(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوي اصول د ټرانسپورټي نظم لامل

[14.Jan.2013 - 16:02]

نوي اصول د ټرانسپورټي نظم لامل شوي

راپور: عزت الله ذکي

د کندهار د ټرانسپورټ رياست رئيس وايي، په دغه ولايت کې يې په ټرانسپورټي سکټور کې يو لړ اصول وضع کړي، چې له امله يې اصلاحات راغلي، ټرانسپورټي نظم رامنځ ته شوى او د ترافيکي پېښو او تخلفاتو ګراف راکښته شوى دى. نجيب الله احمدي، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې څرګندونې کولې، وويل چې په کندهار کې يې د ټرانسپورټي نظم د رامنځ ته کولو په موخه ځينې نوي اصول وضع کړي، چې پر اساس يې پر مسافروړونکو موټرو او اتحاديو يو ډول محدوديتونه وضع کوي. احمدي وايي: ((موږ د کندهار د ټرانسپورټي اتحاديو په تفاهم او توافق يو لړ اصول وضع کړل، چې تر دې وروسته به د کندهار - کابل موټران تر څلورو بجو مخکې حرکت نه کوي او بله دا چې موټران به يو ځاى حرکت کوي.)) د ښاغلي احمدي په وينا، دا اصول د دې لامل شوي، چې د لويو لارو په اوږدو کې – البته د کندهار په مربوطاتو کې- ټرانسپورټي او ټرافيکي نظم راشي او د پېښو مخه تر ډېره بريده ونيول شي. ده څرګنده كړه چې د تېر شاوخوا يوه کال په اوږدو کې د کندهار په مربوطاتو کې پر لويو لارو کومه د پام وړ ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، چې دا د همدغو اصولو له برکته ده. همدا راز د هغه په وينا، په لومړي ځل د کندهار د ټرانسپورټ رياست د مسافروړونکو اتحاديو د څلور سوه تنو موټرچلوونکو هويت تثبيت کړى او هغه کسان له موټر چلولو منع کړل شوي، چې د موټر چلولو رسمي اجازه ليک يې نه درلود. هغه زياته کړه: ((د نوو اصولو له مخې، هر د مسافر وړونکي موټر چلوونکى بايد د موټر چلولو اجازه ليک او درې څلور کاله کاري تجربه ولري. دغه راز په اصولو کې دا هم راځي، چې هره ټرانسپورټي اتحاديه بايد يو تخنيکي ګروپ ولري، تر څو موټران تر حرکت کولو مخکې له تخنيکي پلوه چيک کړي. د دا ډول ګروپ رامنځ ته کېدل به د هغو موټرو د حرکت مخنيوى کوي، چې تخنيکي ستونزې لري او اصول دا نه ايجابوي چې حرکت وکړي.)) د کندهار د ټرانسپورټ رئيس وايي، هره مسافر وړونکې اتحاديه لسګونه يا سلګونه موټران لري، چې له همدې امله په هره اتحاديه کې د تخنيکي ټيم شتون لازمي بلل کېږي. دى وايي: ((نور به هيڅ مسافر وړونکى موټر مخکې تر دې چې چيک شي، حرکت نه کوي، ځکه يوازې موټرچلوونکي ته نه معلومېږي، چې موټر يې له تخنيکي پلوه د تګ وړتيا لري او که نه.)) د ټرانسپورټي اتحاديو لپاره د سهولتونو رامنځ ته کول، هغوى د ټرانسپورټي نظم مراعاتولو ته هڅول او د عامه ټرانسپورټي خدماتو عرضه کول د ټرانسپورټ رياست په دندو کې راځي. ښاغلى احمدي وايي، د دغه اصل له مخې يې د کندهار د ټرانسپورټي اتحاديو تصفيه پيل کړې ده: ((موږ په کندهار کې ٤٧ هغه ټرانسپورټي اتحاديې، چې يا يې له لويه سره د فعاليت قانوني جوازونه نه درلودل او يا يې جوازونه تر وخت تېر شوي وو، له فعاليت څخه منع کړي، ځکه دا ډول اتحاديې د پېښو پر مهال له قانون څخه فرار کوي.)) د ده په قول، د ټرانسپورټ سکټور کې د ملي کړنلارې مطابق وروستي اصلاحات يې د ټرانسپورټ وزارت په مرسته او د ټرانسپورټي اتحاديو په تفاهم د ټرانسپورټي نظم د تطبيق او د بې نظميو او بې قانونيو د مخنيوي په موخه راوستلي دي. د کندهار د ټرانسپورټ رئيس نجيب الله احمدي وايي، که څه هم په کندهار کې ټرانسپورټي ازدحام د پخوا په پرتله په بې ساري ډول کم شوى، خو بيا هم د ټرانسپورټ رياست توانېدلى، چې د عوايدو په برخه کې ورکول شوى هدف يا ټارګيټ پوره کړي. له کندهار څخه د ايساف د ټرانسپورټي اکمالاتو د مرکز انتقال او له ګاونډي هېواد څخه کندهار ته د موټرو د راتګ کموالى په کندهار کې د ټرانسپورټي ازدحام د کموالي لاملونه دي: ((پخوا به د ايساف زياتره اکمالات له کندهار هوايي ډګر څخه کېدل، خو اوس ٨٠% هلمند ته انتقال شوي دي. همدا راز پخوا به کندهار ته له ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ عرادو پورې موټران راتلل، خو اوس دا شمېر شاوخوا شلو ته راکښته شوى دى. دغې ستونزې د ټرانسپورټ او ګمرک دواړو پر عوايدو اغېز کړى دى.)) نوموړي د کندهار د ټرانسپورټي سکټور په چارو کې د پوره شفافيت ادعا هم وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې آن د سوال ځاى هم نه پيدا کېږي. ده د ځېنو ستونزو د يادولو سره سره وويل، چې په کندهار کې ټرانسپورټ وده کړې ده: ((همدا اوس يوازې د کندهار - بولدک پر لين شاوخوا ٢٠٠٠٠ عرادې کوچني موټران چلېږي، چې دا په کندهار کې د ټرانسپورټ په برخه کې پرمختګ بلل کېږي.)) نوموړي د ټرانسپورټي نظم د راوستلو په برخه کې د خلکو د مرستې هرکلى وکړ او ويې ويل چې تل هڅه کوي د کندهار ټرانسپورټي سکټور کې د خلکو په مرسته اصلاحات راولي او اړين سهولتونه رامنځ ته کړي. ده وويل، په هره برخه کې، چې ستونزه وي، په کار ده خلک يې د ټرانسپورټ ادارې سره په شريکولو کې مرسته وکړي، تر څو ورته حللار وموندل شي. ښاغلي احمدي له ټاټوبي اوونيزې سره د خپلو څرګندونو په دوام د کندهار لپاره د ملي بس تصدي فعالتيا اړينه وبلله، ځکه د ده په قول، د کندهار زياتره خلک غريبکار دي او د ښار داخل کې د ملي بسونو فعاليت ته سخته اړتيا لري. ده هېله څرګنده کړه چې مرکزي اداره په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ وزارت به په دې برخه کې اقدام وکړي او د کندهار ملي بس اداره به فعاله کړي.

سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه

- زکي
بېرته شاته