(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDPد فرانکفورت څانګي غمرازی اوغندنه

[22.Dec.2012 - 18:18]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد  فرانکفورت څانګي د ۲۰۱۲ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ مه نیټه دفرانکفورت په ښار کی بیړنۍ غونډه وکړه.

غونډه  د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې دګډونوالو له خوا  د پښتونخواسینئر سوبائی وزیر او د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي کمیتۍ غړي  ارواښاد بشیر احمد بلور باندی ناروا، نا ځوانه  او غیراسلامی ځانمرګی برید په کلکه سره وغندل شو او د شهیدانو روح ته دعا وشوه.

  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود  فرانکفورت څانګي  مشر ښاغلی محمد اقبال لالا  وویل چې  د پښتنو دښمنان به  د پښتنود مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي،  مونږ د شهید بشیر احمد بلور صیب جرئت او خدمت او قربانیو ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوو، شهید بشیر احمد بلور  او ورسره نورو شهیدانو  ته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوو له حاجي غلام احمد بلور او او عوامی نشنل ګوند سره پدې  نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼو.

  روح دی ښاد وی

لالا اقبال

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود  فرانکفورت څانګي  مشر

- خبرڅانکه
بېرته شاته