(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوټه او سوات کې ۱۴۰ تنه شهیدان شول

[10.Jan.2013 - 23:30]

په کوټه کې پر علمدار سړک دوو پرله پسې چاودنو له امله ۵۰ تنه شهیدان تر ۱۰۰ ډېر ژوبل شوي دي. په شهیدانو کې د سماع ټي وي یوه کېمره مېن، شیخ عمران، یو عکاس اقبال، د اېدهي خیره ډلې کارکونکي او پولیس هم شامل دي. او یو رپورټر سیف الرحمن سخت زخمي دی.

د مشال خبریال خدای نور دنورو خبري سرچینو او استخباراتي ادارو د مالوماتو له مخې وايي چې پر علمدار سړک په یو سنوکر کلب کې لومړی چاودنه وشوه چې په کې پنځه تنه ژوبل شول، نو چې کله پولیس، امدادي کارکونکي او خبریالان د پېښې ځای ته ورسېدل نو یو بله زوروره چاودنه وشوه چېد وروستیو مالوماتو له مخې ۵۰ تنه شهیدان شول او تر ۱۰۴ زیات کسان په کې ژوبل دي.
بلخوا د کوټې پر ایېر پورټ سړک هم له دوو وړو وړو چادونو درې تنه ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې نن ماځیګر مهال د کوټې ښار په باچاخان چوک کې یوه درنه چاودنه وشوه، چې په کې ۱۲ تنه شهیدان شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي. د پولیس یو مشر میر زیبر محمودوايي، په چاودنه کې د ملېشې ځواکونو سرتېري هم ژوبل دي، نوموړي دا ونه ویل چې د چاودنې هدف ملېشه ځواکونه ول، چې له برید سره نژدې یې یوه پوسته هم ده.
د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر وايي، چې په برید کې تر ډېره ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په باچاخان چوک کې یوه ځايي دوکاندار مشال راډيو ته وویل، چې پر چوک یو مشکوک کارټن پروت وو، او ملېشې ځواکونو ته یې خبر وکړ او بیا هغوی د بم شنډولو ډله راوغوښتله، د ده په خبره چې کله د بم شنډولو ډله راورسېدله، نو ورسره سم چاودنه وشوله، چې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. ګڼو دوکانو او موټرانو ته زیان ورسېدلی. تراوسه لا هم هیڅ یوې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د بلوچستان صوبې مرکز کوټه کې په بیا بیا د بمي چاودنې او هدفي وژنې تر سره کېږي، چې سبب یې د بلوڅ خپلواکي غوښتنونکو ډلو اوپاکستانیو سرکاري امنیتي ادارو ترمنځ نښتې او پر یو بل بریدونه او یا هم فرقه ییزه تندلارې ډلې بلل کېږي.

دغه راز د نیاز احمد د خبر له مخي د سوات مينګورې  ښار سره نزدې پر تخته بند روډ په یوه تبليغي مرکز کې له چاودنې ۲۱ کسان شهیدان او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي.
د پښتونخوا په سوات سيمه کې په تبليغي جماعت کې هاغه وخت چاودنه وشوه، چېکله تردووزرو پورې کسان یو جومات کې دننه د ماښام لمانځه ته په انتظارناست وو.
د جماعت امام حضرت يوسف له مخې  دغه چاودنه د جومات په مينځ کې دننه شوې. له  چاودنې وروسته ژوبل تنان او مړي سيدوشريف روغتون ته رسول شوي دي.
د سيدوشريف روغتون مشر ډاکټرخورشيد وايي، دا  وخت په روغتون کې د ۲۱ تنو شهیدانو  مړي او تر ۵۰ زیات  ژوبل کسان  راوړل شوي دي.  چې پکې د ځینو حالت مرګونی ښودل کېږي.
د ملاکنډ ډي آی جي اخترحيات وايي، چې دغه تره ګرۍ واقعه کيدای  شي،  نورې پلټنې روانې دي.
ځايي خلک  اوژوبل تنان وايي چې چاودنه دومره زوره وره وه چې د جماعت ټولې شيشې او دروازې يي ماتې کړې دي. دوی شک څرګندوي چې کېدای ځانمرګی بريد  وي. په سيمه کې پوليس او دپاکستان پوځ پلټنې شورو کړې دي.
بلخوا د مجید بابر د رپوټ له مخي  د تيري یوي لسیزي راهيسي په پاکستان کې او د تيرو څو لسیزو راهیسی د نړي په بيلا بیلو هيوادونو کې يو شمير وسله والو ډلو د اسلام په نوم د خپلې تشريح شوې نظريې د عملي کولو لپاره د حکومتي او غير حکومتي ادارو  کارکونکو د وژني، د پلونو ، سکولونو، صحي مرکزونو او غرض د هر هغه بنيادي ډهانچې د تباه کولو یوه نه ختميدونکې لړۍ پيل کړېده، چې عام ولس ترې ګټې پورته کوي، او د ټولنې د پرمختګ وسیله جوړيداې شي.
مفتي فضل منان وايي، "چې اسلام په قطعي توګه د د ا ډول تګلارو چې د تباهي عنصر پکې شامل وي او د دين نه د کرکې احساس تري پيدا کېږي اجازت نه ورکوي. او څوک هم چې د اسلام په نامه د خلکو فصلونو ، ونې او ودانيو ته زيان رسوي، الله تعالی د هغو خلکو په اړه په قرآن پاک کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وختونو کې د يو کس اخنس بن سوريت واقعه بیان کړې چې هغه به د مسلمانانو سره کېناستو او د رسول د خداي په محفل کې به هم وو خو چې کله به ي د مسلمانانو سره څه ډول کېنه پيدا شوه نو هغه به بیا د مسلمانانو فصلونه سيځل، پټي به يې ورانول او د هغوی د مالونو نه  به  يې پښې غوڅولي. الله تعالي د هغه په اړه ایتونه نازل کړل او هغه یې د منافق په نامه ياد کړ."
په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفيسر  حسن عسکري بيا وايي چې د تاريخ په پاڼو کې راغلو واقعو نه دا مالوميږی چې کومو تحريکونو هم د وسلې او تشدد پر اساس د خپلو نظريو پر مخ د بوتلو لاره خپله کړي ده، هغه تحریکونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.
"
چې کوم تحريکونه هم دې لکه طالبان او يا نورې ډلې. نو هغوی نړۍ ته د هغوی په نظر د کتو  یوه نظريه رامنځته کوي. چې په نړۍ کې روانو معاملو او واقعاتو ته په کوم نظر کتل په کار ده ، او که څوک غواړي چې د دغو نظريو د مخنيوي لپاره متبادیله نظريه ټولنه کې رامنځته کړي ،نو بيا به عام ولس ته رسېدل  په کار وي. هغوی ته به  ويل غواړي چې  د سوچ کولو  متبادیلې لارې څه کېدی شي. او د دې نظريې لپاره بیا  ملاتړي پيدا کول  ضروري وي چې د خلکو ذهنونه بدل شي.  او هغوی په دې پوه شي چې  د بدلون راوستو لپاره یوازي د ټوپک لاره نه ده  بلکې د يو ټولينيز  او يا مذهبي نظام  د ودورلو لپاره د تشدد او ټوپک نه  بغير هم کار کېدای شي."
په هره ټولنه کې د نظريو پر مخ بيولو لپاره د ولسي او سياسي ادارو شتون ډير ضروري وي دا چې په پاکستان کې د کومې متبادیلې نظريې خبره پروفيسر حسن عسکري کوي ايا د هغې نظريې عام ولس ته د رسولو لپاره مطلوبه اداري شته او که نه ، پروفيسر حسن عسکري یې په اړه وايي.
"
متبادیل فکر خو شته، خو مسله دا ده چې هغه متبادیل فکر په موثره توګه نه خوريږی، او د سختدريځو  پر ضد  متبادیل فکر په بنيادي توګه يوازې حکومت پر مخ وړي. خو هغوی دغه متبادیل فکر عام ولس ته د رسولو او پر مخ بوتلو لپاره په ريښتیا معنو کار ونه کړ . او حکومت چې کوم اقدامات کړي هم دې د هغې د عملي کولو لپاره د يو سياسي چوکاټ په رامنځته کولو کې ناکامه شوي دي. نو ځکه په  پاکستان کې لا هم د اسلامي سختدريځۍ او تشدد لاره بر لاسې ده."
پروفیسر حسن عسکري وايي چې که څه هم په پاکستان کې وسله والې ډلې د اسلام  نوم  اخلي خو د ده په وینا داسې کوم مثالونه نشته چې د بر بريت په تګلاره چرته هم اسلامي نظام قایم شوي او يا پیاوړی شوی وي.

Source: Mashaal Radio

- مشال
بېرته شاته