(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وينې ورکړې پر ليکه بانک

[15.Apr.2015 - 19:32]

دننګرهار پوهنتون، د کمپیوټر ساینس  پوهنځي يو شمېر ځوانانو په نوي نوښت کې يوه ويبپاڼه پر ليکه کړې او هغه کسان چې وينه ورکوي، کولای شي په دې پاڼه کې نوم ليکنه وکړي او د نورو د ژوند ژغورنې يوه برخه وګرځي.

ددې پاڼې مسولين وايي چې په دې پاڼه کې کسان کولای شي نوم ليکنه وکړي، نور دوستان ورته را وبلې او له دې لارې په ټول هیواد کې اړمنو کسانو ته په خپل وخت وينه ورکول شي.

دوی يو فورم جوړ کړی دی چې هرکس پکې د وينې ورکړې په موخه خپل مشخصات ثبتولی شي او دوی يي بيا پر لیکه کوي څو اړ من کسان په هغو سيمو کې چې کس پکې نوم لیکنه کړي وي د اړيکو له نیولو سره د نورو ژوند وژغوري.

د دوی پاڼه اوس په انګليسي ژبه ده او د یادونې وړ ده چې د وينې دغه انلاین بانک ته به ډير ژر پښتو او دري ژبې هم ور اضافه او په راتلونکې کې به لا نورې اسانتیاوې پرې ور زیاتې شي.

ويل کيږي اوس د ويبپاڼې تخنيکي برخه په دې پاڼه کار کوي څو يي پښتو او دري برخه هم فعاله کړي.

دوی په ټولنيزو پاڼو کې هم فعال دي او په فیسبوک کې هم د پاڼې رسمي پاڼه لري او تخنيکي ټيم يي وايي کوښښ کوي په ټولو ټولنيزو پاڼو کې په هیواد کې خلک د وينې ورکړې ته وهڅوي.

وينه ورکړه په ټول کې د انسانانو د ژوند ژغورنه ده چې يو لوري ته د ډير ثواب تر څنګ ورکونکي ته ډيرې ګټې هم لري.

د روغتيا پالو په وينا هر انسان کولای شي په هرو دريو مياشتو کې يو وارې وينه ورکړي او له نورو سره د مرستې تر څنګ په بدن کې د وينې فعاليت ډير کړي.

که تاسو هم غواړۍ ددې خپل خوښي او انساني کار يوه برخه شی لاندې پاڼه پرانيزۍ او يا د وينې ورکړې په موخه لاندې برښناليک ته خپل غوښتنليک واستوی او په خپله نيږدې سيمه کې له اړمنو سره د وينې په ورکړې د نورو په ژوند ژغورنه کې ونډه واخلۍ.

د وینې انلاین بانکwww.blood.af

برښناليک پته [email protected]

Rizwanullah Shpoon    رضوان الله شپون  

- رضوان الله شپون
بېرته شاته