(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د..

[23.Sep.2013 - 12:14]

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د لومړي کال محصلینولپاره دهرکلی غونډه

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو او استادانو د لومړي کال محصلینو ته د چهار شنبې په ورځ دهرکلي غونډه رابللی وو.

په دغې غونډې کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ریس پوهندوي نقیب الله ثاقب پرانستي وینا وکړه اودهرکلي تر څنګ يې وویل:

(( د انساني او حیواني ټولنې تر منځ فرق د قوانینو په بنياد شوي،  څوک چې په کومه ټولنه کې اوسیږي په هغه ټولنه کې یو سلسله اصول او مقررات موجود وي، چې انسانان یې په ترسره کولو مکلف وي.  د افغانستان د اساسی قانون  د ۴۵ او ۴۷ مادې پر بنسټ دولت تر دې حده کوشش کوي، چې هېوادوالو ته د تعلیم زمینه تر لیسانس سطحي پورې  وړیا برابره کړي. خو ځیني اصول او مقررات چې د افغانستان د لوړو زده کړو له خوا ټاکل شوي وي دغه زده کوونکي یې باید ومني  او پر ځان یې عملي کړي. ))

د ننګرهار پوهنتون د محصلينو معاون الحاج نعیم جان سروري د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د محصلینو دغه نوښت وستایه چې د نويو محصلینو لپاره یې د ښه راغلاست غونډه نیولې. نويو محصلينو ته د ښه ښه راغلاست تر څنګ د ننګرهار پوهنتون په اړه په لنډه توګه معلومات ورکړل. نوموړي وويل:

((  ددې لپاره چې د لومړي کال محصلین د پوهنتون له چارپیریال سره ښه بلد شي او خپل درسونه په ښه شکل ولولي، د لیلي ټول امتیازات یوازې  نويو راغليو محصلينو ته ورکړي دي.))

پوهندوي استاد منګل شیرزاد بیا د زده کوونکو د راتلوونکي ژوند او د هغوي پر وړاندې د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي، نوموړی وويل:

(( تر پرونه پورې که تاسو هر څه کول هر څه مو ویل ستاسو خپل کار وو، خو نن  چې د تعلیم دې مرحلي ته رارسيدلي ياست، تاسې په یو چوکاټ کې داخلیږئ. ټول خلک پر تاسو حساب کوي او ستاسو هرې خبرې ته متوجه وي. ستاسو رفتار کردار باید د نورو سره تفکیک شي. بې ځایه خندا، ناستي، بنډارونه او د بې هوده فلمونو او ډارمو کتل تاسو ته  نور جواز نه لري. تاسو دلته یوازې او یوازې درس ته راغلي یاست.))

 ده پر ځوانانو غږ وکړ چې  دخپل قلم پر زور خپل هېواد د دې جوګه کړئ چې د نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.

پوهنیار استاد وحید الله امیري بیا د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پیژندنې یو پریزنتیشن وړاندې کړ چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:

 ((  د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په  ۱۳۷۲  هـ لمریز کال کې تاسیس شو. فعلاً دوه څانګي لري، چې یو یې اداري او ډپلوماسي او دوهمه یې  د قضا او څارنوالۍ څانګي دي. اوس د عامه حقوقو، د نړیوالو اړیکو، د حقوق جزا او جنایی حقوقو، او د خصوصي حقوقو څلور دیپارتمنتونه لري چې  د ۱۳۹۳ کال د ستراتیژي پلان له مخې به دوه دیپارتمنونه نور هم جوړ شي چې یو به یې د حقوق اسلام دیپارتمنت او بل به یې د بشر د حقوقو دیپارتمنټ وي. تر اوسه پورې مو ۱۶ دوري فارغان ورکړي، چې ټول  ۱۱۳۵ تنه له ياد پوهنځي څخه  فارغان شوي، چې اوس مهال په لوړو موقفونو دندې لري. ۷۷۱ تنه محصلین عملاً په درس بوخت دي. چې ۳۰ تنه پکې انجوني دي.

 همدا رنګه  ۷ کمیټي لرو، چې له فرهنګي، نظم او دسپلین ، لیلي، امتحاناتو، د شکایاتو د اوریدو، او د سرچ کمیټو څخه عبارت دي. زموږ تر ټولو لویه لاسته راوړنه د ټول افغانستان په سطحه د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي لپاره ماستري پروګرام شروع کېدل دي، چې تر اوسه پورې د افغانستان په هیڅ پوهنتون کې نه دی شروع شوي. موږ د شپي پوهنخي  هم تاسیس کړ، چې د شروع کېدو په حال کې دی. د شپي په دغه پوهنځي کې به شاوخوا ۴۰۰ تنه په یو وخت کې روزل کیږي.

د حقوقو او سیاسي علومو نوي او مجهز تعمیر هم افتتاح شوي، چې د جوړولو کار  به یې پیل شي. موږ د خپلو محلصینو د رسمې زده کړو  تر څنګ ځینې نور امتیازات او سهولتونه هم لرو چې په لاندې ډول دي:

ـ حقوقي کلينیک

ـ نړیوال تمثیلي پروګرامونه

 ـ د حقوقي انګلیسي زده کړي کورسونه

 ـ د واشنګټن پوهنتون په ملاتړ د استادانو او محصلیونو لپاره د اوړی تقویتي پروګرام

ـ انټنشیپ او فیلو شیپ پروګرامونه

ـ د استادانو او محصلینو لپاره د حق علمي مجله

 ـ مجهز کتابتون او د انټرنیټ خونه ده.

د پریزنتیشن په پای کې امیري صیب د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د برحال استادانو او اداري کارکوونکو نومونه واخیست چې په لاندې ډول دي.

مشر استاد پوهندوي منګل شیرزاد

پوهندوي شیر علی امن

پوهندوي شاد محمد همدرد

پوهندوي احمدګل واثق

پوهندوي نقیب الله ثاقب

پوهندوي عبدالنصیر حمیدي

پوهنمل امیل حقمل

پوهنمل بشارت الله شینواری

پوهنمل محفوظ الله عارفي

پوهنمل عبدالنبي بصیرت

پوهنیار سید اکرام هاشمي

پوهنیار شمس السلام صافی

پوهنیار وحید الله امیري

پوهیالی سید بنارس هاشمي

پوهیالی فضل الهادی فضلي

پوهیالی هجرت الله اختیار

پوهیالی بلال بدلون

پوهیالی عبدالهادي زماني

پوهیالی هجرت الله صافی

پوهیالی محمد بشیر احمدي

پوهیالی محترمه امین

پوهیالی صفی الله عربزی

تدریسي مدیر سید مقیم اغا

اجرائیه مدیر مدثر حبیب

خدمتګاران: اسدالله  او عصمت الله

د غونډې په اوږدو کې د محصلینو د نظم لپاره مشخص یونفورم و ټاکل شو، چې له دې وروسته به په سپین کالو او تور واسکټ او یا کورټۍ سره پوهنتون ته راځي.

د اول صنف د محصلینو په نمایندګي ذبیح الله رحیمزي له ټولو استادانو څخه مننه وکړه، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلین او اداره له دوی سره دومره مینه وښودله. او ژمنه يې وکړه چې د اداري ټول اصول او مقررات به په منظم شکل مراعات کوي او هڅه به کوي چې دا دوره یو نمونه يي دوره واوسي.

د ننګرهار پوهنتون د علمی چارو معاون پوهان دوکتور دل آقا وقار د ننګرهار پوهنتون د رهبري په نمایندګي ټولو محصلینو ته ښه راغلاست او د کامیابیدو مبارکي وویله. ده د ننګرهار پوهنتون د تاریخي اهمیت او مقام په اړه خبرې وکړي.

په پای کې د فرهنګي کمیټي له خوا د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي اول او دویم نمره ګانو ته د استادانو له خوا ډالۍ ورکړل شوې. چې نومونه یې په لاندې ډول دي.

د څلورم صنف د اداري او دپلوماسي څانګي اول نمره ښاغلي خوشال جواد

د څلورم صنف د قضا او څارنوالي څانګي اول نمره ښاغلي خلیل الله

 د  څلورم صنف  د اداري او دپلوماسي څانګي دویم نمره معراج شینواري.

د څلورم ټولګي د قضا او څارنوالي څانګي دویم نمره ښاغلي رحمت الله

د دریم ټولګي د قضا او څارنوالي څانګي اول نمره اغلي مزدلفه

د دریم ټولګي د اداري او ډپلوماسي څانګي اول نمره ښاغلي نعمت الله

د دریم ټولګي د قضا او څارنوالي څانګي دویم نمره ښاغلي واحد جان

 د دریم ټولګي د اداري او ډپلوماسي څانګي دویم نمره ښاغلي نصرت الله

د دویم ټولګي د الف ګروپ اول نمره ښاغلي حسیب الله

 د دویم ټولګي د ب کروپ اول نمره ښاغلی فرهاد

د دویم ټولګي د ج ګروپ اول نمره ښاغلی محمد مسیح

د دویم ټولکي د د ګروپ اول نمره اغلي سلګۍ

د دویم ټولکي د الف ګروپ دویم نمره ښاغلي عبدالفهیم

د دویم ټولګي د ب ګروپ دویم نمره ښاغلی عبدالستار

د دویم ټولکي د ج ګروپ دویم نمره ښاغلی محمد الله 

صیام الدین پسرلی

ننګرهار رسنیز کور (میدیوتیک)

- پسرلی
بېرته شاته