(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: د باچا خان تلین نن لمانځل کيږي

[21.Jan.2013 - 12:32]

فضل قادر انډیوال

دپېښور21.01.2013: په نشتر هال کې نن د خدايي خدمتګار تحریک د بانې او د عدم تشدد د فلسفې د مبارز، خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) پنځه ویشتم تلین لمانځل کيږي په دې اړه عوامي نيشنل گوند د لويو او وړو غونډو چمتوالې نيولى دي .د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو لیکوال په دې نظر دي چې باچاخان دپښتنو په نبض پوه سیاست وال و. دپېښور پوهنتون استاذ ډاکټر راج ولي شا خټک وايي د پښتنو په تاریخ کې ډیر مهم شخصیتونه تیر شوي خو د باچاخان اهمیت تل تر تله په خپل حال پاتې شوی دی. نوموړی وايي باچا خان قداور او منفرد شخصیت دی.په اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون استاذ ډاکټر حنیف خلیل وايي باچاخان نه یوازې سیاست وال و بلکه یو اصلاح غوښتونکی، دا نشور او لیکوال هم و. خلیل وايي باچاخان د لیکوالو یو فصل پیدا کړی دی، د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدايي خدمتګار تحریک د سیوري لاندې چې کومو لیکوالو پښتو ادب ته څه ورکړي، هغه به تل په یاد ساتلی شي.د صوابۍ سره تعلق لرونکی لیکوال نور الامین یوسفزی وايي باچاخان پښتانه د سیمې ترڅنګ د تړیوال سیاست نه هم خبر کړل. دی وايي پښتانه بختور دي چې د باچاخان غوندې یو مشر یې درلودلو .افغان شاعر او خبریال عزت الله ځواب وايي باچاخان د یوې کورنۍ پورې تړلی سړی نه دی بلکه د ټولو پښتنو شریک مشر دی. دی وايي دباچاخان د عدم تشدد فلسفه په ټوله نړۍ کې خوره ده.باچاخان په اتلس سوه نویم کال کې د خیبر پښتونخوا په اشنغر سیمه کې د ملک بهرام خان په کور کې زیږیدلی او په نولس سوه اته اتیایم کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د خپل وصیت سره سم د ننګرهار په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.دباچاخان د مړینې پنځه ویشت کاله پوره شول، خو تردې ګړۍ دده مزار دده د شان سره سم نه دی جوړ کړی شوی. افغان حکومت وايي د باچاخان کورنۍ ویلي چې دوی دا کار په خپله ترسره کول غواړي بل خوا د پژواک د خبر له مخې : د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، که چېرې د باچا خان کورنۍ د هغه مزار نه شي جوړولى، نو دوى ته دې اجازه ورکړي، چې مزار يې جوړ کړي.د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صميم دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د فخر افغان او د عدم تشدد د فلسفې د سرلاري باچا خان (خان عبدالغفار خان) د مړينې ٢٥ کاله پوره کېږي او ټاکل شوې چې دوه ورځې وروسته يې په پېښور کې کاليزه ونمانځل شي.خان عبدالغفار خان د ١٩٨٨ زېږديز کال د جنورۍ په ٢٠مه وفات شو او د وصيت له مخې په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.شاوخوا شپږ کاله مخکې د باچاخان کورنۍ او د باچاخان بنسټ له خوا په جلال اباد کې د هغه پر قبر د مزار جوړولو چارې پيل شوې، خو تر اوسه يې پنځوس سلنه چارې هم نه دي بشپړې شوې.د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي، چې که چېرې د باچا خان کورنۍ او يا هم عوامي نېشنل ګوند د پښتنو د دغه ستر مشر مزار نه شي جوړولى، نو بيا دې اجازه ورکړي، چې دوى يې جوړ کړي.صميم د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، کلونه کېږي، چې د باچا خان پر مزار کار پيل دى، خو تر اوسه بشپړ شوى نه دى.نوموړي زياته کړه: ((شاوخوا شپږ کلونه وشول، چې د باچا خان مزار هماغسې وران او کنډر پروت دى او تر اوسه جوړ نه شو.))د هغه په وينا، باچا خان د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال وفات شوى او د وخت حکومت ته د نوموړي کورنۍ ويلي وو، چې مقبره يې په خپله رغوي.د صميم په خبره، دوى څو ځلې د باچا له کورنۍ سره دا خبره شريکه کړې، چې مقبره يې افغان دولت جوړوي، خو هغوى په هر ځل څو تنه انجنيران رالېږي، خو بيا هېڅ کار نه پرې کوي.نوموړى زياتوي، چې باچا خان يواځې خپلې کورنۍ ته منسوب شخصيت نه بلکې هغه د ټولو پښتنو وياړ دى.دى وايي: ((دوى دې موږ ته اجازه راکړي، موږ هېڅ ستونزه نه لرو، له مرکز سره خبره شريکوو او د خان بابا مزار پر مقبره کار پيلوو.))د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې مشر پوهندوى لال پاچا وويل، چې د باچا خان د مقبرې په جوړېدو کې، که څه هم د نوموړي کورنۍ بې غوري کوي، خو افغان حکومت هم رغنده رول نه دى لوبولى.نوموړي زياته کړه، چې نه افغان حکومت ته او نه هم د پولې هاخوا خلکو ته د عبدالغفار خان د شخصيت په اړه معلومات شته، يواځې يې د يو شعار په بڼه مخکې کړى دى.د هغه په وينا، د دغه ستر شخصيت مقبره بايد د نړۍ د نورو مشهورو خلکو غوندې وي، نه د اوس په څېر، چې خړه پړه پرته ده.ازمون وايي: ((يوه بېلچه خاوره پرې نن واچوي او يوه سبا، زموږ خلک د دغه شان شخصيتونو په درناوي نه پوهېږي.))د عدم تشدد د فلسفې لاروى، ليکوال او ژورنالېست محمد اصف شينوارى وايي، چې څه موده وړاندې د باچا خان په نامه يوه خيريه ټولنه هم په ننګرهار کې جوړه شوې وه، خو اوس يې درک نشته.نوموړي زياته کړه: ((د بابا په ١٩ تلين کې دغه ټولنې وويل، چې دوى به په جلال اباد کې يو ښوونځى هم د باچا خان په نوم جوړوي، خو هېڅ معلومات يې ونه شول.))هغه پړه د باچاخان پر کورنۍ او د هغه پر ګوند (عوامي نېشنل) ور اچوي او وايي، چې دوى د واک په خوږو بوخت دي او د باچا خان مزار ترې هېر دى.په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند يوه وياند مصطفى ملک وويل، چې دوى پر ياده ودانۍ کار پيل کړى دى.نوموړي زياته کړه: ((زموږ د ګوند جنرل سېکرټري (منشي) ارباب طاهر د بابا پر مقبره کار پيل کړى او په نږدى وخت کې به بشپړ شي.))هغه وايي، چې په دې اړه نور معلومات نه لري.د پښتنو ستر مشر او ملي مبارز خان عبدالغفار خان د ملك بهرام خان زوى په قوم محمدزى، په ۱۸۹۰ زېږديز کال كې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په كلي كې زېږيدلى او په كال ۱۹۸٨ زېږديز كې د ۹۷ كلونو په عمر په پېښور كې وفات شو او شاوخوا ۲٥ كاله وړاندې يې مړى د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال له پېښوره جلال اباد ته راوړل شو او د ننګرهار د استيناف محكمې تر څنګ په خپل باغ كې خاورو ته وسپارل شو.

- انډیوال
بېرته شاته