(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستر لیکوال مراد شینواری په مړینه دPSDP غمرازی

[18.Feb.2012 - 18:26]

لواړګی، ۱۸/۱/۲۰۱۱

په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی  د د پښتو د پښتو ژبې د غزل د باباامیر حمزه خان شینواری  زوی ،ستر شاعر او لیکوال  ښاغلی مراد شینواری د ۹۰کالونوپه عمر  د خپلی ورپیښی ناروغئ له امله  د ۲۰۱۲ع کال د فبرورئ   د میاشتی په۱۸ مه نیټه دخالی(شنبی)په ورځ لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد مراد شینواری دپښتني  کولتور او ژبي د ودي او پرمحتیا لپاره لکه د خپل پلار ارواښاد حمزه بابا په شان نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړی دی  چی پښتون قام به دده خدمتونه تل یاد ساتی

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Party - PSDP دارواښاد مراد شینواری مړینه  پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ،ارواښاد ته د لوی خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ  ،خپلوانواو ادبي ملګرو سره  ئی په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي

روح دی ښاد وی

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

 

لواړګی : د پښتو ژبې لوی شاعر او لیکوال مراد شینواری دحمزه  بابا زوی چی  دوه میاشتې مخکې ناروغه شوی وونن (د ۲۰۱۲ز کال د فبرورۍ ۱۸مه) د 90کالونو په عمر په حق ورسید اوجنازه ئی هم نن د خببر په لواړګي کېپه خپله پلرنۍ هدیره کی  خاورو ته وسپارل شوه.
مراد شینواری شاعر وو، افسانې یې لیکلې، ډرامې یې لیکلې او نور ادیبي کارونه یې کول او له مودې راهیسې ناروغ وو. د مراد شینواري پلار حمزه بابا هم د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه مړ شوی وو او په ۲۰۱۲ز کال کې یې ۱۸م تلین وو.

​​مراد شینواری د پېښور په پوهنتون کې د پښتو په پوهنځي کې د کتابتون سمبالوونکی هم وو او د پاکستان په راډیو کې یې تر  ډیري مودې کار هم کړی دی.
د مراد شینواري درې کتابونه، د خیبر ادب، ایینه او پلوشې په نوم کتابونه چاپ شوي دي.
د پېښور پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي رییس ډاکتر راج ولي شاه خټک وايي، د مراد شینواري له مړینې سره د ادب په میدان کې خلا پیدا شوې ده.
دی وايي، مراد شینواری ډېر پوخ ادبي عمر ته رسېدلی وو او اوس یې د مړینې له کبله تشیا را منځ ته شوې ده.
ډاکتر خټک وايي د مراد شینواري د لیکنې طرز یا اسلوب ځانګړی وو.
نامتو شاعر او د پښتو ژبې استاد اباسین یوسفزی وايي: (( [مراد شینواری] زیرک او ډېر استاد نظم [بوله] وو، ډېر ښایسته نظمونه یې لیکلي دي. ‘تا ته یاد شي پېښوره، یو ملنګ به اوسېده’ په نوم یو ډېر ښایسته نظم لیکلی وو. ډېرې ښایسته لوبې یې لیکلې وې. پر رحمان بابا یې یو نظم لیکلی وو. دا هر څه د مراد صاحب تخلیق وو.))
په دې وروستیو کې د نوموړي د درملنې لپاره ورته افغان ولسمشر حامد کرزي، د خیبر انتظامي مشر، او یوې نا دولتي ادارې پیسې هم ور استولې وې.

د پښتو ژبې  دستر شاعر اؤ اديب  بابائےغزل اميرحمزه خان شينواري 18م تلين دخالي په ورځ په عقيدت او احترام سره په داسې حال کې لمانځل شوې چې هم نن د هغه ځوې اونومیالې شاعر مراد شېنواري  هم دناروغتیا وروسته پحق رسېدلې دې.بلخوا هم نن د پښتونخوا دکلتور محکمې  داميرحمزه خان شينواري  دتلين په مناسبت ديوې دستورې تابيا کړې وه چې پکې  دپښتونخوا او قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکو  شاعرانو، اديبانو او دانشورانو په گڼ شمير کې برخه واخستهدستورې(غونډي)  ته دخپلې وينا په مهال گورنر  ښاغلي کوثر وويل دپښتو شعروادب په نړۍ کې اميرحمزه خان شينوارى يو جوت مقام لري  او هغه په سيمه ييزه نۀ بلکې په نړيواله توگه خپله پيژندگلو پيدا کړې ده.
گورنر وويل  دحمزه بابا په شاعرۍ کې چې کومه ژورتيا او پراختيا ليدلى شي دهغې اندازه نۀ شي کيدى.
هغه وويل اميرحمزه خان شينواري فلسفه ، ادب ، عشق ، تصوف او جذبه په اولسي قالب کې ځايې کړي او  پښتو غزل ته يې ديو نوي رنگ په ورکولو پښتو ادب  په ټوله نړۍ کې خور کړى دى.

 دحمزه بابا دتلين په مناسبت  دجوړې شوې دغه دستورې په پايې کې يوه مشاعره هم وشوه  چې پکې  دپښتو  نوميالو شاعرانو امير حمزه خان شينواري ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.

Veteran son of the veteran father Murad Shinwari dies

LANDIKOTAL: allvoices

 Prominent Pashto poet, fictionist, critic and writer of dozens of books Murad Shinwari breathed his last in Khyber Teaching Hospital (KTH)Peshawar and was laid to rest laid to rest beside his father Hamza Baba in Landikotal.

Murad Shinwari, 83, the lone son of Baba-e-Pashto Ghazal Amir Hamza Khan Shinwari, was admitted to Khyber Teaching Hospital some one month ago when he suffered of haemrrhage. He was one of the pioneers of new trends in the modern Pashto poem.

The coffin of the late Murad Shinwari was dispatched to Landikotal where he was laid to rest at 5 pm in the presence of Pashto poets, artists, religious and political leaders, officials of the local administration, members of civil society and those who loved the Hamza Baba and his family.

Murad Shinwari lived a miserable life as he was drawing a meagre pension from the Pakistan Broadcasting Corporation.

Murad Shinwari was born on 1928 at Landikotal in the house of Hamza Baba who also followed father’s life. He got his early education from a government school in Peshawar and then did Bachelor of Teaching from the Punjab University and master in Pashto literature from University of Peshawar.

He was awarded gold medal for his outstanding position and appointed as librarian, lexicographer and translator at the Pashto Academy, University of Peshawar. He also served in Khyber Rifles as senior instructor but switched over to Radio Pakistan, Peshawar and retired as senior script editor in 1989.

Murad Shinwari is considered as the pioneer of ‘azad nazm’ (free verse) in Pashto and author of several books in Pashto, Palwashay (short stories collection) and Khyber Adab. The translation of two plays of Shakespeare including ‘The Merchant of Venice’ and Alfred Tennyson’s poem ‘The Lady of Shallot’ in versified Pashto were his masterpieces.

He wrote screenplays and songs for more than 50 Pashto films in which he projected real Pakhtun culture.

He regularly contributed articles to numerous Pashto magazines and newspapers on various literary and social issues

- خپرنیزه څانګه
بېرته شاته