(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: دارواښادبشير بلورلمړی تلين ونمانځل شو

[23.Dec.2013 - 18:29]

23.12.2013

عوامي نيشنل گوند د بشير احمد بلور د مړينې په يو کال پوره کېدو نن د اتوار په ورځ د هغه د تلين دستوره د پېښور په نشتر هال کې ونمانځله ،چې د عوامي نيشنل گوند مشرانو او په لويه شمېره کې غړو گډون وکړ .
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان د پارټۍ د مخکښ مشر بشير احمد بلور د لمړي تلين دستورې ته د وينا په مهال وويل ، د تحريک انصاف ډلې مشرعمران خان د ډرون بريدونو په ضد احتجاج ، او د نېټو د سپلائي لار په خيبر پښتونخوا کې بندوي . 
او په داسې کولو عمران خان پښتانه نړۍ ته د ترهگر قوم په حېث وړاندې کوي . او کپتان د گرانۍ خبرې په لاهور کې کوي .
هغه وويل د نېټو سامانونه د کراچۍ نه راروانيږي په سندهـ او پنجاب صوبه راتيريږي ، خو هلته کپتان له خدايې دا همت نه دی ورکړی ، چې د سپلائې لاره بنده کړي او د ډرون په ضد احتجاج اوکړي .
اسفنديار زياته کړه ، مونږ هم د ډرون بريدونو مخالفت کوؤ . خو که د هوائې سرحدونو سرغړونه د احتجاج  قابله ده ،  نوپکار ده چې د ځمکني حدونو خلاف ورزي هم ونه منل شي .
" د پاکستان ځمکني حدونه هم دومره د قدر وړ دي څومره چې هوائې حدونه دي . بيا چې د يو او بل ځائې نه خلک په غېرقانونه توگه راټول شوي او زمونږ په خاوره ناست دي . د هغوي په اړه کپتان ولې غلی دی "

دستورې ته د بشير احمد بلورمشر ورور غلام احمد بلور په خپله وينا کې په طالبانو د روغې جوړې غږ اوکړو او وي ويل ، که طالبان مري او که بل څوک ، خو بچی د پښتنې مور مري .  
" د مرگ او د خدايې نه علاوه د بل چا نه نه يريږم ، خو طالبانو ته وايم چې پښتانه يې . مسلمانان يې د اسلام خبره کوئ ، خو پښتنو ميندو خو لويې کړي يې او پښتانه يې . نو ای پښتنو بچو خدايې او رسول ته وگورئ ، چې دا ټول پښتانه مړه کړئ خو بيا هم پاکستان تاسو له حکومت نه درکوي . او طالبه تاته وايم که ته مرې نو زه مرم ، او که زه مرم نو ته مرې . ته پښتون زه پښتون ، ته مسلمان زه مسلمان نو ما ولې وژنې " .
اسفنديار ولي خان د غلام احمد بلور خبره په وړاندې بوتله ، او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه يې وويل ،
" مونږ په هاغه وخت کې مذاکرات کړي دي چې په هغې وخت کې چا مذاکرات پېژندل هم نا چې مذاکرات څه ته وايې . او دا وس چې د مذاکراتو چغې وهي دوي ټولو په هغې وخت کې زمونږ مخالفت کړی دی ، چې مونږ ولې دوي سره مذاکرات کوؤ " .
 اسفنديار وويل ، خو زه نن هم وايم چې که مذاکرات کوئ نو کښېنئ خبره ورسره وکړئ ، اومونږ د دې فساد نه نور خلاص کړئ .
د عوامي نيشنل گوند مشرانو د بشير احمد بلور يادونه وکړه او اسفنديار ولي خان وويل ،
" بشير خان تشه خاوره نه ده چې هغه به خاورې شي ، د دسمبر شلمه به پارټي هر کال د  بشيربلور په نوم نمانځي . خو د بشير خان مرگ چې په پښتون قومي تحريک کېکومه خلا پېدا کړې ده ، هغه ډکول ډېر گران کار دی " .
بشيراحمد بلور تېرکال د دسمبرد مياشتې په ۲۲م نېټه پېښورښارکې په يو ځان مرگي برېد کې سره د نهه ملگرو وژل شوی ؤ .

بلخوادپېښور پوهنتون د سیمه ییزه مطالعاتو مرکز کې د پاکستان، افغانستان د ولسي تړون تر سوري لاندې کانفرنس په پای کې د یوه پرېکړهلیک له لارې د دواړو هېوادونو له دولتونو غوښتنه وشوه چې د یو بل پر ضد دې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړی او دواړه دولتونه دې پر پوله دې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي-
له جرمني دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر سیف الله مشال راډیو ته وویل چې په مکمله توګه دا خبره سمه نه ده چې ګنې د افغانستان او پاکستان د حالاتو د سمولو کیلۍ د نړیوالو قوتونو په لاس کې ده: (( خلک به ډیرې خبرې کوي چې چابۍ د امریکا او د اروپایي هیوادونو په لاس کې ده خو د دې کیلۍ زموږ په خپل لاس کې ده، پکار ده چې موږ خپلو کې لاسونو سره یو کړو، اړیکې مظبوطې کړو، علم حاصل کړو او د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت باید چې وده وکړي او د دې ودې په وسیله به خلکو ته روزګار پیدا کېږي او له جنګه به لرې کېږي او دا یې یواځنۍ لاره ده)) 

ډیوه اومشال راډیو

- فضل عزیز
بېرته شاته