(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني: داشرف غني ملاتړغونډې پریکړه لیک

[30.May.2014 - 22:04]

په اروپا کی د ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه په ولسمشریزو ټاکنو کښی د ملاتړغونډی پریکړه لیک

30.05.2014:د روان 2014عیسوي کال د می د میشتی په ۲۷ نیټه د جرمني هیواد د کولن په ښار کی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی په کوربه توب او په اروپا کی د میشتو (۱۵)بیلابیلو افغاني کولتوري ټولنو او سیاسي ګوندونو په همغږی او ګډون جوړه شوی وه .
په دغه غونډه کی د کولتوري ټولنو او سیاسي ګوندونو د استازو سربیره په اروپایې هیوادونو کی میشت ډیرو افغانانو ګډون کړی وو. 
دغونډی برخه والو د اوږدو بحثونو وروسته ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان په اوسني حساس او کړکیچن تاریخي پړاو کی راتلونکې ولسمشرۍ ته په وړاندو شوو نوماندونو کی یوازینی وړ نوماند وباله چی هیواد په راتلونکی کی د دغه کړکیچن حالت څخه ژغورلى شي. 
نو په دی اساس ټولو په یو غږ د ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کی خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ .
د غونډی په پای کی د وړاندیزونو او نظریاتو له اوریدو وروسته د رایو په اتفاق لاندی پریکړه لیک تصویب شوو:
۱- د غونډی ټول برخه وال د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کی د ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلانوي .
۲- موږ د خپل ملي رسالت او هیوادنۍ مینی له مخی خپله دنده بولو چی د خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټه اخستنه په راتلونکی ټاکنو کی به د هیواد دننه د خپلو کورنیو غړي او دوستان دی ته وهڅوو چی په ولسمشریزو ټاکنو کی پراخه برخه واخلي او خپله رایه د بدلون او دوام ټیم ته ورکړي . 
ددی ترڅنګ د غونډی برخه والو تیاري وښوده چی د اړتیا په صورت کی اماده دي چی افغانستان ته لاړ شي او د ټاکنز کمپاین د لاپراختیا او پیاوړتیا لپاره په مستقیم ډول كار وکړي.
۳- موږ د بدلون او دوام ټیم څخه هیله کوو چی د ټاکنیز کمپاین په برخه کی هغه نیمګړتیاوی چی د ټاکنو په لومړي پړاو کی موجودی وی ژر تر ژره جدي پاملرنه وکړي.
۴- د ټاکنو د خپلواک کمیسون او شکایتونو له کمیسونه په کلکه غوښتنه کوو چی خپله خپلواکي وساتي او د ټاکنو په دوهم پړاو کی د درغلیو مخه په کلکه ونسیي 
۵- موږ بهر میستي افغانان تشویش لرو چی دا ځل به هم د تیر په څیر زورواکان ، جنګسالارن او ځنی دولتي مفسد اشخاص د ولسمریزو ټاکنو په پروسه کی یو ځل بیا د درغلیو لپاره زمینه برابره کړي ، نو د افغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څخه په کلکه غوښتنه کوو چی په دغه ملي پروسه کی د داسی اشخاصو د لاسوهنې مخه ونیسي او د سرغړونکو په وړاندی له پوره قاطعیت څخه کار واخلي
۶- د امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوو چی په ناامنو سیمو کی د ټاکنو د مرکزونو د ډاډمن امنیت لپاره جدي امنیتي تدابیر ونیسي ترڅو ټول هیوادوال درایی ورکونې د ملي حق څخه په مساوي ډول برخه من شي او په خپل پراخ ګډون دغی ملي پروسی ته پوره مشروعیت وبښخي 
۷- موږ په ټول افغان ولس غږ کوو چی د هیواد په دغه حساس تاریخي پړاو کی دخپل ملي مسولیت له مخی د ولمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کی په پراخ ډول ګډون وکړي او د هیواد د سلامت او افغان ولس د سوکالی په خاطر ډاکتر اشرف غني ته خپله رایه ورکړي .
كولن جرمنى 
27.05.2014

- Dr. Shirwali Shir
بېرته شاته