(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترهګرۍ روان جنګ

[24.Jun.2017 - 18:09]

لیک: عظم الدین علیمي

درنو دوستانو له آر ټي څخه د يو مهم ژباړلي مطلب تر وړاندې کولو دمخه غواړم د ترهګرۍ د روان جنګ په اړه يو څو کرښې خپل نظر وليکم:

 د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې له پيله , پاکستان, انګلستان او امريکا په گډه, له آمو تر اباسينه د افغانانو بشپړه ځپنه په پام کې لري. د ديورند کرښې په لره غاړه کې, د ترهګرو لپاره پټنځايونه د دوي د استخباراتو په خپلمنځي همکارۍ کې برابريږي, تر څو هلته د پښتنو پر  ضد د روان وحشت او دهشت لړۍ دوام ومومي. له امو تر اباسينه په هره سيمه کې ترهګري د دوي لخوا تنظيم شوې ترهګري ده. د سنجول شوي ترهګريز وحشت او دهشت يوه موخه د محکومې پښتونخوا په څېر د آزادو قبايلي سيمو محکومول او په ټوله پښتونخوا کې د آزادۍ د غږ خاموشول دي. دا يوه دولتي ترهګري ده, ځکه چې ترهګرپال دولتونه يې تر شا ولاړ دي. 

د پورتنۍ ادعا د ثبوت لپاره بيلګې زياتې دي, دلته د دوه يا درې بيلګو په يادونه بسيا کوم:

ــ هغه مهال چې د ملا عمر مرستيال, ملا برادر او څو تنه ملګري يې, له کابل سره سولې ته چمتو شوي وو هغوي په پاکستان کې ونيول شوو. د رسنيو خبرونه دا وو چې هغوي سي آي اې او آي اس آي په ګډو عملياتو کې گرفتار کړل او په بنديخانو کې يې شکنجه کړل. دا په داسې حال کې چې په کوټه او پيښور کې د طالبانو شوراګانو شتون درلود او لري يې.

ــ دوه يا درې کاله مخکې د لطيف محسود په نامه, په اصطلاح, د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ يو غړی د افغانستان له دولتي مقاماتو سره د کتنې لپاره کابل ته روان و چې امريکايي کوماندو له افغاني لوري څخه په لوګر کې په زور سره ترلاسه او پاکستان ته يې تسليم کړ.

ــ پاکستان ترهګرو ته د پنجاب په ايالت کې پوځي روزنه ورکوي او په پښتونخوا کې ورته پټنځايونه برابروي. وايي چې لاهور ته نږدې په مريدکي نومي ځاي کې د ترهګرو د روزنې تر ټولو لوي مرکز شتون لري او همدارنګه ويل کيږي چې په هريپور کې ايبټ اباد ته نږدې د ترهګرو د عملي تطبيقاتو لپاره له پخوا راهيسې تو نلونه جوړ دي. بن لادن هم په ډرامه يي توګه اسلام اباد ته نږدې په ايبټ اباد کې ونيول شو.

دا مهال د ټرمپ اداره غواړي چې د پاکستان له پوځي ادارې سره د پخوا په شان همکاري ته دوام ورکړي. په دې مانا چې ترهګر به په پنجاب کې روزل کيږي, په پښتونخوا کې به ځاي پر ځاي کيږي, افغانستان ته به يې د جنګ لپاره استوي او ځينې به يې د استخباراتي ادارو په همآهنگۍ کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بمباروي او پنجاب به د خلکو د تيرايستنې لپاره د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو پر سر له  امريکا سره د زرګري مخالفت نارې وهي.

اوس ژباړلي مطلب په لاندې ډول وړاندې کيږي:

آر ټي ــ نېټه: 22.06.2017 د گرينويچ وخت 19:02

 

اسلام اباد د امريکا د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه ددارنګه رپوټونو په منځ کې غندي چې وايي ټرمپ په پاکستان کې داسې نور بريدونه په پام کې لري.

پاکستان پر خپل قلمرو باندې د امريکا د ډرون بريدونه د داسې رپوټونو په منځ کې سخت انتقاد کړل چې وايي د ټرمپ اداره به دارنګه عمليات, په ګاونډي افغانستان کې, د طالبانو د مهارولو لپاره پراخ کړي.

واشنګټن داسې ګڼي چې پاکستان, افغان طالبانو او نورو اسلاميستو جنګياليو ته چې د امريکا له ملاتړه د برخمن کابل حکومت پر ضد جنګيږي, پناه ورکړې ده. اسلام اباد دا ادعا په پرلپسې توګه ردوي. په دې وروستيو کې امريکايي مقاماتو ويلي دي چې شونې ده چې د ټرمپ نوې افغان پاليسي د پاکستان په قلمرو کې د ډرون پر زياتو بريدونو مشتمله وي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت نطاق وويل چې اسلام اباد د پاکستان پر قلمرو د دارنګه بريد غندنه کوي. نفيس زکريا وويل, " زموږ دريځ دادی چې د ډرون د بريدونو اغېز منفي او د پاکستان پر ملي حاکميت تيری دی. " خو وياند زياته کړه, " پاکستان له امريکا سره خپلو اړيکو ته اهميت ورکوي. " 

څرنګه چې په افغانستان کې د امريکا د ترهګرۍ ضد جنګ شپاړسم کال ته ننووځي, رپوټونه وايي چې د ټرمپ اداره به په هغه هيواد کې, د ويجاړيدونکي امنيتي حالت سره د مقابلې په هڅه کې چې طالبانو او نورو افراطي ډلو په کې پرمختګ کړی دی, د امريکا پر افغان سياست نوې کتنه وکړي. رويټر د امريکا د لوړپوړو مقاماتو له  قوله وايي چې سپينه ماڼۍ به له پاکستان سره پر اړيکو زيات ټينګار وکړي. رسمي مقام د نوم نه يادونې په شرط وويل, " موږ  واقعا هيڅکله په څرګنده توګه د پاکستان پر وړاندې خپله ستراتيژي نده مشخصه کړې. ستراتيژي به په ډېره روښانه توګه ووايي چې موږ په مشخص ډول له پاکستانه څه غواړو. "

د امريکا نورو مقاماتو شک ښکاره کړ چې ګنې " د مکافاتو او مجازاتو مخلوط " به اسلام اباد د امريکا د غوښتنو پر وړاندې ځواب ويونکی کړي. خو رپوټ وايي, سره لدې به هم واشنګټن پر اتومي وسلو له سمبال پاکستان سره, که څه هم نيمګړی پارټنر وګڼل شي, ګډ کار وکړي.

په پاکستان کې د امريکا د ډرون جنګ, په 2004 کال کې, د بوش په اداره کې پيل شو. د بريدونو کچې د اوباما په دوران کې چټکه وده وکړه او په 2010 کې د ډرون بريدونه اوج ته ورسيدل.

په پاکستان د ډرون بريدونو احصائيه له يوې منبع تر بلې منبع په جدي ډول تغيير مومي. د 2016 کال د فبرورۍ په مياشت کې د امريکا نظامي رسمي ارقام, د 12 کالو په موده کې, د سر زيان 3058 ښيي چې په دغه شمېر کې 286 ملکي وګړي او 274  "نور " شامل دي. د تحقيقاتي ژورناليزم دفتر د اټکل په حساب, په ياده موده کې, د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې, له 2497 څخه تر 3999 پورې خلک وژل شوي دي چې 200 يې ماشومان وو.

د ډرون بريدونه د افغان اوږدمهالي جنګ اړينه برخه ده. په دغه اوونۍ کې د پنتاګون د 6 مياشتني خپور شوي رپوټ له مخې, د امريکا ستراتيژيستان وايي چې په نږدې راتلونکې کې سولې ته د افغانستان د رسيدنې وړاندوينه کيدونې نه ده. رپوټ چې سرليک يې " په افغانستان کې د امنيت او ثبات زياتوالی " دی, خبرداری ورکوي چې هيواد د 20 شورشي او ترهګري شبکو له " پرلپسې گواښ " سره مخامخ دی چې د امريکا د دفاع وزارت " په نړۍ کې د افراطي او ترهګرو ډلو د ډېرې لوړې کچې تمرکز " ونوموه.

ژباړن ــ ع. عليمي

 
- عظم الدین علیمي
بېرته شاته