(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ننګرهار ولسونه د خلافت او امارت ..

[19.Sep.2015 - 22:19]

د ننګرهار ولسونه د خلافت او امارت په اور کې ..
 
لیک : ضياءالحق امرخېل دملي ثبات مشر
 
ننګرهار  دعلم او فرهنګ د ټاټوبي  دستر وياړ  ترڅنګ کلونه کلونه  هغه مهال چې ټول هېواد  د داخلي جنګونو داور په لمبو کې سوځيدو د هېوادوالو لپاره دسولې کور حيثيت درلود او ټولې هغه خواوې او جهادي تنظيمونه چې په نورو ځايونو کې ديواوبل وژلو ته تږي ناست و خو په ننګرهار کې به  بيا همدا ډلې پر يو دسترخوان راټولې او په خپلو منځونو کې لکه د يوه کاله اوسيدونکي ژوند کولو  هغه وخت ننګرهار درانه مشران او مخور درلودل چې دټول ختيځ غم يې خپل غم او دخپل وجود ټوټه بلله خو داچې د تيرو لسو کلونو راهيسې ننګرهار داور په لمبو سوځيږي ورځ تربلې يې وضعيت خرابيږي هم ددې سيمې مخور، ضايعي چارواکي او هغه چې د لوي ننګرهار د مشرۍ دعوه کوي ګرم بلل کيږي.
د ننګرهار اوسنی وضعيت جدي او د انديښنې وړ دی  او لا داحالت په ټول هېواد ناوړه اغيزې لرلی شي په وروستيوو شپږو مياشتو کې د خلافت په نوم داعيش وسلوالې ډلې او امارت په نوم  طالب وسلوال دخپل منځي رقابتونو او نښتو له امله په ختيځ کې داسې وحشانه کړنې ترسره کړې چې بيلګه يې په انساني او افغاني تاريخ کې نشته دسيمې مشران او مخور په ډله ايز ډول په بمونو کښينول او بيا الوځول دهغه وحشت يوه بيلګه ده چې وجدان پرې ټکان خوري، په سيمه کې د داعش او طالبانو لخوا د سيمې اوسيدونکو مال،ځان او شتمني  خوندي نه ده که طالب په زوره دسيمې خلکو په کورونو کې شپه تيره او ډوډۍ ترې وخوري داعش يې طالبانو سره په پلوي سرونه غوځوي  مال او کورونه يې سوځي ،برعکس طالبان هم په هغه سيمو کې چې داعيش د خلکو  دکورونو څخه سپر جوړ کړی دهغې سيمو په نيولو سره دخلکو کورونه د داعش دپلوي په تور سوځي  چې عملا په سيمه کې حکومت د ددغه دواړو ډلو د جنګونو او نښتو سيل کوي او د خير په غونډۍ ناست دي چې داحالت په هيڅ صورت سره نه د ختيځ او نه مملکت په ګټه دی.
حکومت د قانون د پلي کوونکي ارګان په توګه مسوليت او دنده لري چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي د ننګرهار۸څخه په زياتو ولسواليو کې داعش او طالبانو د يوبل پروړاندې سنګرونه جوړ کړي او عملا ديو اوبل پروړاندې جنګيږي، په سل ګونه ښوونځي دزده کوونکو پرمخ تړل شوي  او لا تړل کيږي چې دعلم دنعمت څخه دکوچنيانو محروميت او دښوونځيو تړل دسيمې اوسيدونکو لپاره د زغم وړ نه دی.
 ولايتي مسولين دې د بل په شر کې خپل خير نه لټوي او دجنګ ننداره دی نه کوي ځکه د همدې بل شوي اور  له امله ولس دسيمو پريښودو ته مجبوريږي او په سره ګرمۍ کې د ننګرهار په شاړو دښتو کې شپې  تيروي چې پايلې يې د حکومت په زيان او ددغه بل شوي اور په لمبو کې به  خدای مکړه  ولس او هم حکومت  يوځای وسوځي.
که په ننګرهاريانو راغلی وضعيت خدای مکړه دبل ولايت په اوسيدونکو راغلی و اوس  به له ولسمشره نه تر ولس کشره ټولو دسيمې خلکو دخلاصون لپاره غوغا جوړه کړې  او ديادې ستونزې  د اواري تکل به يې کړی و، خو له بده مرغه لوي ننګرهار چې دهېواد دسياست په ټاکلو کې رغنده رول لري هر وخت دمرکزي حکومت له عينکو پنا  او څنډې ته پاتي کيږي.
هغه چارواکي چې د نظامي دريشۍ په اغوستلو او ټوپک په لاس دجګړې لومړۍ ليکې ته ځي او يا د تللو تکل کوي په حقيقت کې د ولس له غمه مړه نه  بلګې د خپل کلسترول او جربۍ دکمولو هڅه کوي او دولس په سترګو کې خاورې شيندي، موږ د ننګرهار روان وضعيت دټول هېواد په ګټه نه بولو په ولسمشر د وسلوال فوځ دسر اعلی قوماندان په توګه غږ کوو چې دننګرهار او ختيځ د ژوغورولو لپاره  په امنيتي، انکشافي او ولسونو ته دښه او موثرو خدمتونو په وړاندې کولو کې بيړني ګامونه پورته کړي او ختيځ دخپلو ژورو  او هراړخيزه اصلاحاتو  تمرکز وګرځوي.
د امنيتي ځواکونو سرښندنې   دقدر وړ دي  خو له دغه ځواکونو دا توقع کيږي چې دننګرهار لرې پرتې سيمې چې د داعش او طالب په اور کې سوځي د خپلې ولکې لاندې راولي او  ولسونه د دواړو دنفوذ څخه وژغوري، له ولسونو هيله کوو چې دخپلو امنيتي سرتيرو سره دسيمې په امنيت کې مرسته او ملاتړ وکړي او په ګټه  روان وضعيت  څخه د نجات لاره ولټوي.
  

- ضياءالحق امرخېل ر
بېرته شاته