۀ  زما ځوى  او  ډاکټر  خادم حسېن   پخپل  سر دغه  ستړے  اخستے  وه  نو  زۀ  بس  يو  ځل  لاړم  ځکه  چې  دغه  کار  زما  د تلو نه  بغېر نۀ  کېدو.

 

   هم په دې دوران کښې ما ته ضياءالدين  فون  اوکړو  وې  چې دلته خوستا ډېر زيات د مينې  خلق دى  مونږ خو يو  پروګرام  لرۀ خو دا پروګرامونه  ډېرشونوکۀ مونږ دا نېټه لږه روستو کړو ما ورته  اوې  چې او ما اوريدلى دى چې دغلته  ډېره  يخنى  وى  بس  ښۀ  به  شى مارچ  ته  يې  کړئ.  يوڅوورځې پس يې  راته  بيا  اوې چې په پنځم مارچ به تاسو راځئ  ما ورته  اوې  چې  ډېره  ښه  ده. 

 

       سحر وختى  د بائزو خرکى  د فرمان  ورور  راغے  او مونږ ائېرپورټ  ته  لاړو، ډاکټر خادم حسېن  راسره  رابطه  کړې  وه  چې  زۀ  ائېر پروټ  ته  رارسيدلے  يم  مونږ  دولس  بجې  په  جهاز  کښې  روان  شو  او  د هغه  ځائے  پنځۀ  بجې  وې   چې  هلته  کوز شو  دا  اتۀ  ګهنټې   سفر وۀ، مونږ  د ډيوټو  د بدليدو  په  وجه  په  ائېر پورټ  کښې  ډېر حصار  شو  چې  رابهر  شو  نو  ضياء الدين  او  د هغۀ  د  ملګرې  (تور پيکۍ) ، عثمان  او يو  څو  نور  ملګرى  راته  هر کلى  ته  ولاړ وو.

 

  د ستړى  مشى  رسم  په  تصويرونو  او  ګلونو  اوکړے  شو  او خبر يې  هم  خور  کړو  چې  دوى  په خېر راورسېدل،دا خبرد هغې ځائےد ملګرواو دې  ځائے د دوستانو دپاره هم هغوى ضرورى ګڼلے وۀ مونږ څۀ د چايو وقفې نه پس هغې هوټل  ته لاړو په کوم  کښې  چې  به  مونږ د شپې دپاره  پاتې  کيدو هلته  مو سامان پخپلوکمروکښې سنبال کړۀ اوبياد ضياء الدين  دوى کره راغلو مونږ   هغوى تقريباً يولس بجې فارغ کړو چې تاسو ستړى يې او واقعى مونږ هم آرام کولو ته   لېواله  وو.

 

 د پښتو دا متل  اوريدلے وۀ  چې  زوړندې  ډوډۍ  هيچرته  نشته  خو په   دغه  هوټل کښې  مې  زوړندې  ډوډۍ  هم  اوليدې  او  چې  پښتون  وى  نو  د پښتنو   مېلمستوبونه  او  مينه هېڅ  د تبصرې   محتاجى  نۀ  لرى . اکبر  يو  خوږ  دروند  سړے  وۀ  او  مونږ  ته  په  خوراک  کولو کښې  کوم  شک  هم  نۀ  کېدو.  په  اووم  مارچ  عثمان  راغے  او  مونږ  د هغوى  د کوره  پورې پياده  لاړو، د هغوى کور مو اوليدو ،هم  په  اووم  مارچ  غرمه   ډاکټر اکبر  راغے  دا  د ډاکټر خادم  حسېن  ملګرے  وۀ  مونږ  د خپل  وطن  په  حالاتو  ډېرې  خبرې  اوکړې  د هغۀ  نظر په  دې حواله ډېر ژور وۀ ما اومنله  چې  هغه  صرف  ډاکټر نه  بلکه  زمونږ د خاورې  يو سپيځلے  دانشور  دے. په هم  دغه  ورځ  د لندن  په  ټائم اوؤه  بجې  په  اکسفورډ يونيورسټۍ  کښې پروګرام اوشو  زما  دپاره  خو اسانه وه چې شعرونه مې پېش کول  خو د ډاکټر خادم  دپاره مشکله  ځکه وه چې دغه د سوال  او  جواب  پروګرام  وۀ  خو هغۀ  ډېر اطمينان  سره  جوابونه ورکړل  دا ډېر مثبت پروګرام  وۀ، ماچې د نظم نه  مخکښې کوم  شعرونه  پېش  کړل  نو د هغې د ترجمې  دپاره  زما سره  ضياء الدين  اودريدو  بيا زما  د نظم  نه  پس  هغۀ زما د نظم  څو شعرونه  ترجمه  کړل  په  دغې نشت کښې څو خبرې  ملاله  يوسفزۍ   هم  اوکړې  په  دغه  برخه کښې د خادم حسېن  سره  ضياء الدين هم په سوال و جواب کښې  شامل  شو.د تقريب  نه  پس د تصويرونو  وېستو سلسله  اوچلېدله. 

 

مونږ  بيا په  يو  هوټل کښې  ډوډۍ اوخوړه  د هغې  ځائے  په  ټائم  يوه  بجه  مونږ  واپس برمنګم  ته  راورسېدو  زمونږ  ټائم  به  دغه  وخت  د سحر  مونځونه  شوى  وو.

په 10 مارچ  د اتوار په  ورځ  په  برمنګهم  کښې  د اکبر حجرې  د سيورى  لاندې  د ضياء الدين  په  مرسته  جوړ شوے  د موسيقۍ  پروګرام  وۀ، هارون باچا  د پروګرام   سندرغاړے  وۀ ډاکټر خادم حسېن  او زۀ (رحمت شاه سائل)  مشران  مېلمانۀ  وو او د لرې  نزدې  ډېر  پښتانۀ راغلى  وو  چې  پکښې  نجيب  يوسفزے  د پاکستان  نه  راغلے  وۀ  او جان عابد او عمر خان د بلجيم   نه، ذاکر ايډوکيټ  د مانچسټر  نه، جوهر لونګين  او نور ډېر پښتانۀ  د لرې  لرې  نه  د ډاکټر اسرار  د خاندان  څو  تنه  هم  راغلى  وو، محفوظ جان او د هغوى  نور ډېر دوستان. 

 

اکبر خان، نصير احمد، قربان على  او نورو ډېرو ملګرو ځوانانو  دغه  مجلس  د خپلو انتظامى صلاحېتونو په برکت ډېر کامياب کړو د دې  مجلس سټېج  سېکټرى  ذاکر حسېن ايډوکيټ  وۀ  او  په  دې  مجلس  کښې   د زړۀ  د اخلاصه  بنګړې  واچولې  شوې  چې  پکښې  يو آئينه  هم  شامله  وه   هغې  کو چانۍ  کپړې  اغوستې  وې  په  دغې  مجلس  کښې  زنانو  هم ګډون  کړے  وۀ  مونږ  په  کابل  دربار کښې  هم  زوړندې  ډوډۍ  اوخوړې. په 9  تاريخ  د باچا خان  په  ياد کښې  ډېر  موثر  پروګرام  اوشو، راقم  خپله  ليکلې  مقاله   واوروله  او  د هغې  انګرېزى  ترجمه  هم  واؤرولې  شوه.  بيا يې  راته  د نظم   هم  دعوت  راکړے شو او بيا  د تصويرونو  او  د يو  بل  سره  د فون  او  فېس  بک  د نمبرو  تبادله  په  ډېر ګرم  جوشۍ سره  اوشوه. 

 

په 11 تاريخ   مونږ  د شکسپېر  کلے  اوليدو  د هغۀ  د ښار  او  مقبرې   ننداره  مو  اوکړه دا ښار  زما  خوښ  شو  د دې  د آباديو  په  رنګ  او طرز کښې  هم  ډېر  فرق  وۀ  د هغۀ  مقبره  ډېره شانداره  جوړه  وه. مونږ  يو  پروګرام د بى  بى  سى  سره  هم  لرۀ  چې  ريل  کښې  روان  شو  دا  زمونږ  درېم ځل  وۀ  چې  لندن  ته  لاړو د بى  بى  سى  ملګرو  سره  مونږ  ډېر  ښکلے   وخت  تېر شو  ډېرې  نوې تازه  خبرې  مو  واوريدې  زما سره  هغوى  دوه  انټرويز  اوکړې  او زما  د ملګرى  سره  يې  انټريو اوکړه  په  دې  سفر  کښې  زمونږ  سره  فضل  راهى صېب  وۀ  هغه  ډېر  خوارى  کښ  ملګرے  وۀ په  اهمو  موقعو يې  ډېر  تصويرونه   اخستى  وو  او ډېر  يې  په  فېس  بک   نشر  کړى  هم  وو.

 

 زۀ  چونکه  په  دې  حالاتو  او احساساتو يوه  سفرنامه  ليکل  غواړم  په  هغې  کښې به  په تفصيل   سره  دا خپل  احساسات  د ملګرو سره  شريکوؤم   خو فى  الحال  لا  زۀ  اوس  هم  ډېره ستړيا  محسوس  کوم  خو  حضرت زبېر زبېر  راته  فون  کړے  وۀ  چې  کۀ  يو  روداد  پرې  اوليکے او  د "پاڅون"  د دوستانو  سره  يې  شريک  کړم  نو غټې  غټې   خبرې  مې  څۀ  نه  څۀ  نوټ  کړې. مونږ  د شېکپېر  مقبرې  ته  هم  تلى  وو  د هغوى  د ابدى  آرام ګاه او د هغوى  د ښار خبرې  هم  ضرورى دى خو دا به  هم  په سفرنامه کښې  اوکړم 

 

مونږ د شکسپېر  په  هغې  سکول  کښې  اوګرځيدو  چې  هغۀ  پکښې ابتدائى  تعليم کړے  وۀ  زۀ  په  هغو بېنچونو کښيناستم  په  کوم  چې  به  هغه  ناست  وۀ  او  په  کومه  کرسۍ  چې  به  د وړو  استاد لکچر  ورکو  د نن  د استاد  نه  مې  د هغې  وخت  د تعليم  او  تاريخ  لکچر واوريدو.

 

 د خدائے  په  امان.

- رحمت شاه ساېل
بېرته شاته