(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زابل: تاريخي ځايونه د نړېدو سره مخ دي

[13.Mar.2013 - 11:16]

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي، د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ځيني مقدس اماکن د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. د زابل د اطلاعاتو او کلتور مشر عبدالمقيم افغان ټاټوبي اوونيزې ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل چې په دغه ولايت کې ډېر لرغوني ځايونه شته. دى وايي: ((څه موده وړاندي چې زه دلته د رئيس په توګه وټاکل شوم، ما سروې پيل کړه، شاوخوا شل لرغوني تاريخي ځايونه مې په نښه کړل، چې رغولو ته اړتيا لري.)) بالاحصار، غشو څلى، د هولان رباط غونډۍ، د زرين کلا تنګى، د بوستان سيمه، د مېزانې تپه، د توپونو غونډۍ، د شاه قدم سيمه، پاينده خان کلا، سنګر جمال خېل سيمه، سرتاج غونډۍ او بولان غونډۍ د دغه ولايت تاريخي سيمې او د شيخ متي او حسن متي زيارتونه، د محمد هوتک زيارت، د ٤٠ ګزي بابا زيارت، د پير صالح زيارت او د ميانور صاحب زيارت د دغه ولايت له سپېڅلو اماکنو څخه دي. ده له يادو تاريخي ځايونو د زابل بالاحصار (سکندر کلا)، د شيخ متي بابا زيارت او د کابل-کندهار پر لويه لار د "غشو څلى" ياد کړل چې په وينا يې، رغولو ته جدي اړتيا لري. د زابل بالاحصار، چې لرغونتوب يې له مېلاد څخه شاوخوا ٣٢٠ کاله مخکې ته رسېږي، د کلات ښار منځ کې د والي د دفتر ودانۍ په دوه سوه مترۍ کې موقعيت لري، اوس د دې تاريخي کلا دېوالونه تر ډېره نړېدلي دي. دا مهال په دې کلا کې د ملي اردو يوه قطعه پرته ده او د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو انتونونه پکې ولاړ دي. شيخ متي د پښتو ادب لومړنى متصوف شاعر و او زيارت يې د بالاحصار په ودانۍ کې دى. افغان وايي، يادو زيارتونو ته خلک له نورو ولايتونو او آن بهرنيو هيوادونو څخه ورځي. د زابل د اطلاعاتو او کلتور مشر وايي، بالاحصار، د شيخ متي زيارت او د غشو څلى، سره له دې چې د نورو په پرتله په امنو سيمو کې دي، خو پاملرنه ورته نه ده شوې. د هغه په وينا، څو ځله يې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو رياست ته وړانديزونه کړي، خو تر اوسه يې په اړه عملي ګام نه دى پورته شوى. افغان وايي، د وزارت له لوري هر ځل ورته ويل شوي چې د دغو تاريخي ځايونو د رغونې لپاره بوديجه نه لري. افغان وويل، وزارتونه تل د بوديجې د لږ لګولو له امله د ولسي جرګې له نيوکو سره مخ وي، خو: ((موږ چې بيا کله مراجعه کوو، وايي چې بوديجه نشته.)) د مرغومي په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زدکړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه. جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و. خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د زابل په ګډون په ټول هيواد کې شاوخوا ١٢٠٠ تاريخي آبدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. ده وويل چې وزارت خپلې بوديجې ته په پام سره هر کال د هيواد په ځينو سيمو کې تاريخي اثار رغوي. خليلي وايي، له دې امله چې غزنى د اسلامي تمدن د مرکز په توګه پېژندل او ټاکل شوې چې په ٢٠١٣ کال کې هلته د اسلامي هيوادونو د کلتور وزيرانو غونډه جوړه شي، په تېرو څو کلونو کې د وزارت ډېره پاملرنه د غزني د تاريخي اثارو رغولو ته وه. په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د لېبيا په طرابلس کې د اسلامي هيوادونو د کلتور د وزيرانو په غونډه کې غزنى د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هيوادونو د تمدن او کلتور پلازمېنه ونومول شوه. خليلي دا هم وويل چې تېر کال يې زابل ته سفر درلود او هلته يې تاريخي اثار له نژدې ليدلي او بيا رغونه يې د دې وزارت له لومړيتوبونو څخه ده.

راپور : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- ذکي
بېرته شاته