(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پردۍ کیسې

[26.Aug.2015 - 17:03]

لیک: دادمحمد ناوک

پرون د ایمل پسرلي صاحب د کیسو د ټولګې « تللې نجلۍ » مخکتنه او له نوموړي سره خواله وه، ناسته د ملي راډیو تلویزون په تالار کې برابره شوې وه، له پسرلي صاحب نه د کیسو او ژوند په اړه بوښتنې وشوې او غونډه په خوند پای ته ورسېده، خو د ناستې په اوږدو کې د پسرلي صاحب یو تبصرې د ده پر کیسو سوچ ته اړ کړم.
هغه د خپل مرحوم پلار له خولې وویل چې د لیکلو په وخت دا فکر مه کوه چې چاته يې لیکې، بس لیکه يې، او دلیل يې دا وړاندې کړ چې که په پنځونه کې جوهر موجود و، نو که په اوس وخت کې چا درته چکچک ونه کړ، راتلونکي وختونه به يې په قدر پوی شي، که څه هم د لیکوال، اثر او لوستونکي ترمنځ د مثلث په اړه مې موده وړاندې د نجیب منلي منطقي لیکنه لوستې وه،  خو د پسرلي صاحب دې ځواب ماته راپام کړل چې نوموړي رښتیا هم د خپل مرحوم پلار همدا خبره کلکه په غوږ کې نیولې ده، ځکه چې پسرلی صاحب بې له دې چې خپل مخاطب په نظر کې ونیسي پرلپسې د ده په خبره د زړه خبرې کوي، خو دا خبرې يې ډېرې د لندن او لیکلي يې افغانانو ته دي.
ما يې موده وړاندې « یو مزل دوه نړۍ » کتاب لوستی و، او د هغه کتاب د اخیستو په مهال مې هم دا فکر نه کاوه چې زه د کوم کیسه لیکوال کتاب اخلم بلکې دا مې په سوچ کې و، چې زه د بې بې سې د نطاق او د استاد پسرلي د زوی کتاب اخلم، دې دوو اړیکو دا کتاب راباندې واخیست او د همدې دوو اړیکو تر کلک تاثیر لاندې مې ولوست، داسې مې ونه ولوست چې له ځان سره یو نقادانه نظر هم ولولم، که په کوم ځای کې به مې څه ترې وانه خیستل دا به مې د بې بې سې او استاذ پسرلي تر تاثیر لاندې خپله نیمګړتیا بلله، نه د لیکوال.
اوس مې يې مخې ته تازه چاپ شوی کتاب « تللې نجلۍ » پروت دی، پسرلي صاحب د دې کتاب لومړۍ کیسه هم د لندن د مينې کیسه ده، پخپله يې په سریزه کې یادونه کړې چې هر هېواد ته تللی کیسه يې لیکلې او که يې پکې ونه لیکي، نو داسې ورته ښکاري لکه ګناه چې يې کړې وي، دې خبرو يې د نوموړي پورته باور لا غښتلی کړی چې هغه «ځانته» لیکل کوي، د مخاطب غم ورسره نشته، بلکې غواړي پخپله په کیسه کې جوهر پیدا کړي اوکه يې جوهر درلود نو د ده په وینا مینه وال به هم لري، خو دا چې د جوهر د لېږد چوکاټ، توري اوجملې څومره د مقابل لوري په مینه پورې تړلې دي، یوه بله مسئله ده.
د « تللې نجلۍ» لومړۍ کیسه « ازغی» دی، مین د لندن د کومې غونډۍ په سر د خپلې هغې میینې انتظار کوي چې تر ده وړاندې يې یو ډاکتر مین ته ځواب ورکړی، له ده سره په خبرو کې د ډاکټر د بیا تصادفي لیدلو یادونه کوي او د ده لاس د میینې په ورکړل شوي ګل کې ازغی ور ويني کوي، په دې کیسه کې حرکات، او پخپله د مینې ډول زموږ نه دی، د پسرلي صاحب دا کیسه د ډېرو نورو کیسو په څېر زموږ ټولنې ته دا پیغام ورکولی شي، چې په مینه کې بل شریک لکه په ګل کې ازغی داسې دی، خو زموږ ټولنه کې څوک په مینه کې شریک نه مني، نو زموږ د ټولنې غړی به ښايي له دې کیسې یوازې دا زده کړي چې که يې میینې بل مین درلود، نو نه دې غوسه کېږي، ځکه دې کیسه کې هم کرکټر غوسه شوی نه دی، لږ خپه شوی هغه يې هم د میینې مچکې خپګان له بېخه ویستی.
پر دې سربېره په غاړه او غومبري د لاس تېرول، په شونډو مچکه، زموږ ټولنه کې هم شته، خو د غونډۍ په سر د ماشومانو د لوبو تر څنګ په عام محضر کې د میینې او مین دا ډول ملاقات نشته، خو دې کیسې دا توره کړې چې د لندنۍ مينې فرهنګ يې موږ ته راښوودلی، په داسې حال چې د لندنۍ مينې د فرهنګ زده کړې ته موږ لا تر اوسه هیڅ اړتیا نه لرو.
د دې کتاب بله کيسه «تابلو» ده، ښه کیسه ده او ښه ځکه ده، چې زموږ د ټولنې ده، ښايي د ښه والي دغه معيار د دې ليکنې ځينو لوستونکو ته د منلو نه وي، خو پر دې باوري يم چې موافقين به هم لري، زموږ ليکوال ځکه زموږ د ټولنې اړوند مسوول دی چې له موږ تعريفونه ګډوډ شوي، ارزښتونه تحريف شوي او ان لومړيتوبونه مو له ياده ويستي، په داسې وخت کې د هنري استعداد دا ډول استعمال چې پر هنريت سربېره یو فکر، يوه اخلاقي پیغام ياهم زموږ نيمګړتيا ته ورپام کول ولېږدوي، ښه لاره ده. د پسرلي صاحب تابلو کيسه کې
په بهر کې د افغان انځورګر د افغانې ټولنې د انځورونو د خرڅلاو موضوع ده، خوندوره ده؛ خو له دې کتابه پرته مې د پسرلي صاحب داسې کيسې هم لوستې چې ان زه يې د يو لوستونکي په توګه هغه مکان نه شم انځورولی، لکه په ځمکتل کې په اورګاډي کې يوه کيسه، چې موږ د ځمکې پر سر اورګاډی نه دی ليدلی، په ځمکتل کې خو بېخې لري خبره ده، ښايي ځينې استدلال وکړي چې دا نو ستا کمزورې ده، نه د ليکوال؛ خو زما په نظر هنري پنځونه بايد د یو محدود قشر لپاره نه وي، هغه هم چې د ټولنې د سمون، یا هم ډېرو خلکو ته د خپل هنر، پیغام، انځور يا هم استعداد د رسولو په تمه شوې وي.
د پسرلي صاحب یوه بله کيسه مې يوه ویبپاڼه کې لوستې وه، « څلرويشت ساعته» نومېده، دا کيسه هم په بهر کې د يو کرکټر د څلورويشتو ساعتونو د ژوند بيان دی، چې د وخت ارزښت پکې ښوودل شوی دی، دفتر ته تګ، په لاره کې لانجې، له خپلې مېرمنې سره بحث، ټول زموږ له ټولنې په پردي ډول دي، خو د وخت د ارزښت پیغام لېږدوي، تر دې مې راياد شول چې د پسرلي صاحب د کيسو
جرړه، یا هم ده ته د کيسې د انګېزې ورکول، د کومې پېښې پر ځای ډېر وخت د یو چا له کرکټره وي، ده پخپلو خبرو کې هم وویل چې په زه سفر کې د خلکو څېرو، حرکاتو او خبرو ته ځير یم، چې بیا پرې کيسه وليکم، په « تللې نجلۍ» کې يې « شکايت» کيسه په اسټرليا کې د يو کرکټر له حالته، خبرو او حرکاتو پر برداشت ليکلې ده،دا د ده د کيسې ليکلو انګېزه ده، خو ښايي تر کرکټر خبره، پیغام یا هم کومه پېښه د يوې کيسې لپاره ښه انګېزه واوسي، خو دا به د ليکوال خپل انداز وي، خو که د کرکټرونو پر ځای يې د کيسې د ليکلو انګېزه پورته څه وای، ښايي کيسې يې دومره پردۍ نه وای پاتې شوې. ځکه چې هر کرکټر خپل مکان لري او هغه مکان د کيسې د لوستونکي له مکان سره دومره توپیر هم راتلی شي چې ان خیالي يې نه شي جوړولی، خو که د کيسې انګېزه پېښه وای، بیا به هم مکان اغېز درلود، خو د پېښې نوعیت به له موږ بېخي پردی نه و، انسان ډېرې پېښې سره شريکې لري، خو شریک مکان محدود خلک لري.

- داد محمد ناوک
بېرته شاته