(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تـــــل افــــغـــان وېب پاڼه دوه كلنه شوه ، څنگه يې ارزوئ ؟

[07.Aug.2006 - 15:12] درنـــــــو دوســــــتــانـــــو! ښــې چــــارې ، خـوښـي او بـريـــا مــو د ژونــد پــه ټـولـو بــرخـو ! تل ا فغان وېب پاڼې د ۲۰۰۴ ز كال د اگست په پينځلسمه نيټه د افغان هر اړخيزې ربړې د حل د لارو چارو او د يوه پتمن ، بريمن ، خوښ ، سوكاله او سيال مهذب انساني ژوندانه د بنسټ ايښودو او جوړولو په اړوند زموږ د روښانفكره او پوهگړ پوړ د ګروهو ( نظرونو )او هيلو د بې پرې او بې سانسوره خپرېدو په نيت د پرليكه ( Online ) رسنۍ په بڼه په خپرونو پيل كړى و . له هاغه دمه بيا تر دې مهاله دا دى نږدې دوه كاله تېر شول . د يادونې موخه مو د دې لپاره نه ده چې گوندې د چا شاباسي او ستاينو ته سترگې په لار يو او برېتونه تاوو چې (( يره غټه توره مو كړې ده )) بلكې ښايي له تاسې درنو لوستونكو هيله من شو چې: پدې كې هېڅ اړنگ ( شك ) نشته چې د تل افغان وېب پاڼې په څېر خپرونه به چې يوازې د يوه تن د گوتو د ټكهار، شوگيرونو،د دغه موجودو ليكوالو د ليكنو او د لنډو تنگو امكاناتو محصول وي ، له نيمگړتياوو او بدرنگيو څخه ډكه وي ،كه يې انگېرئ چې تل افغان وېب پاڼه د خپلو موخو په اړوند يو څه ژمنه ده او دخپل رسالت بار تر يوځايه په خپلو ناتوانو اوږو وړلاى شي ، د چلوونكي هلې ځلې يې د (( گونگټې )) عبث خواري نه ده ، نو د دغه نيمگړتياوو په نخښه كولو او د له مينځه وړلو په اړوند يې خپلې گروهې ، گوتنيونې،ارزونې او يا په بل عبارت په اړوند يې كره كتنې له موږ مه سپموئ . ژمنه كوو چې ستاسې درنې گروهې او مشورې به د خپل راتلونكي كار په بهير كې تر ژورې پاملرنې لاندې نيسو .
په افغاني مينې او ادب ډاكـــتـر جـــمــشـېـد ســـــــمـون دتل افغان وېبپاڼې مسئول چلوونكى د۲۰۰۶ ز كال د اگست پينځمه
تـــــل افــــــــغـــان
-
بېرته شاته