(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتوژبی سندرغاړی رسول باچا مړ شو

[05.Jan.2012 - 14:20]

په ډیره خواشینئ سره خبر تر لاسه کړ چی دپښتو ژبې پيزندلشوی ،نامتو او خوږ غږی  سندرغاړیښاغلی  رسول باچا  پرون شپه د اسلام اباد په پمز روغتون کې   د خپلی ورپیښی ناروغئ له امله  د د ۲۰۱۲ کال د جنورئ به ۳مه نیټه دچارشنبی په شپه د پنځه پنځوس کالو په عمر لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی

انالله و اناالیه راجعون
دارواښاد رسول باچا جنازه په  ۴جنورئ ۲۰۱۱ د پنجشنبی (زیارت) په ورځ په  بنو  کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه
ارواښاد رسول باچا د پښتونخوا د بنو په  ککي پیرخیل کلي کی زیږیدلی ؤ.او دخپلی ځوانئ له مهاله ئید پښتو ژبی او موسیقۍ چوپړ ته ملا تړلی وه،دپېښور راډيو ، تلویزون، نشترهال او میوزیک سنټرونو لپاره په زرګونو سندرې ریکارډ کړي  د پښتنو ګڼی حجری ئی په خپل زړه راښکونکی اواز ښکلی کړی وی. دده زړه راښکونکی غږ به د پښتنو په زړونو کی تل پاتی وی او دده یاد به تل تازه ساتی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد رسول باچا مړینه پښتنی کولتور  ته یوه ستره ضایع بولی ، د کورنئ ، خپلوانو، دوستانو او د فن د ملګرو سره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی
روح دی ښاد وی جنت فردوس دی په نصیب شی
 
- زمونږخبریال
بېرته شاته