(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: دمحمد دين مقيد په یاد مشاعره

[16.Feb.2015 - 16:23]

تېره ورځ پښتو ادبي چمن ټل په خانه فرهنګ ايران پېښور کښې دمحمد دين مقيد ديو پنځوسم تلين په مناسبت يوه درنه مشاعره وکړه چې صدارت ئې صدارتي ايواډ يافته پروفېسر داور خان داود اوکړو ورسره خوا کښې ددې غونډې صاحب دستار پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم (مقيد ادبي ايوارډ يافته ګولډ مډل هم ناست وه دفرهنګ ايران مشر علي يوسفي، دافغانستان دقونسلګرۍ مشر اغا صديقي داجمل خټک صيب زوئ ايمل خان خټک،غازي سيال،د مقيد همزولے شاعر حاجي ګل صوفي، خالد ايوب، اعجاز خټک، اؤ داکادمي ادبيات پاکستان ډائريکټر ښاغلے سيد ولي خيال مومند مشران ميلمانه وو دتنظم صدر راقم الحروف ملک مقبول، نائب صدر رئيس کوثر دمقيد زوئ الياس ټوال دکوربانو په حيث په سيټج ناست وه پروفېسر اسيرمنګل دغونډې پرانسته اوکړه او د پښتوادبي چمن ټل په هلو زلو ئې رڼا واچوله دمقيد ادبي ايوارډ (ګولډ ميډل) اهمېيت ئې ښکاره کړو ښاغلي سليم بنګش د ارواښاد محمدالدين مقيد پۀ ژوند او فن خپله مقاله واوروله . راقم الحرف ملك مقبول راغلي ميلمنو ته هر كلۍ اووۍ او دهعوي يي ډيره مننه اوكړه . په دې موقعه د پښتو ادبي چمن ټل له اړخه خپاره شوي کتابونوا دمخکتنې دستوره هم اوشوه چې پکښې داسيرمنګل "مماڼه" د سليم بنګش دمعرفت چراغ، دبابو جان مجموعه،درحيم بنګش غزال، او داود جان کتاب بغير له مينې ژوندون لويه ګنا" شامل وو دې پسې پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم ته مقيد ادبي ايوارډ دسرو زور تمغه ورکړے شوه دسټيج سکتر فرائض ښاغلي صابر وزير او منير دلګير ترسره کړل دپښتو نامتو ناول نګار پرنسپل پرويز شيخ د محمد دين مقيد مشهور نظم، ګيله مې ځکه اوکړه، انګريزۍ ژباړه وړاندې کړه چې اوريدنکيو ډېره اوستائله په دې درنه ادبي غونډه کښې د ټولې پښتونخوا شاعرانو او اديبانو په ګڼ شمير کښې ګډون اوکړو چې پکښې پروفېسر ډاکټر زبير حسرت، سليم بنګش،طارق محمود دانش جاويد احساس، وصال، مهر محمد مهر، شوکت حسين حسرت،ثاقب افريدے،ديدار افريدے، فراق افريدے، شهاب بنوڅے، ميجر الظاف خټک، سعادت سحر، اکرم عمرزئ، ډاکټر شير زمان سيماب، پروفېسر فضل نصير اسير، ساقي، ګل محمد مسرور،مسکين يار ،داؤد جان، امجد،لطيف خان لطيف، شاکر اورکزي،خالد اورکزي، نامې د ذکر وړ دي مشاعره لس بجے سحر شوره شوه په درې بجې سرته ورسيده وروستو ميلمانو ته دغرمې ډوډۍ هم ورکړے شوه

- بنګش
بېرته شاته