(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختیځ ادبي بهیر: ۳۶ مه اونیزه ناسته

[31.Mar.2013 - 17:04]

ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۳۶ مه اونیزه ناسته ترسره کړه/ ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۳۶ مه اونیزه ناسته د ((۱۳۹۲)) کال د (۱)میاشتې په (۲) مه نېټه د تل په څېر د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

غونډه د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پیل کړه.

د مشرانو مېلمنو پر څوکیو صابر شینواری او استاد عوفران الله ناست وو، د دریځ چارې دوست محمد دوست مخکې وړلې او ګزاش ایمل مړوند لیکه.

په سر کې د تېرې اونیزې ناستې راپور مړوند ولوستلو او د ملګرو لخوا داد ورکړل شو.

د توکو د ارزونې په برخه کې د ژمنې سره سم بختیار ساحل خپله نثري لیکنه د (( یو تحلص او څو څېرې)) تر سرلیک لاندې ارزونې ته وړاندې کړه.

د ارزونې  او خبرو پیل پرې ضیاالدین همت مل وکړ، وې ویل ساحل کمال کړی دی او ډېره زیاته خوندوره لیکنه يې کړې، په خبره يې ځينې داسې بېلګې او اشحاص يې یاد کړي وو، چې ورته جالب او خاطرې يې ورته ډېرې په زړه پورې وې.

نهضت شیېرزاد، برهاالدین سیرت او احمد جمال جمال هم د ساحل د یو تحلص او څو څېرو ستاینه وکړه، جمال وویل : (( ساحل ریښتیا هم کمال کړی دی او ډېره یوه ښکلې ګلدسته يې د عابدانو جوړه کړې وه، چې لوستونکی او اوریدونکی يې تر پایه له ځان سره ساتلو)).

امید خیران که څه هم لیکنه خوښه کړه، خو (( دا عابد دومره په وطن مین دی، چې چې هره مسله په دومره رنګینو الفاظو خلکو ته وړاندې کوي چې د خلکو پام ورته وراړوي)). له انده يې دا جمله په دې مانا ده که کوم څوک د الفاظو رنګیني ونه لري هغه به په وطن مین نه وي یانې د عابد په وطن مینتوب د هغه د الفاظو په رنګینیو پورې تړل شوي دي.ممکن ځينې داسې کسان وي چې په وطن مین وي خو د الفاظو رنګیني ونه لري.

ایمل مړوند هم  د ساحل راټولې کړې څېرې خوښې کړې، له انده يې د لیکنې د قوت ټکې په همدې کې دی چې ساحل سره څلور واړه عابدان ډېر ښه راخیستي او لیکنه يې داسې کړې ده، چې تر پایه لوستونکی په ډېره مینه له ځان سره ساتي.

د نوموړي په باور د داسې لیکنې کول ساحل یو نوښت کړی دی او که همداسې دا لړۍ پسې وغځوي، نو یو لوی کار به يې کړی وي ځکه ساحل د نثر ښه ژبه لري او دې لړۍ ته دې دوام ورکړي.

نوموړي د خیران خبرې ته په اشارې سره وویل: ((عابد دومره په وطن مین دی، چې چې هره مسله په دومره رنګینو الفاظو خلکو ته وړاندې کوي چې د خلکو پام ورته وراړوي)).(( د دې جملې نه دلته د ساحل موخه داده چې عابد وطن سره د بې کچې مینې له امله هره وړه او غټه مسله په ډېر ژور ډول او رنګینو الفاظو لیکي)).

استاد عبدالله اغیز وویل که څه هم لیکنه ډېره ښکلې ده، لکه ټولو ملګرو چې خوښه کړه، خو یوازې یو څه اوږده وه او که لګه هڅه وکړي او رالنډه يې کړي لا به ښه شي.

مصور هم د لیکنې ډول خوښ کړ، په وینا يې ساحل کمال کړی او لیکنه يې ډېر ښکلې لیکلې ده ځينې ځایونه په کې طنز هم شته دی چې د لیکنې خوند يې زیات کړی دی.

دوست محمد دوست بیا دې سره همغږی نه وو، چې لیکنه دې لنډه شي، په وینايي که له دې لنډه شي نو بیا به په کې څلور واړه عابد صاحبان راونغاړل شي.

صابر شینواري بیا ویل، چې دا لیکنه یو څه خاکې ته ورته ده او که ساحل لګه خواري وکړي، نو یوه ښه ښاکه ترېنه جوړیدای شي.

په وینا د لیکنې نه د لیکوال د نثر لیکلو قوت ښکاره شو، چې لیکوال ډېر ښه نثر لیکل شي او د ښه نثر د لیکلو وړتیا لري، نوموړی دا ډول لیکنې ډېرې زیاتې ارزښتناکې وبللې.

شینواري ټينګار کولو چې باید خاکه ترېنه جوړه کړي، خو نور ملګري ورسره هغمږي نه وو او ویل يې چې په همدې ډول دې پاتې شي او داسې ډېره خوندوره راغلې ده.

اغیز بیا ویل، چې ښاکه ((ا دبي انځور )) په یو کس لیکل کیږي، خو دا په څو کسانو لیکل شوې ده او که همداسې پاتې شي، نو خوند به يې هم ډېر وي او تر دې وړاندې هم ځينو لیکوالو ورته لیکنې کړي دي.

خو صابر شینواري تر اخره په خپله خبره ولاړ  او ټينګار يې کولو که چیرې ته يې سره جلا جلا کړي او په هر یو تن ځانګړې خاکه ولیکي ښکلې راشي. ولې بیا هم ورسره ګڼ شمېر ملګري همغږي نه وو او ویل يې چې د ساحل لیکلې لیکنه ښکلې ده او په ډېر ښکلي انداز سره لیکل شوې ده او همداسې دې پاتې شي.د هغوی په وینا که چېرته په هر کس جلا جلا لیکنه وشي نو بیا به یو ډول تکراري او سولیدلې لیکنه شي لکه مخکې چې هم ګڼ شمېر نورو لیکوالو دا ډو لیکنې کړي دي.

د اروزونې په پای کې د لیکنې لیکوال بختیار ساحل ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي له ټولو ملګرو مننه وکړه چې پرلیکلې لیکنه يې ورته خبرې وکړې.

او ورپسې یو ازاده مشاعره شوله چې دغو ښاغلو په کې خپل شعرونه وویل:

د غونډې په پای کې د ناستې مشر مېلمه صابر شینواري ته بلنه وکړل شوه، نوموړي د بهیروالو مننه وکړه، چې د میلمه پر څوکۍ يې کینولې او غونډه يې ډېره ښه وارزوله زیاته يې کړه ډېره ښه غونډه وشوه او ډېر ښه بحث په کې وشو، چې ورته په زړه پوری و. او بیا يې خپل یو شعر هم بهیروالو ته واورولو.

د غونډې په پای کې وټاکل شوه چې راتلونکې اونۍ به د خوانیمرګ شاعر سید زمان قسمت ياد تازه کوي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله.

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

 

- ایمل مړوند
بېرته شاته