(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هیڅوک د نورو په دین د ملنډو وهلو حق نلري

[15.Jan.2015 - 19:59]

د کاتولیکې نړۍ مشر

د کاتولیکې نړۍ دیني مشر پاپ فرانیسس د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید په اړه د لومړي ځل لپاره ارزونې وکړې.
پاپ وویل چې د وینا ازادي هم خپل سرحد لري ، نورو ته سپکاوی او د هغوې په دین او مقدساتو ملنډې وهل د وینا ازادي نده. پاپ وویل چې په دین او مذهب باید ملنډې ونه وهل شي.
د واتیکان د دولت مشر او کاتولیکې نړۍ دیني مشر پاپ فرانیسس فلیپین ته د سفر پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. فرانسیس د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید په اړه د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ! د وینا ازادي یو سرحد لري. په ځانګړې توګه څوک د چا په دین او مقدساتو ته د سپکاوي حق نلري
هو هر انسان د وینا د ازادۍ حق لري خو په شرط د دې چې عامه نظم او د ټولنې حساسیتونه په نظر کې ونیسي.
د ډيلي نیوز د خبر له مخې پاپ فرانسیس پدې اړه یو ډیر ښه مثال ورکړ.
پاپ وویل غواړم پدې اړه تاسې ته یو مثال وړاندې کړم. ماسره پدې سفر کې زما ګران دوست ډاکټر ګاسپیري ملګرتیا کوي. که چیرې ډاکټر ګاسپیري ماته د مور کنځل وکړي خامخا به په خوله د یو سوک په تمه وي. دا یوه ډیره نورمال خبره ده.
هیڅوک د نورو د احساساتو د پارولو او د نورو د احساساتو سره د لوبو کولو حق نلري.
هیڅوک د نورو عقیدې، دین او مقدساتو ته د سپکاوي حق نلري. هیڅوک د نورو په عقیدې او دین د ملنډو وهلو حق نلري.

TRT PASHTO

- پاپ فرانیسس
بېرته شاته