(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اعلاميه

[08.Nov.2012 - 14:33]

په خبرونو کې مو واورېدل چې د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان په خپلو جهادي قومندانانو او ملګرو غږ کړى دى چې په ٢٠١٤ز کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته سره ځانونه منظم کړي، د نن سهار غټ خبر هم دا و چې د هرات ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د اسماعيل خان پلويانو او قومندانانو پر خلکو وسلې وېشلي دي او ځوانان يې مسلح کړي دي.
په ننګرهار کې مثبت بدلون ټولنه د حکومت د يو وزير په توګه د اسماعيل خان دغه ډول بې فکره، مغرضانه او د هېواد و ملت پر ضد خبرې او د هغه د قومندانانو له خوا پر خلکو او ځوانانو د وسلو وېشلو اقدام د دې هېواد او خلکو لپاره يو بل نوى سر خوږى ګڼي، په کلکه يې غندي او د دولت له جمهور رئيس حامد کرزي، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، سترې محکمې، لويې څارنوالۍ، د ملګرو ملتونو له سياسي استازولۍ يا يوناما، د بشري حقوقو خپلواک کميسيون او نورو ټولو اړونده ادارو او ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د دغسې ملت او هېواد ضد اشخاصو مخه ونيسي او له حکومت او نظام څخه يې لاسونه لنډ کړي.
مثبت بدلون ټولنه د واحدې او پياوړې ملي اردو او ملي پوليسو درلودل د ټول هېواد او ټولو خلکو د خدمت او امنيت ساتلو لپاره کافي ګڼي او د هېواد په کچه او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دغسې سيمه ييز نظامي او شبه نظامي تشکيلاتو او جوړښتونو ته په کرکه ګوري او پر خلاف يې خپل غږ پورته کوي.
دا چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې اختطافونه او د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوي دي، مثبت بدلون ټولنه په سيمه ييزه کچه د دغسې بې مسووليته وسله والو ډلو رامنځته کول د اختطافونو، جنايتونو او ډلييزو غلاګانو د ډېرېدا لپاره يو بد شګون ګڼي.
موږ حق لرو چې د ناخوالو پر خلاف خپل غږ پورته کړو او (نه) ورته ووايوو.
مثبت بدلون ټولنه
ننګرهار

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

- پسرلی
بېرته شاته