(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان: حکومت سره مذاکرات روان دي

[10.Dec.2011 - 15:39]
ډیوه :افغانستان کې د امریکا سفیر ریان سي کروکر ویلي فکر نه کوي چې په روانه اونۍ د شعېه مسلمانانو په یو مزار ترسره شوي خونړي ځانمرگي برید وروسته په دغه هېواد کې د مختلف مذهبي ډلو ترمېنځ فرقه ایز تشدد پېل شي.
نوموړي وویل چې هغه فکر نه کوي چې دا پېښه به د فرقه ایز نښتو اړخ ته ځي ، ځکه چې افغانستان کې شعېه مسلمانانو مشرانو د صبر نه د کار اخستو غږ کړې دی.
ښاغلي کروکر په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل چې هغه په فکر کېدې شي د دغه برید منصوبه بندي په پاکستان کې جوړه شوي وي.
په افغانستان کې ډیر چارواکي د دغه برید ترشا د پاکستان کالعدم تندرویه  لشکر جهنگوي ډله گرځوي چې د عاشورې په ورځ  پايتخت کابل کې  د شيعه ورورولۍ په يو مزار  ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 56 کسان وژل شوي وؤ او د 160 نه زیات ژوبل شوي وؤ.
ریان کروکر چې درې کاله پاکستان کې د امریکا سفېر پاتې شوې دې زیاته کړه چې په ذمه وارې سره نشي ویلې چې دا کار لشکر جهنگوي کړې دی.
نوموړي وویل دغه ډله کمزورې ده او هغه نه گڼي چې په افغانستان کې کوم ملگري ډله لري. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نسکور کېدو وروسته په تېرو لسو کالنو کې دا برید د فرقه ایز تشدد د ټولو غټه پېښه ده.
 
افغان حکومت په  کابل او شمالي ښار مزار شريف کې ترسره شوؤ ددغو چاؤدنو پلټنې پيل کړي او د دې خبرې معلومولو هڅه کولى شي چې  د چاؤدنو پشا د چا لاس کيدى شي؟ ځکه چې  افغاني طالبانو ددغه بريد دمسؤليت منلو څخه انکار کړى  او دا يې ظالمانه کارروائي گرځولې.
؟ دغو دوؤ بمي چاؤدنو افغانستان کې دفرقه ييز تشدد پيدا کولو انديښنې پيدا کړي.   څېړونکي وایي  کۀ چرې  لشکرجهنگوي  يا کومې بلې پاکستانۍ تندرويه ډلې دغه بريدونه ترسره کړي وؤ نو په ممکنه توگه  دبريدونو په ترسره کولو کې افغاني طالبانو هم څه ناڅه کردار ترسره کړى وي
 
د پاکستانی طالبانو یو مشر کمانډر مولوي فقېر محمد د خالی په ورځ ویلي چې پاکستانی حکومت سره یې امن لپاره خبرې اترې شوي دي.
مولوي فقېر محمد چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان نائب امیر او د باجوړ طالبانو  مشر دی د یو نامعلوم ځاې نه خبریالانو ته د ټیلی فون د لارې ویلی چې حکومت سره خبرې اترې په سم ډول روانې دي.
برتانوي خبرې ادارې ترمخه مولوی فقیر ویلی « که حکومت سره مذاکرات کامیابی شي او دوي په باجوړ کې یوه لوظنامه لس لیک کولو قابل شي نو بیا حکومت د سوات ، مومندو ، اورکزو په گډون د جنوبي وزیرستان طالبانو سره دغه ډول لوظنامې کولې شي».
د مولوي فقیر محمد په وینا باجوړ به د نورو سیمو لپاره یوه نمونه وي. تېره میاشت د طالبانو ویاند ، پاکستانی پوځ او حکومت د څه قسمه امن مذاکرات په حقله د خبرونو تردېد کړې ؤ.
د پاکستان حکومت لخوا تر اوسه  د طالبانو د دغه بیان باندې کوم غبرگون مخې ته نه دې راغلې.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چې د څه قسم امن خبرو اترو وړاندې به جنگیالو ته وسله غورځول وي.
د پاکستان حکومت په تېر وخت کې هم پاکستانی طالبانو سره امن لوظنامې لاس لیک کړي وې خو دغه لوظنامې ډیر وخت پورې قائمې پاتې شوي نه دې.
ځېنی څېړونکي نظر لري چې دغه ډول لوظنامې طالبان خپل ځان منظم کولو لپاره کاروي او منظم کېدو وروسته بیا په پاکستاني او گاونډي هېواد افغانستان کې په نړیوال ځواکونو بریدونه کوي.
د پاکستان صدر اصف علی زرداري د طبي معائنې لپاره  په دوبۍ کې دى ویلی چې د هغه طبعیت د وړاندې نه اوس ډیر ښه دې او ډیر زر به بیرته وطن ته ستنېږي.
ښاغلي  زرداري دغه وینا د پاکستان د یوې شخصي ټیلي ویژن خبریال حامد میر سره په وینا کې کړې ده.
حامد مېر د ښاغلي زرداري سره شوؤ خبرو تفصیل دپاکستان حکومتی مېډیا ته ورکړي چې وایي د ډاکټرانو په مشوره اوس له ارام کوي او د هغه د صحت په اړه روانو ټولو گنگوسو نه خبر دی.
د ښاغلی میر په وینا صدر زرداري هغه ته وویل چې « زما دښمنانو به خوا نه یخيږي  » . نوموړي وویل چې زرداري ورته ویلي چې هغه کله هم د پاکستان د تښتېدو په اړه فکر نه دې کړې او  مرگ او ژوند یې پاکستان سره تړلې دی.
او کوم خلک چې وطن نه تښتي نو هغوی خپل بچي هم ځان سره بیایي خو  هغه خپل زوی بلاول بوټو پاکستان کې پرېښې دې.      
 
صدر زرداري  د نهې په ورځ په ناڅاپي سفر د علاج لپاره دوبۍ ته تللې دی. د ښاغلي زرداري د دبۍ ته تلو وروسته په پاکستان کې دننه د هغه د استفا  ورکولو په اړه گنگوسی خپاره شوي دی چې تر اوسه هم روانې دي.
پاکستاني نژاده امريکائي  وگړي منصور اعجاز  تور لگولى ؤ چې هغه په واشنگټن کې  دپاکستان دپخواني سفير حسين حقاني په وينا دصدر زرداري سره منسوب  يو خفيه خط  دامريکا دگډو ځواکونو  دکميټې پخواني چئيرمين ايډمرل مائيک مولن پورې رسولى ؤ،   دمنصور اعجاز ترمخه خط کې  امريکائي مشر څخه غوښتنه شوې وه چې  دحکومت  ژغورلو لپاره دې په پوځ فشار راوړل شي.
 
چې له دې وروستو  صدر زرداري  هم دمختلفو حلقو له لوري  دتنقيد سره مخ دى  او دحزب اختلاف گوند مسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف  په خفيه خط کې  دککړو کسانو په گوته کولو او  هغوي ته  دسزا ورکولو لپاره  دپاکستان ستره محکمه کې يو درخواست هم جمع کړى.
 
په دغه درخواست کې دحسين حقاني ترڅنگ دپاکستان صدر اصف علي زرداري، وفاق او پوځي قيادت هم فريق جوړ کړل شوى.
حسين حقاني او حکومت په ميمو گيټ اسکينډلز کې  دککړتيا څخه انکار کړى، دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په امر حسين حقاني پاکستان ته بيرته تللى او دخپلې عهدې څخه يې استعفې ورکړې وه ، حسين حقاني وائي چې  دخپلې صفايۍ لپاره عدالت ته وړاندې کيږي.
 
پاکستان په راتلونکي کې د افغانستان له اړخه د نېټو لخوا د ممکنه هوائی بریدنو موثر ځواب ورکولو لپاره خپل غربي پولو باندې د دفاعي وسلو د پرځاې کولو  په اړه غور کوي.
د پاکستان په سېنټ کې د دفاع په اړه د سينيټ  قائمه کميټۍ مشر جاوید اشرف قاضي وائس اف امریکا سره خبرو کې ویلي چې د زیارت په ورځ د کمېټۍ شوي غونډه کې ډائريکټر جنرل  ملټري اپريشنز( ډي جي ايم او) وینا وه چې د تیره میاشت نېټو لخوا خونړۍ برید وروسته ددغه ډول گامونه اخستل ضروري شوي دي.
ښاغلي قاضي چې په خپله هم د پاکستان پوځ پخوانۍ جنرل دې زیاته کړه پوځ تر اوسه دغه وسلې پرځاې کړي نه دي خو د پرځاې کولو معامله باندې غور روان دی.
تېره ورځ شوي غونډه  ډي جي ايم او دا هم ویلي وؤ چې د نومبر په 26مه نيټه د افغانستان دپولې ترڅنگ  د پاکستان په قبائيلي سيمه  مومند ايجنسۍ  کې د نېټو هیلي کاپټرو لخوا د پاکستاني پوځيانو په سلاله  نومې  چيک پوسټ بمبارۍ يو ارادي عمل او ديوې منصوبې  برخه وه.
هغه ویلي وؤ چې نېټو ځواکونو د تندلارو پرضد کاروائي لپاره د دواړو غاړو لخوا ټاکل شوي قانون سرغړونه کړې ده.   
 
هغه وويل  دنيټو چارواکو  دکارروايۍ  دمقام په حقله په رابطه مرکز کې په غلطو معلوماتو ورکولو پاکستاني افسر ته دهوکه ورکړې وه
ډي جي ايم او زياته کړه  د بريد دوړاندې څخه منصوبه بندي شوې وه  او مقصد يې طالبان  مضبوطول ؤ ځکه چې  دغه دواړه چيک پوسټونه  دتندلارو دله مينځه وړلو لپاره جوړ کړل شوي وؤ
  هغه وويل چې  ترهه گر  دغرونو څوکو ته کلي هم نۀ دي ورغلي او  هغوي  په خندقونو  کې پټيږي.
ددغه غونډې په مهال  دخارجه دفتر او دفاع  دوزارت چارواکي هم موجود وؤ.
 
د مشال راډیو د خبرونو د مرکزي څانګې رپورټ ژباړه :  پامیر ساحل
 په افغان پلازمېنې کابل کې د عاشورې پر ورځ د ځانمرګي برید پړه په پاکستان کې مېشتې وسله والې ډلې لښکرې جنګوي العالمي ومنله. په دې ځانمرګي برید کې چې اهل تشیع د مسلک خلکو پر یوه مزار شوی وو، لږ تر لږه ۵۵کسان وژل شوي او له ۱۶۰زیات ژوبل شوي ول. لښکرې جنګوي ډله څنګه پیدا شوې وه؟
په کابل کې تر برید وروسته، د ماسپښین پر مهال د قاري ابوبکر منصور په نوم یوه کس بېلا بېلو رسنیو ته وویل چې پر شیعه ګانو د شوي برید پړه لښکرې جنګوي العالمي ډله مني.
قاري ابوبکر منصور ځان د لښکرې جنګوي اورپکې ډلې ویاند په توګه رسنیو ته ور پېژندلی دی.
افغان ولسمشر حامد کرزی چې تر دې برید وروسته یې د اروپا سفر له وخته مخکې ختم کړ او کابل ته لاړ نو دا یې منلې وه چې لښکرې جنګوي دا برید کړی دی.
نوموړي په روغتون کې له ژوبلو شویو کسانو سره ولیدل او بیا یې خبریالانو ته وویل، د دې پېښې پلټنې کوي او د پاکستان له حکومت سره به په دې اړه خبرې کوي.
د برتانیې په لندن کې د چتم هاوس په نوم یوې څېړنیزې ادارې د پاکستان د چارو کار پوهه فرزانه شیخ وايي، لښکرې جنګوي ډله له یوې بلې سختدریځه ډلې انجمن سپاه صحابه پاکستان را وتلې ده. سپاه صحابه ډله غواړي پاکستان په سوني دولت واړوي. له همدې سختدریځې ډلې لښکرې جنګوي را ووته چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د پاکستان تر ټولو خونړۍ فرقه ییزې اورپکې ډلې په کتار کې راتلله.
فرزانه شیخ وايي، اوس لښکرې جنګوي العالمي، له لښکرې جنګوي را وتلې اورپکه ډله ګڼل کېږي.
لښکرې جنګوي ډله په پاکستان کې په ۲۰۰۲ز کال کې تر بندیز لاندې راغله ځکه چې دې د زرګونه شیعه ګانو په وژنې کې لاس در لود.
((د دې نیلې په جنوبي پنجاب کې د جنګ په ضلعې کې دي. له هغه ځایه دوی په واضح ډول د پاکستان نورو برخو ته تللي دي. په ځانګړي ډول بلوچستان ته. هلته دوی پړ دي او بې له شکه یې د شیعه هزاره ګانو پر وړاندې د وژونکو بریدونو د لړۍ پړه منلې ده.))
فرزانه شیخ وايي، د دې ډلې یو وخت د پاکستان له استخباراتي ادارو سره نېږدې اړیکي ول. نوموړې وايي، همدا لامل دی چې لښکرې جنګوي ډلې په افغانستان کې ځانته ځایونه پیدا کړل ځکه چې د اسلام اباد، د طالبانو له رژیم سره اړیکي ول. له افغانستانه د طالبانو له وتلو سره، لښکرې جنګوي ډله بیرته پاکستان ته راغله.
خو د کار پوهانو په وینا، په پاکستان کې له حکومت سره د خرابو اړیکو له کبله دا ډله د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده متبادله شوله. د ډلې په اړه ویل کېږي چې د پاکستان پر طالبانو هم تاثیر لري. ځکه چې په طالبانو کې د لښکرې جنګوي پخواني غړي د مهمو مشرانو په توګه کار کوي.
د لښکرې جنګوي له ډلې راوتلې بله اورپکه ډله لښکرې جنګوي العالمي په پاکستان کې د خونړیو بریدونو تر شا ده. په ۲۰۰۸ز کال کې په اسلام اباد کې د میریټ هوټل برید د دې ډلې پر غاړه دی چې په کې له ۵۰زیات کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل شوي ول. په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې پر سري لنکايي کرکټ لوبډلې برید هم دوی کړی وو چې تر دې وروسته بیا د پاکستان دننه نړیوالې لوبې ونشوې.
 
او دې ډلې له ۱۹۹۹راهیسې په بلوچستان کې د شا و خوا ۶۰۰هزاره ګانو د وژنې پړه هم منلې ده.
فرزانه شیخ وايي، لښکرې جنګوي ښايي اوس په افغانستان او پاکستان کې په جګړه کې په پراخ کچ برخه واخلي. په سپټمبر کې د برهان الدین رباني تر وژنې وروسته د دواړو ګاونډیو اړیکي هم خراب دي او اسلام اباد په دې وروستیو کې په بون کې په غونډه کې برخه وانخیسته، ځکه چې په مومندو کې د ناټو برید ۲۴پاکستاني پوځیان وژلي ول
Source: Deewa and Maashal Radio.
- ډیوه
بېرته شاته