(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد زرملوال په مړینه دPSDPد غمرازۍ پیغام

[20.Jan.2013 - 23:47]

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبی منلی، ليکوال ، او ژورنالست  ښاغلی غلام محمد زرمل وال نن دیوه نۍ (یکشنبي /اتوار )   په ورځ د ۲۰۱۳ ع کال د جنورۍ د میاشتي په ۲۰ مه نیټه  له خپل ټاټوبي ډیر لیري  په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله لدی  پاتي نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي.    

انالله وانااليه راجعون

ارواښاد غلام محمد زرملوال  په انګلستان کې د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګې بنسټ کییښود، د پښتو اوپښتولۍ سره دبې کچې میني له امله ئي د له ډیر پخوا نه دپښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د مشرانو سره نزدي اړیکي لرلي.

 ارواښاد غلام محمد زرملوال  د پښتو ژبي د بډایني لپاره قلم پورته کړی ؤ،  ګڼي  پوهنیزي اوڅیړنیزي  ارزښتناکي لیکني ئي کړي. چي دده یاد به تل تازه ساتي.
 د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند ارواښاد غلام محمد زرملوال  مړینه  يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي .    روح دی ښاد وي

په درناوي

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

ارواښاد زرملوال د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګې دغړو سره

- PSDP
بېرته شاته