(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: ۸۳۹ ښوونځي وران شوي

[29.Jan.2013 - 22:48]

په اسلام آباد کې د شخړو څارونکې اداري(کنفليکټ مانيیټرینګ سنټر)  په پښتونخوا او قبايلی سيمو کې په تيرو دريو کالو کې د وسله والو لخوا په بشپړه  او جزوي توګه د ورانو شوو ښوونځیو(سکولونو) په اړه يو تازه راپور خپور کړی دی.  په راپور کې راغلي دي چې له  ۲۰۰۹م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پوري په پښتونخوا او د مرکز تر انتظام لاندې قبايلي سيمو کې څه نا څه ۸۳۹ ښوونځیي(سکولونه) وران کړل شوي دي.
راپور زياتوی چې ترهګرو يوازې  په تير يوه کال  کې په خيبر پښتونخوا کې ۵۲ او په قبايلي سيمو کې ۲۹ سکولونه په بارودو الوځولي او تباه کړي دي.
په اسلام آباد کې د شخړو څارونکې اداري ډايریکټر عبدالله خان نه وپوښتل چې د سکولونو په اړه ددغه راپور تر څنګ آیا دوی د دې په سببونو هم کومه څیړنه کړې ده چې وسله وال يوازې په پښتون میشته سيمو کې سکولونه ولې په نښه کوي؟. نو دی وايي .
دا داسي يوه وجه ښکاري چې د وسله والو د موجوده نصاب تعليم په اړه تنګ نظره فکر څرګندوي، او هغه خبره چې ګوندې دوی ځکه سکولونه په نښه کوي چې په دغو سکولونو کې پوځ کېمپونه جوړ کړي دي او د هغې  د رد عمل په توګه يې په نښه کوي، نو د مثال په توګه صوابي ضلع کې خو نه د وسله والو روزينيز کېمپونه شته نو دغه سيمه کې پوځ ځاي پر ځاي دي، او تر ټولو زيات سکولونه دغه سيمه کې تباه شوی دي، نو دا څرګندوي چې وسله وال د سکولونو موجوده  نصاب تعليم په لادينيت مبنی ګني حالانکې په پاکستان کې چې کومه لبرل طبقه ده هغه پدغه نصاب تعليم باندې هم نيوکې کوي او وايي، چې په دغه نصاب کې  مذهب ته ډير ځای ورکړل شوی دی، او بله دا چې سکولونه يوازې د خيبر پښتونخوا په پښتون میشته سيمو کې په نښه کېږي، خو  په هزاره،  ايبټ آباد، هري پور  او مانسهره کې سکولونه بالکل نه دي تباه شوي. “
په راپور کې راغلي دي، چې په تير يوه کال کې د قبايلي سيمو  په مومندو  کې تر ټولو زيات ۱۶ سکولونه تر دې راپور تر برابرولو تباه کړل شوی دي، د دې تر څنګ  په خيبر کې نهه ، او په باجوړ، شمالي او جنوبي وزير ستان کې یو یو سکول ترهګرو تباه کړی دی.  خو په پیښور کې د قبايلي سيمو لپاره د تعليم د څانګی ډايريکټر جنرل محمد هاشم خان  بيا په قبايلي سيمو کې په تيرو څو کلونو کې  د تبا ه شویو سکولونو شميره زياته ښيي او وايي، چې
زه له دې  سره راپور سره ځکه اتفاق نه کوم چې په قبايلي سيمو کې موږ سره د وسله والو له خوا په بمي بريدونو کې د تباه کړل شوو سکولونو شميره څه نا څه  ۴۸۰ اتیا جوړيږي، او په شمالي او جنوبي وزير ستان کې يو سکول هم نه دی تباه کړل شوی، او دا ده چې د وسله والو پر ضد  په پوځی عملياتو کې څه سکولونو ته زيان رسيدلی دی، خو د هغي د بيا رغونې لپاره موږ سره باقاعده يو پروګرام شته، او د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو بيلا بيلو مرستندويه ادارو سره په دې لړ کې زموږ خبرې هم روانې دي، البته په مومندو او باجوړ کې موږ په ۷۷ سکولونو کار هم پیل کړي دي او تقريبا دولس سکولونه شروع شوي هم دي."
عبدالله خان وايي، که څه هم د پنجاب او کشمير په ځینو سیمو کې له تيرو څو لسيزو راهیسي  د جهادي کېمپونو او د دغه  جهادي مفکوري سره تړلې ډيرې ډلي شتون لري خو هغوی چېرې هم سکولونه نه دي په نښه کړي او د ده په خبره د هغي وجه دا ده چې هغه وسله والو په جديد نصاب تعليم  مبني سکولونو کې زده کړې تر لاسه کړې او په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې چې کوم وسله وال دي هغوی د مذهبي مدرسو نه فارغ دي او جديد نصاب تعليم ته د لادينيت په نظر ګوري.

 

بلخواد مجیب الرحمان انګار د راپور له مخي دخیبر ایجنسۍ په لرې پرته تیراه سیمه کې د سخت دریزو وسله والو ډلو ترمنځ په روانو نښتو کې د وژل شویو شمیر تر اتیاوو اوښتی دی.
دا نښته، چې د تیرې جمعې پر ورځ د تیراه په میدان نومي سیمه کې د حکومت پلوې انصار الاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ پیل شوې وې لا هم په پوره زور سره روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.
تیرا د خیبر ایجنسۍ یوه غرنۍ سیمه ده، چې یو خوا له افغانستان او په کوردننه له کرمې سره ګډه پوله لري.
یوه امنيتي چارواکي ، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي مشال راډیو ته وویل، چې تراوسه د دواړو خواوو تر اتیا ډېر جنګيالي وژل شوي او ګڼ نور يې ټپیان دي.
دسرچینې دمعلوماتو له مخې ګومان کیږي، چې زیاته مرګ ژوبله به طالبانو ته اوښتې وي، ځکه چې انصار ډله په دفاع  کې ده.
بلخوا ځينې سرچینې په دې نښتو کې  ولسي خلکو ته د زیانونو خبر هم ورکوي، خو په سیمه کې د مواصلاتي او مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دسرچینو دمعلوماتو له مخې دجګړې له وجې یوزیات شمیر ځايي خلک نورو سیمو ته کډه شوي دي.
دخیبر اجنسۍ په دغې لرې پرته سیمه کې د تیرې جمعې له سهاره د دواړو سخت دریزو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
انصار الاسلام، چې یوه حکومت پلوې سخت دریزه ډله بلل کیږي، طالبان ملامتوي، چې تړون  يې مات کړی دی او د دوی پر ځينې مرکزونو او سنګرونو يې بریدونه کړي.
د انصار یوه ویاند دا منله چې طالبانو په لومړي سرکې ددوی ځينې مرکزونه نیولي ول خو ادعايې وکړه چې له لاسه وتلي څو مهمې پوستې يې بیرته نیولي دي.
بلخوا طالبان بیا دغه ادعاوې نه مني او وايي، چې جګړه انصار پيل کړې خو ددوی جنګيالي برلاسي دي.
د طالبانو ویاند له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته ویلي، چې وسله وال يې لا هم پر مهمو سیمو حاکم دي.
تیراه یوه له هغو قبایلي سیمو ده چې بیلابیلې سخت دریزې وسله والې ډلې پکې فعالیت لري.
دمنګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام او حکومت پلوې انصار الاسلام چې له دې ډلې سره زړه دښمني لري له کلونو راهیسې په خیبر اجنسۍ کې سره به جنګ دي.
انصاراسلام دبریلوي او لشکر اسلام د دیوبندي مسلک پلویان دي او پر یوبل تورو پورې کوي، چې کړنې یې داسلامي قوانینو او اصولو پرضد دي.
دوی یو دبل پرضد جنګ جهاد او خپل وژل شوي جنګيالي شهیدان بولي.
که څه هم دغه سیمه د انصار اسلام ډلې مهم مرکز بلل کیږي، خو ویل کیږي، چې وسله وال طالبان هڅه کوي، څو دغه ډله کمزورې او په سیمه کې خپل واک ټینګ کړي.

Source: Mashal Radio

- مشال
بېرته شاته