(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یادونه، افسانې

[25.Dec.2017 - 19:19]

یادونه  

لېک: قیصر اپریدی

یو ځل ئې محب وزیر د ځان سره روان کړۀ وېلې " راځه د کتابونو یو داسې دوکان درته ښایم چې ستا د ایماني استفادې د پاره ډېر موزون دے، د بنارس نه د فرنټئر غاړې ته لږ ورتېر ځاې کښې د یو ماما دوکان وۀ خاص خبرې ئې درې وې،  کتابونه پکښې د پښتو وو ' مالک ئې بابا وۀ او بابا ځان ته بستره غوړولې وه! ځمکه به له ځایه خوځېده خو بابا به د بسترې نه نۀ خوځېدو،  محب لاړ شي یو کتاب واخلي او درې په بډه ووهي د کتابي سرقې په دې تسلسل کښې محب د درځن کتابونو د پاسه یو ورځ د زلمي هېواد مل کتاب ( پښتو نثر اتۀ سوه کالههم په خپل سرقه ایز ملکیت کښې داخل کړو او د فاتحانه مسکا سره کمرې ته راننوتو،  جوړ تسنیم یو دم له ځانه ورته ملا جوړ کړو:

 "" ظالمهظالمهپه اخرت کښې به درنه تپوس کېږي،  بیا به شرمېدلے هلته ولاړ وې،  تا خو د بسترې بابا لوټ کړو "

محب ورته کټا کټ په خندا شو وې:

 

"" مامانو د ایماني استفادې دا لاره خو تا راښودلې ده په اخرت کښې خو به راسره تۀ هم سم ټیټې سترګې ولاړ وې ""

د تسنیم برجسته جواب خو واورئ:

د ایماني استفادې لاره ما درښودلې وه خو ما د ( اتو سوو کالود استفادې خو درته نۀ وو وېلي . ""

.........

 

تورې زلفې ئې په سپینو لېچو زانګي

ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه

د رحمان بابا دې شعر هغه وخت زما په تصوراتو کښې غزونې کړې وې کله چې د جشنِ فېض په مشاعره کښې ما تسنیم ته خلۀ ورنزدې کړه ما وې 

"" ماما!  ""

بیا یو دم مې خلۀ ترې را دېخوا کړه، په ځواب کښې تسنیم غوږ رانزدې کړو او د وروزو په اشاره ئې تپوس وکړو چې "" ولې؟  څه خبره شته څه؟؟

ما بیا خلۀ وروغزوله،  ما وې 

"" ماما دا ښۍ غاړې ته چې ناسته ده،  دا 

تسنیم په مدعا ورسېدۀ خپل غوږ ئې رانه جدا کړو او په رازدارانه انداز ئې ښۍ غاړې ته سترګې واړولې،  یو څو سیکنډه ماتل غوندې شو او بیا ئې خلۀ رانزدې کړه وائي

"" لونګینه خو ده ""

ووستو که څه هم تسنیم په ما ګوته وچتوله چې قېصر ترې کړۍ شپه سترګې نۀ دي اخوا کړې خو زۀ سوچ کوم چې که دا هر څه تسنیم ملاحظه کړي دي نو مطلب ئې دا دے چې دۀ هم خپلې سترګې په دې ثواب مصروفې ساتلې وې،  بهرحال د مشاعرې په اختتام زۀ، تسنیم،  افتاب بدر او افضل جدون بهر راووتو،  جوړ لونګینه او د هغې فېملي تر مونږ وړاندې راوتلي وو،  مونږ د سړک یوې غاړې ته زنګېدلي خو خندني خندني روان یو او د لونګینې کورنۍ بلې غاړې ته په درنو خوبولو قدمونو روانه وه خو لونګینه ترې په قدم کښې لږه ګوښه یعني وروستو په مړو مړو قدمونو روانه وه بلکې په یو وخت کښې خو بیخي اټاله شوه او زمونږ خوا ته ئې دوه ځله مخ راستون راستون کړو،  دې وخت کښې افتاب بدر ماله ټېله راکړه وې 

" ظالمه ورشه قسم دے هم تاته اټاله اټاله کېږي "

زۀ د افتاب بدر د ټېلې سره درې قدمه مخکښې تلے وم یو دم مې مخ ورته راتاؤ کړو ما وې

" افتابهکه د هغې فېملي په ما راباندې کړل نو تۀ به مې ترې وژغورې؟؟ "

جوړ تسنیم ته هم د خبرې موقع په لاس ورغله وې ئې 

"" ورشه ورشه،  اول خو به څه داسې خطره راپېښېږي نۀ،  او که راپېښه شوه نو مونږ وربخښلے ئې ""

ددې خبرې سره افضل جدون یو لوې خړتے وویستو، افتاب بدر، زۀ او تسنیم ورسره هم په خندا شوو،  په دغه خندا خندا کښې مخ په وړاندې زمونږ او د لونګینې دوي د پرمختګ لارې هم جدا شوې خو عجبه دا وشوه چې مخې ته د اوو اتو سپو رمه زمونږ استقبال ته ولاړه وه او ټولو راپسې په غپ غپاړي خلې راپرانستې،  د سپو دې غپ غپ جوړ د تسنیم په معدې زیاته بده اغېزه وکړه او ورمخاطب شو:

"" د کاپر بچوهغه په مشاعره کښې غپ غپ لږ وو چې لا تاسو هم راته مخه کښې مشاعره جوړه کړه ""

.......................

 

انسان په هره معامله کښې هیرو نۀ وي ځینې ځینې ځایونو کښې د زیرو غوندې دایره شوے هم وي، زما باره کښې په تسنیم او د تسنیم باره کښې په ما دا انکشاف هغه وخت وشو کله چې زۀ په خپله کوټه کښې ملاست وم،  کوټه وئیل به شاید د کوټې توهین وي البته چارچوبه نوم ورسره ډېر انسیت لرلو، د یوې تشنه لب ورځې چڼېدلے ماسپښین وۀ،  په دروازه کښې مې سبورے غوندې محسوس کړو،  د یو نامعلوم تجسس د لاندې سم زۀ رامخکښې شوم او سم دغه سیورے لږ نور چارچوبې ته رادرامد شو،  د مخامخ کېدو سره سم ما وې 

"" ماما په خېر  ""

زما په ځواب کښې هغۀ ووې 

"" څنګه ئې هلکه!؟  ""

او نېغ د چارچوبې یو اړخ ته ئې ځان له د ناستې ځاې خپله خوښ کړو،  د لاس غوټه ئې یوې خوا ته کېښودله او ماته مخامخ ئې پرلت ووهلو،  د یو څو ساګانو راښکلو نه پس ئې ماته په استفهامیه نظر وکتل 

ماما په خلۀ دې برغولے شته؟؟ هغۀ ووې 

"" او کنه یرههمدغه څو بابرکته ورځې دي کال کښې یو ځل راځي نو په خلۀ خو برغولے کېښودل غواړي کنه!!!  "" ما ځواب ورکړو 

وې ئې "" ښه ""

بیا د څو لحظو د پاره خاموشه شو او ورپسې زېرِ لب غوندې بیا ګویانه شو 

""ما خو ځان سره څه لږ غوندې بندوبست هم راوړے وۀ،  ما وې ګوره که ............ ""

د لاس غوټه ئې وخوځوله،  ما چې غوټې ته په طایرانه نظر بیا وروکتل نو سترګې مې امرود امرود شوې،  جوړ یو دم مسکے شوم شونډې ته مې لاس پورته کړو او په مسواکه ګوته مې د شونډې د صفا کولو رسم په یو څو سیکنډو کښې ترسره کړو،  تسنیم چې دا برجسته منظر وکوت نو په لږ ساعت کښې ئې د خندا نه پینځه شپږ اړخونه واړول،  چې ښۀ په لوغړېدو ستړے شو نو رانېغ شو،  ماته ګوري،  خاندي او وائي 

"" یه سړیه!!!! زما یقین نۀ کېدو او همدا سوچ مې کولو   چې د مرزا غالب نه مولانا حالي څنګه جوړېدے شي ""

...................

 

زۀ ورځپاڼه وحدت کښې وم،  تسنیم په دغو ورځو کښې د کراچۍ نه د باګرام په دیدار راغلے وۀ،  یو دوه ملاقاتونه مو شوي وو خو په دغه ورځ لکه د کوم خاص مقصد ترمخه راغلے وي د لږ ساعت ناستې نه پس راته وائي:

"" ماماحمزه صېب ته نۀ ځو؟ ""

ما د کاغذ نه ورته سترګې راپورته کړې ما وې 

"" تۀ او حمزه صېب ته!!! ولې؟  د پخواني ایمان نه دې استعفا ورکړه که څه؟؟

تسنیم په فن او شخصیت دواړو کښې د حمزه صېب نه متاثره نۀ وۀ،  زما د خبرې په ځواب کښې مسکے شو وې ئې 

نۀ مسلمانهخو مشر سړے دے او بل ما لیدلے نۀ دے نو .........

ما کاغذونه راغونډ کړل، په لږ ساعت کښې مونږ د ډبګرۍ په کږو وږو کوڅو کښې روان وو،  په لاره لاره تسنیم راته ووې چې زۀ نن سبا د حمزه صېب د شاعرۍ انتخاب راغونډوم،  حمزه صېب په زربوډۍکښې هم ډېر دلچسپه سړے وۀ خو د غوږونو درنښت ئې دوه اړخیز مشکلات پېدا کړي وو،  ما خو به اکثره چې خبره ورته کوله اول به مې خلۀ غوږونو ته ورنزدې کړه بیا به مې په دواړو تشو لاسونه کېښودل او په زور زور به ورته غږېدم،  کله چې زمونږ راوچتېدو ته طبع جوړه شوه نو تسنیم خپل نوټ بک راوویستو خبره هغۀ زما د غوږ سره ورو غوندې وکړه خو حمزه صېب پرې د علاماتو نه پوهه شو وې ئې 

"" آټو ګراف غواړي؟  ""

ما وې "" اؤ باباآټو ګراف درنه غواړي ""

وې ئې "" ښه زۀ درته وېم او تاسو ئې لیکئ ""

د هغۀ د وېنا یو یو حرف او ترتیب دا وۀ 

"" دا سړے ( ریاض تسنیمماله راغلو،  د شکل نه خو معشوقه غوندې سړے ښکاري خو داسې خلق په ژوند کښې ډېرې کمې غلطۍ کوي "" حمزه بابا پرې خپل دستخط ثبت کړو 

راویان وائي چې  کله به تسنیم په ګپ کښې خپله شېخي بیانوله نو اکثر به یې وئیل چې "" زۀ ګورے ډېرې کمې غلطۍ کوم او دا زما باره کښې حمزه صېب وئیلي دي "" .

.........

تسنیم په ابتدا کښې نظمونه لیکل ډېر ئې لیکل او ډېر په جانبدارۍ سره ئې لیکل،  ماته به ئې کله کله ورو غوندې ووې:

"" ماما! تۀ نظمونه ولې نۀ لیکې هن؟؟ ""

ما به ورته وې 

"" چپ شه مړهنظمونه خو بوډاګان لیکي،  چې کله بوډا شم بیا به نظمونه لیکم،  اوس ځواني ده د غزلونو موسم دے غزلونو ته سینه ورکړه ""

زما د دا قسمه خبرو نه به هغۀ ډېر خوند اخستو،  یو ځل مې د ملګرو مېنځ کښې ازرهِ مذاق ووې چې 

"" دوي د نظمونو شاعران دي مړهدوي غزلونه چرته لیکلے شي ""

  هماغه وه چې سړي زړۀ ته واچوله،   زۀ پېښور ته لاړم د پېښور نه کوېت ته د معاشي ضرورت هواګانو یوړم او بیا ډېر کلونه پس چې کراچۍ ته راغلم نو دې دوران کښې تسنیم نۀ یوازې په جانبداره انداز غزل ته رااوړېدلے وۀ بلکې په غزل کښې یې یوه منفرده تخلیقي لاره هم دریافت کړې وه او په دې حواله د مناسب شهرت خاوند هم ګرځېدلے وۀ،  په دغه ورځ مونږ په جمع یو هوټل کښې د چایو په بهانه قبضه لګولې وه،  افتاب بدر د خپل مخصوص" شېطاني 

" اسلوبِ کلام سره ماته وائي:

"" اوس څه وائې؟ تسنیم غزل لیکلے شي کنه؟؟ "

زما یو دم هاغه خپل پخواني جرم ته خیال لاړو او په دې هم  ورسېدم چې د افتاب بدر په تپوس کښې د تسنیم سازش خبرې کوي ځکه ما هم ترکي به ترکي خواب ورلړه کړو ما وې:

"" تۀ څه وائې؟  نظم نګار تسنیم مې درته په غزل نګار تسنیم دربدل کړو که نۀ؟؟ که خېر وي بیا به تسنیم ماته د نظم لیکلو سفارش نۀ کوي ""

ددې مکالمې سره زمونږ ماحول کشت و زعفران شو تسنیم هم خندل او افتاب بدر خو د خندا نه زما په اوږه راړنګ شو

..........................

که ډېرې زما دي دا یوه پکښې له بله،  محب وزیر یو ځل راته قیصه کوله وې چې په یو وخت کښې جرس ادبي جرګه د یو داسې ازمېښت سره مخ شوه چې ټوله کراچۍ کښې د اجلاس د پاره ځاې نۀ پېدا کېدو ځکه د کراچۍ د مرکزیت نه لرې لانډهي کښې د ځلان یوسفزي یوه داسې کمره مو ناستې ته خوښه کړه چې مونږ به ورته قصاب خانه وې، راوي وائي چې د قصاب خانې غونډو ته به یو ملاطوره شاعر هم راتلو،  د حضرتِ شاعر خاص الخاص خبره دا وه چې د بنارس نه به لانډهي ته په سایکل راتلو،  د روایت ترمخه په دغه ورځ حضرتِ شاعر د تنقیدي سیشن نه پس مشاعره کښې رانېغ شو چې  "زۀ حمد وایم "،  د چا خبره چې هوسۍ هسې هم ګړندۍ وه چې لا ئې ورته ګونګروګان واچول،  د تسنیم تاثرات هسې هم د هغۀ د شاعرۍ باره کښې څه ډېر د تسلۍ وړ نۀ وو یو دم ورته راغبرګ شو:

تسنیم ..... تا رحمان بابا لوستے دے؟

شاعر ...... نۀ،  رحمان بابا مې نۀ دے لوستے

تسنیم  ...... ښه خانهتۀ بیا حمد مه لیکه 

شاعر ...... صېبهحمد ما لیکلے دے نو څنګه یې نۀ لیکم؟

تسنیم .... چا چې رحمان بابا نۀ وي لوستے هغۀ ته څه حق دے چې د خداې په لوې شان حمدونه ولیکي 

محب وزیر وائي چې یوې خوا ته د طاهر صېب دا خواهش وۀ چې د جرس غونډو ته د شرکت له پاره ډېر نه ډېر خلق راشي بلې خوا ته د تسنیم نظریه دا وه چې کوم خلق ادب ته ښکلا نۀ شي ورکولے هغوي به جرس ته څه ښکلا ورکړي،  محب وائي چې ما او طاهر صېب  ډېرې چغې ورته ووهلې چې پرېده ودې وائي خو تسنیم سړي ته لاره ور نۀ کړه او هغه ورځ ده او نن ورځ ده چې د جرس اجلاسونو کښې بیا هغه حمدنګار را وارد نۀ شو .

الله دې راته معافي وکړي زما ( راقماو د تسنیم د لاسه متعدد داسې ادبي قتلونه شوي دي.

............................

زمونږ یو مشر به وئیل چې یوه خبره مې لا په خلۀ وي او بله راته لکۍ خوځوي بیخي هماغه صورت ته زۀ ورمخ یم زړې خبرې لا روانې دي مېنځ مېنځ کښې نوې خبره راودانګي چې ماله هم ځاې راکړه،  دا اوس دوه کاله وړاندې کوېټه کښې د پښتو اکېډمۍ جهاني سیمینار کښې زۀ او تسنیم دواړه شریک وو،  تر دوو ورځو مو سرینا هوټل کښې په وي ائي پي ناشتو ګوذاره وکړه،  په درېمه ورځ سحر تسنیم راته ووې 

"" نن ئې له خپله جېبه خورو "" 

ما چې ورته وکتل نو سړے سنجیده ښکارېدو ورته مې وخندل ما وې

"" خوند ئې در نۀ کړو کنه!!!

وې ئې 

"" مسلمانهد خپل جېب خپل خوند وي ""

ما وې 

"" زۀ پوهېږم چې ستا روح کومه غذا غواړي؟  تۀ په کلتوري خوند پسې ګرځې او هغه خوند سرینا هوټل کښې نشته ""

مسواکه ګوته ئې رانېغه کړه وې چې 

"" همدغه مې وئیل خو مناسب الفاظ ورله تا پېدا کړل ""

مونږ پیاده روان شوو،  په لاره مو نرے نرے ګپ هم لګوو په هم دې موډ کښې د چایو یو هوټل ته وردننه شوو،  چاې،  روغنۍ روټۍ او ورسره ملائي مو راطلب کړل،  مونږ په خوند خوند ناشته هم کوله او خپلو کښې مو په لائیټ انداز ګفتګو ته هم دوام ورکړے وۀ،  زمونږ خوا کښې یو عام قسم زلمے ناست وۀ په یو مخ مونږ ته هم ګوري او زمونږ خبرو ته هم متوجه دے خو څه وائي نۀ، زمونږ په خبرو کښې د هغۀ مسلسل انهماک ته په کتو زما زړۀ پټه غوندې کینه هم محسوس کړه چې تۀ اوس زمونږ ددې خوارو مخونو نه غواړې څه؟ دې دوران کښې هغۀ یو نرے غوندې تپوس وکړو 

"" تاسې سیمینار ته راغلي یاست؟  ""

ما سترګې ورپورته کړې ما وې 

"" هو، سیمینار ته راغلي یو،  تۀ څنګه پوهه شوې؟ ""

"" ستاسې غاړو کښې راځوړندو کارډونو راته ووایۀ  "" هغۀ ځواب راکړو 

مونږ ناشته پوره کړې وه او چې بېره ته د پېسو ورکولو په نیت مو جېبونو ته لاس کړۀ زلمي زمونږ د دواړو لاسونه په سخت مزاحمت سره ونیول 

"" تاسې مېلمانۀ یاست ' والله که وسي،  والله که ئې ورکئ ""

:د هوټل نه چې راووتو زۀ په قدم کښې مخکښې وم تسنیم ته مې مخ راستون کړۀ 

"" اوس څه وائې؟  د خپل جېب خپل خوند دې ولیدو؟؟

تسنیم خټ خټ په خندا شو وې ئې 

"" څه وایه مۀ،  اوس ئې غبرګ کلتوري خوند وکړو "

..........

زما په اصلي او مورني نوم که خلقو کانې کړې دي نو په خلقو ئې هم سمې نخرې کړې دي،  پایاب شاه يو ښکلے او پایاب نوم دے خو چې د اپریدو د لهجې سنګرېزو ته مخ شو نو پایاؤ ترې جوړ شو، چې د شناختي کارډ په غرض د مقتدرې لهجې ښکار شو نو پیاؤ ترې جوړ شو روستو چې د عربو لهجوي تقدس وځپلو نو بیاو ترې برامد شو.

په دغه ورځ زۀ نۀ وم او تسنیم پرانا ګولیمار کښې زمونږ د مشرانو هغه لوئې ډېرې ته راغلو کومه چې د ټول مالت د مړي ژوندي یوازینۍ اسره وه،  اتفاق دا وۀ چې په دې مبارکه لمحه کښې هلته زمونږ د یو مشر نه علاوه هیڅوک نۀ وو،  تسنیم د دعا سلام د مراسمو نه پس تپوس کړے چې 

"" کاکا قېصر سره لیدل غواړم ""

مشر ورته چشمې نېغې رانېغې کړې او د هغۀ مخ ته په غور د کتو نه پس ئې ورته ووې:

"" ووړکیهتۀ غالاط ځے ته روغلے ئې اِدې نومې ساړے خو دېلې نیشته "

تسنیم د تسلې ورکولو په انداز ورته ووې چې 

"" کاکاغلط نۀ یم زۀ څو څو واره دلته راغلے یم قېصر هم ددې ځاې سړے دے ""

خو مشر ورسره مباحثې ته بډې راښکلې او تسنیم ته ئې دا باور ورکولو چې د دوو کالو د ماشوم نه نیولے د اتیاو کالو تر بوډا پورې زۀ یو یو سړے دلته پېژنم او دا چې:

" یا خو تۀ لېونے ئې او یا ما لېونے کول غواړې ""

د دوي همدغه مباحثه نکته عروج ته رسېدلې وه او تسنیم لا د کاکا د امسا ګوذار نۀ وۀ خوړلے د خوشبختۍ نه د کاکا وړکوټے نمسے ډېرې ته رادننه شو، ورکوټي چې د صورتِ احوال جاج واخستو نو نیکۀ ته مخاطب شو:

"" خان ابادا سړے درته سهي وائي،  قېصر د پایؤ شاه دویم نوم دے هغه په دې نوم شاعري کوي او کتابونه لیکي ""

دلته خو خداې د خېر فرښتې وګرځولې خو وروستو شامت زما راغے ماښام چې ډېرې ته راغلم مشر راته وائي:

ووړکیه! خلاې دې په خېر که دا څو نومې دې په ځون یښې دي و شاعري اَم کوې؟ ""

بلخوا تسنیم چې په بله ورځ ولیدم نو خندل ئې وې چې "" ستا باره کښې مې نن داسې انکشاف ترلاسه کړو چې په ادبي نړۍ کښې به د خندا انقلاب راولي خو في الحال چاته نۀ وایم چې ستا اصلي نوم پایو شاه دے ""

.....................

د خپلې جرګې او ادب سره د کمټ منټ ئې دا حال وۀ چې کله کله به ئې د اخلاقیاتو سره هم لوبو ته زړۀ وشو،  کراچۍ کښې د یو نامي ګرامي شخصیت مور بي بي په حق رسېدلې وه،  محب وزیر د یو ذمه دارانه موډ سره تسنیم ته مخ واړولو وې ئې

ماما د فلاني صېب د مور دعا له نۀ ورځو؟

تسنیم د مقصد او مزاح په مرکب نظر ورته وکتل او بیا یو دم په نرمه حکیمانه لهجه ورته وائي:

"" مسلمانهور به شُو کنه، څو ورځې ګورو که چرته څه ادبي پروګرام مو راجوړ کړو ور به شُو،  دعا به ورته هم وکړو،  ګپ به ورسره هم تازه کړو او په آخر کښې به په انټروشي کښې ورته د فنډ مدعا هم بیان کړو،  ګوره په تشو لاسونو خو دعاګانې نۀ کېږي او نۀ د تشو لاسونو دعاګانې قبلېږي ""

په داسې موقعو د محب وزیر د خلې نه چې کوم برجسته کټکټارے ووځي د خندا ددې اسلوب نقل به د غټ نه غټ اداکار هم ونۀ کړلے شي .

...........................

یوازې په عامه ناسته پاسته کښې ئې د چا د چېړلو نفسیاتي تکنیک نۀ کارولو بلکې تسنیم په تحریري چېړچاړ کښې  هم یدِبېضا لرله، مثلًا کراچۍ کښې به مونږ دواړو د یو بل په غزلونو د پاسه غزلونه لیکل دا زمونږ یو شخصي او بېن الفردي پرېکټس وه،  کله چې زۀ پېښور کښې ورځپاڼه وحدت کښې وم نو د تسنیم نه خپله نفسیاتي ورانکاري دلته هم هېره نۀ شوه،

"" د قېصر اپریدي په نوم ""

یو نظم ئې وحدت ته راولېږلو،  د نظم شاتني تاثرات داسې وو لکه هغه ما د جمود له خوبه ویښول غواړي،  په ځواب کښې ماته هم دا ثبوت باهم رسول ضروري شول چې:

" مسلمانهویښ یم وودۀ نۀ یم "

په ځواب کښې مې یو غزل ولیکلو او په وحدت کښې چاپ شو ' د غزل د تاثیر په حواله وروستو د افتاب او محب دوي د خلې نه خبر شوم چې کله دا غزل تسنیم ولوستو نو په وچت غږ ئې ووې چې 

"" په وحدت کښې تېر یو کال کښې چاپ شوو ټولو غزلونو کښې دا انتخاب غزل دے ""

ددې غزل ځینې ځینې شعرونه به تسنیم ډېر تکرارول مثلًا

آسمان او ځمکه د باګرام،  څه درته ووایمه

خو بس یو لوښے دے برغولے پرې نسکور پروت دے

...........

د جرس ادبي جرګې ټولو ملګرو به یو بل په " ماما " مخاطب کولو او که رښتیا وئیل بیخي زیات ضروري وي نو دې مخاطبې د تسنیم نه رواج موندلے وۀ، په دغه ورځ حېران مومند کراچۍ ته راغلے وۀ د ښه مرغه ډاکټر خادم حسېن هم موجود وۀ او مونږ ټول د کراچۍ ملګري ورته د تسنیم بېټک کښې راغونډ شوي وو

دوه دوه نیمې ګېنټې ښۀ لچکدار ګپ شپ وچلېدو او زمونږ په مېنځ کښې د ماما مخاطبې یو زوږ جوړ کړے وۀ، مونږ ته څه پته وه چې حېران مومند نکته راټینګه کړې ده خو د خلې نه به یې هله غورځوي کله چې د مجلس اختتام وشي، د مجلس په اختتام حېران مومند غلي غلي وخندل وې یې 

"" تاسو ماته دا ووایئ چې په تاسو کښې خورئے څوک دے او ماما څوک دے؟ ""

مونږ ورته په ګډه متوجه شو حېران سمدستي خپله خبره په دې فقره پوره کړه 

"" ظالمانو ټول د یو بل ماماګان یئ """

تردې وړاندې په هم دې محفل کښې زما یوې خبرې هغه وخت یو خوشګوار تاثر پېدا کړو کله چې ما د ناستو ملګرو نه پوښتنه وکړه چې "" هغه کوم اهم سعادت دے چې دې ناستو کسانو کښې هیچا ته حاصل نۀ دے مګر ډاکټر خادم حسېن حاصل کړے دے؟ ""

ټول د څو شېبو د پاره فکر یوړل خو اخر ماته یې ټاسک راکړو چې دا انکشاف هم تۀ وکړه، کله چې ما ووې چې دا سعادت یوازې ډاکټر خادم حسېن ته حاصل دے چې تسنیم په ورکوټوالي کښې دۀ لیدلے وۀ نو د ټولو ملګرو سره خپله ډاکټر صېب او تسنیم هم د خندا نه شنۀ شول 

.................

 

د تسنیم په "" نېکنامۍ "" کښې چرته چې د روښان یوسفزي د تربیت لوې لاس دے هلته د افتاب بدر مسلماني هم د نظر انداز کولو نۀ ده.

په دغو ورځو کښې زۀ د کوېت نه په چوټۍ راغلے وم او د تازه ترینو نزاکتونو کماحقه ادراک مې نۀ لرلو، افتاب بدر او تسنیم راته یوه مقدمه د قضاوت د پاره مخې ته کړه او ما هم د مناسبې پلټنې نه بغېر خپله فېصله په دې الفاظو ورکړه:

"" د کوم ځوابي لیک نه چې طاهر صېب تسنیم منع کولو هم هاغسې ځوابي لیک خپله طاهر صېب د شېر شاه ترخوي د لیک سره جوخت په جرس کښې ولې چاپ کولو ""

په دې سره تسنیم او افتاب بدر د خپلې فتحې په خوشحالۍ کښې ناست ټول ملګري ماته متوجه کړل او وې یې چې دا یو داسې دلیل دے چې د طاهر صېب ټولو وجوهاتو ته ځواب ورکوي،  هغه ورځ او ورپسې بیا نورې ورځې هم تېرې شوې زۀ بیا کوېت ته لاړم، څو ورځې پس شرنګ شو چې د طاهر صېب خط راغلو د نورو ګیلو مانو نه علاوه یې راته دا هم لیکلي وو چې "" تا یکطرفه فېصله کړې ده زما موقف دې نۀ دے اورېدلے ""

زۀ په قیصه پوهه شوم، کښېناستم او د زړۀ د اخلاصه دعا مې وغوښته چې 

"" یا الله څنګه چې تسنیم او افتاب بدر زما او د طاهر صېب مېنځ کښې جنګي کېفیت پېدا کول غواړي د تسنیم او افتاب بدر مېنځ کښې درنه د نولي او پیشو جنګ غواړم  ""

د تسنیم او افتاب بدر مېنځ کښې دغسې کوم خونړے جنګ خو ونۀ شو البته څه موده پس خبر شوم چې افتاب بدر کراچۍ پرېښې ده او تسنیم نن سبا د خپل سیوري سره خبرې کوي .

............

د څو ګېنټو د پرله پسې اواره ګردۍ نه پس یوې خواته کښېناستو، په دغو ورځو کښې د هغۀ وادۀ نۀ وۀ شوے، ماته یې غلي غوندې په تبسم امېز نظر وکتل او په خپل مخصوص شرارتي انداز کښې راته وائي "" ستا د ټبر برداشت او تحمل ته چې ګورم نو د غالب د فرمان برداره ټبر سوانح عمري مې مخې ته ودرېږي "

ما وې  "هغه څنګه ؟"

وې چې " غالب خپل ټول عمر بې مونځه بې اودسه په مېنوشۍ کښې سرشار،  او بې کاره بې روزګاره تېر کړے وۀ او ټبر ئې ورسره هره لوږه تنده تېره کړې وه خو مجال دے که د شکایت حرف ئې په شونډو راغلے وي ایله چرته د عمر په آخري ورځو کښې ئې ورته ډېر په ادب مګر زېرِ لب غوندې ووې چې "" اجی کبهی کبهی نماز بهی پڑھ لیا کریں نا ""

 

زما هم یو پوټے شرارت ته زړۀ وشو ما وې " ډېره مننه ماماچې زۀ دې د غالب سره تشبیه کړم "

خو ماما زما په منافقت لکه د اول نه رسېدلے وي، خلۀ ئې رانزدې کړه وې ئې " خانهخانه! زۀ ستا او د غالب د مشابهت خبره نۀ کوم، ستاسو دواړو د ټبرونو مېنځ کښې د مشابهت خبره کوم "

په دې سره مونږ دواړه په خلاص زړۀ په خندا شو او بیا تر ډېره وخته مو د خندا نه خندا ته جواز جوړولو

.........................................................................

 

په ریګل چوک کښې به د اتوار په ورځ د زړو کتابونو ارزان بیه غوندې بازار لګېدو، زمونږ معمول وۀ چې د هر اتوار په ورځ به دې بازار ته راچکر کېدو، په دغه ورځ ئې راته ووې "" څنګه چل کوو؟ دې بازار ته ورتېرېږو نۀ؟؟ "

ما ورته شرارتٌا ووې " بازار کښې څه دي مړه! "

دۀ د خپلې مخصوصې ټېمپو سره جواب راکړو "" مسلمانه! کتابونه کنه ""

ما وې "" نو کتابونو کښې څه دي؟

یو شېبه سوچ ئې وکړو بیا وائي "" په کتابونو کښې علم وي ""

 ما ځان لږ مایوسه غوندې کړو او بیا یو دم مې تپوس ترې وکړو "" تاته پته شته؟ ""

وې ئې "" نۀ، د څه؟ "" خوابي تپوس ئې وکړو 

ما وې "" علم ټول په غلطه لاره روان دے ""

په دې سره مونږ دواړو ښۀ ډېر وخندل او بیا چې کله هم د ریګل خبره راغلې ده نو دۀ به ورو غوندې وئیل

 

"" څنګه چل کوو؟ لږ ورځو نۀ، چې د علم د صورتحال جاج واخلو؟؟  ""

.......................

محب وزیر په تازه عمر تازه تازه کراچۍ ته راغلے وۀ او ادب ته هم تازه تازه راګډ شوے وۀ، د تسنیم سره یوه کمره کښې وسېدو، په دغه ورځ ما یو شعر ووې چې په هغې کښې د بهرام ذکر وۀ، محب یو دم تسنیم ته مخ واړولو او په معصومانه مګر بیړني انداز ئې تپوس ترې وکړو:

"" ماما! دا بهرام څوک وۀ؟؟

د محب تپوس څه وۀ چې ماما ئې د جلال انتها ته ورسېدو، د لاس پنجه ئې ورته مخامخ ونیوله او وائي:

"" مسلمااااانه! زۀ بیا بیا تاته وایم چې مطالعه کوه مطالعه کوه، نو تۀ چې شهزاده بهرام او ګل اندامه هم نۀ پېژنې نو په نورو ژورو او تاریخي تلمیحاتو به کله او څنګه پوهېږې؟ په دې وخت کښې هغۀ ته خندا هم ورغله او د خندا سره ئې مخ کښې د جلال او جمال امېز رنګونه راڅرګند شول

..................

 

د جرس ادبي جرګې ابتدائي اجلاسونو کښې زما او د تسنیم نه علاوه نور څلور واړه ملګري مشران وو د مشرانو نه زما مراد طاهر اپریدے،  سعید ګوهر، فهیم سرحدي او باچا خان قاصر ديپه دغه ورځ ما د تسنیم په صلاح اجلاس کښې د اردو نه ترجمه شوے غزل د طبعزاد په نوم واورولو اګرچې نوم مې پکښې د شاعر تکرار کړو خو مجال شته که د مشرانو پرې شک راغلے وي بلکې ښۀ اخلاص مند داد ئې راکړو، د اجلاس نه پس زۀ او تسنیم یو بل ته مسکي مسکي کېږو کله د یو کله د بل مشر مخ ته ګورو، جوړ طاهر صېب راباندې شکي شو او په اپریدواله خندا کښې ئې ووې:

"" توسو بیا څه حرامتوب کړے ده؟؟ ""

خو کله چې مونږ ورباندې د غزل د ژباړې انکشاف وکړو نو څلور واړه مشران حېران او خندان شول، په دې موقع د سعید ګوهر صېب دا فقره مې اوس هم یاده ده:

"" وام له طبعزاد څخه زیات خوند مې ورڅخه واخست ""

............

و خپله د خپل سفارت په غرض د جرس اجلاس ته راغلو،  طاهر صېب خو ورسره د خپل خاص مزاج مطابق په تړمه او نرمه لهجه کښې خبرې کولې خو  د تسنیم سږے دومره یخ کله پاتې کېدے شو زما د یادونه فسادونه مطابق اسلام نګار به بیا بیا دا زباتنه کوله چې څلوېښت کاله مې د ژبې خدمت کړے دے جوړ د تسنیم سږے ورته غرغنډه شو د طاهر صېب نه پرې ور وړاندې شو:

تسنیم .......... څو کاله خدمت دې کړے؟

اسلام نګار ....... پوره څلوېښت کاله 

تسنیم .......... ددې سره چې شل کاله نور ملګري کړې څو کاله شول؟

اسلام نګار ..... شپېتۀ کاله 

تسنیم .......... په شپېتو کالو سړے ریټایرډ کېږي خانهتۀ اوس بس پېنشن ته کښېنه ښه ""

 زما حافظه وائي چې د تسنیم په دې خبره که یو اړخ ته ټول اجلاس په خرش او ټرش سر شو بل اړخ ته د اسلام نګار د تخلص سره چې ( الفور زیات کړې نو مجسم هغه ترې جوړ شو یعني    انګار

- قیصر اپرېدی
 بېرته شاته