(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شمشادنړیوال راډیو تلویزیون اعلامیه

[12.Dec.2013 - 20:40]

بسم الله الرحمن الرحیم

د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون درنو مینه والو اسلام علیکم! غواړم د ژوندون تلویزیون او انصار ورځپاڼې د نشراتو د بندېدو په اړه له خپلو درنو هېوادوالو سره څو ټکي شریک کړم.موږ ټول پر دې پوهېږو چې افغانستان له وړاندې د پردیو په لمسونه قومي اختلافونو ته د لمن وهلو درنه بیه پرېکړې ده، له بده مرغه د افغانستان په رسنیو کې هم د مسلکي تجربو د کموالي له کبله کله ناکله تېروتنې کېږي خو معنا یې دا نه ده چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې د دغو تېروتنو د پړې ګوته یوازې یوې ځانګړې رسنۍ ته ونیول شي، همدا راز د یوې ځانګړې رسنۍ د خپرونو بندول د دې ستونزې د حل لار هم نه ده، کېدای شي له وړاندې شته حساسیتونو ته په کتو دا کار ير یو پراخ کړکېچ واوړي، وړاندیز مې دا دی چې دغه ستونزه له نورو قانوني لارو په داسې ډول اواره شي چې د ژوندون تلویزیون او انصار ورځپاڼې نشراتي حق محفوظ وي. پخپله د اطلاعاتو او کلتور وزارت کولای شي د لويې څارنوالۍ له مداخلې پرته دغه ستونزه په ورته مواردو کې د تېرو دولسو کلونو د تجربو له مخې هواره کړي او دا وړاندیز هم لرم چې حکومت دې داسې تګلاره مخې ته کړي چې پر ټولو رسنیو یو شان د تطبیق وړ وي او د عملي کېدو له کبله یې هیڅوک د توپیري چلند احساس ونه کړي.
و من الله توفیق
د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون عمومي رییس الحاج فضل کریم فضل

- الحاج فضل کریم فضل
بېرته شاته