(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باړې مړي خاوروته وسپارل شول

[18.Jan.2013 - 16:12]

د تیرې درینۍ ( نهې یا سه شنبي) په ورځ د خیبر ایجنسۍ په باړه عالم ګودر سیمه کې د وژل شویو ۱۸ ولسي وګړو مړي په خپلو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول، چې د هغوی د خپلوانو په ادعا پاکستانیو امنیتي ځواکونو  وژلي ول.
د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي، د باړې مظاهره چیانو په پیښور کې له یوې جرګې وروسته د احتجاجونو لړۍ درولې ده، او د خپلو غوښتنو لپاره له حکومت سره خبرو ته سلا شوي دي.
دغه پریکړه تېر ماښام د حیات آباد په باغ ناران کې د باړې د مشرانو په یوه جرګه کې وشوه، د دغه جرګې یوه غړي شاه فیصل آپریدي مشال ریډیو ته وویل: ((جرګې دا پریکړه وکړه چې نور نو خپل مړي خاورو ته سپارو  او ګورو چې حکومت راسره سم خبرې کوي او که نه؟ او که یې نه کوي نو بیا به خپل احتجاج ته دوام ورکوو))
د یادې جرګې په مهال د باړې سیمې نه د قامي اسمبلۍ له پاره منتخب شوی غړی حمیدالله جان آپریدی وايي،(( د داسې ډول پیښو سره پر امنیتي ځواکونو  د ځايي خلکو اعتماد ختمېږي، په دې پیښه کې ټول ولسي وګړي په نخښه شوي دي، او زه د داسې پیښو په کلکه غندنه کوم،  د باړې خلکو سره په دې غم کې پوره شریک یم، او په دې لړ کې به یې هر ډول مرسته کوم او چې کوم خلک د پیښور په تاڼو کې بند دي هغه به ورته زر راخوشي کړم))

د یادې جرګې په آخر کې د باړې مشرانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د عالم ګودر د پیښې د پلټنو له پاره دې یو عدالتي جرګګۍ یا کمیشن جوړ کړل شي، په دې پیښه کې دې د وژل شوو کسانو کورنیو ته دې د شهیدانو پانګه ( شهدا پیکج)  ورکړل شي، ګرځبندیز دې لرې کړل شي، د باړې بازارونه او مهمې لارې دې خلاصې کړل شي، په عامو ودانیو دې د توپ  ګولۍ اورول ودروي، او د پیښور په تاڼو کې بندیان د باړې ټول مظاهره چیان دې خوشي کړل شي.
یاده دې وی چې د باړې وژل شویو دغو اتلسو ولسي وګړو مړي د باړې مظاهره چیانو د شورو په ورځ په پیښور کې د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر د کورمخې ته ایښي ول،چې د شپې ناوخته پرې د باړې د خلکو په وینا پولیسو تشدد وکړ،او دغه مړي یې ترې په خپله ولکه کې واخیستل او د خیبر پولیټیکل چارواکو او ایف سی ته یې حواله کړل،اوباړې ته یې واپس یوړل.
د باړې د دغه کشالې  هواره ولو له پاره په پرونۍ جرګه کې د ټاکل شوې ډلې غړي وايي چې حکومت د ځینو خبرو په منلو سلا شوی دی ، او په دستي توګه به د وژل شویو کورنیو کسانو ته د یو تن په سر څلور څلور لاکه روپۍ ورکوي،او د باړې بازار په خلاصولو او ځینې نورو غوښتنو باندې ئې هم ورسره خبرې اترې روانې دي.
د باړې خلک ادعا کوی چې دغه ولسي وګړی امنیتی سرتیرو د تیرې نهې په ورځ په خپلو کورونو کې وژلي دي، خو پوځ لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي او وخت ناوخت په کې د امنیتي سرتیرو او وسلوالو ترمینځ د نښتو په مهال ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي،او د بد امنۍ له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلي دي چې دامهال یې په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ډیری کورنۍ ژوند کوي.
بلخوا  دمشال راډیو د خبر له مخي په پاکستان کې مذهبي عالم محمد طاهر القادري چې په اسلام آباد کې د حکومت خلاف د مظاهرې ترتیبونکی و، د خپلو ملاتړو د څلور ورځنې احتجاج د ختمولو په اړه يې د پاکستاني حکومت سره موافقه وشوه.  
قادري د زیارت په ورځ د حکومت له لس کسيزه پلاوي سره تر خبرو اترو څو ساعته وروسته  د اسلام آباد د لانګ مارچ د ختمولو اعلامیه لاسلیک کړه.
قادري چې د زرګونو کسانو سره یی يو ځای د پاکستان د پارلیماني ودانۍ مخې ته احتجاج کاوی، پر حکومت يې د واک پریښودلو غږ وکړی چې د ده په وينا په درغلي کې ککړ او نا اهله دی.
نوموړي د درغلي په ضد د ګامونو پورته کولو او د انتخاباتي اصلاحاتو غوښتنه کړې. د هغه په مهمو غوښتنو کې د پارلیمان تحليلول او د یو نګران حکومت جوړول شامل دي
دغه اعلامیه وایی قامي اسمبلي به تر 16م مارچ مخکې تحلیل شي چې دا ډول په 90 ورځو کې دننه انتخابات وشي.

- فرهاد شینواری
بېرته شاته