(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاكټرملكزي ته دجرمني دولت سترنښان ډالۍ شو.

[02.Nov.2011 - 21:17]
د جرمني د Rotenburg/F.  په ښار كې د ۲۰۱۱ كال د اكتوبر د مياشتې په ۷ نېټه جمعې په ورځ د ماښام په ۷ بجو د ډاكټر اكرم ملكزي په وياړ يو پرتمين محفل جوړ شو چې د دې محفل هدف ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني دولت د ستر نښان ډالۍ كول وو. د دې محفل بلونكي وو :
۱ـ د KKH-Rotenburg/F.د روغتون اداره
۲ـ د جرمني د Weiterodeد سيمې د سره صليب يا د سرې مېاشتې اداره
۳ـ د جرمني د Weiterodeد سيمېدSPDيا سوسيال سيموكراتيك ګوند
دغه محفل د KKH-Rotenburgروغتونپه جشني تالار كې تر سره شو چې دې محفل ته ګڼشمېر ډاكټران، سيمه ايز سياستوال او نور مخوريز كسان ورغلي وو. د ګډونوالو شمېره دومره ډېره شوې وه چې ټولو ګډونوالو ته د ناستې ځاى نه و،  نو په دې وجه څه ناڅه ۵۰ كسانو په ولاړې د محفل ننداره وكړه.
د دې نښان جرمني نوم او انځور لاندې وګورۍ:
.
د جرمني دولت ستر نښان
 
Das Bundesverdienstkreuz am Bande
des Verdienstordens der Bundesrepublik Deutschland
 
د دې نښان انګليسي ژپاړه دا ده:
OrderofMeritoftheFederalRepublicofGermany
 
په برتانيا كې دا نښان معادل دى د Order of the British Empireسره
په فرانسوي ژبه كې دې نښان ته وايي croixfédérale du Mérite
په هسپانوي ژبه كې ورته وايي  CruzFederal del Mérito
 
 
د دې نښان د تر لاسه كولو لپاره يو مهم شرط دا دى چې يو چا بشريت ته او يا د جرمني دولت سوله ايز پرمختګ ته په وړيا ډول خدمت كړى وي. خو هغه څوك چې يو نېك كار كوي خو په دې نيك كار باندې پيسې ګټي، نو هغه ته نښان نه وركول كيږي.
 
د محفل د پرانيستل كېدو نه څو دقيقې دمخه د څلور تنو جرمني ځوانانو له خوا دSaxophon  د موسيقۍ په آلې يوه ښكلې اروپايي نغمه وغږولى شوه چې ورپسې غونډه پرانيستل شوه.
 
د محفل پرانيستنه د روغتون اداري رئيس  Sassan Purوكړه، ورپسې د سوسيال ديموكراتيك ګوند په استازيتوب ښاغلي Rainer Putzkeد ډاكټر اكرم ملكزي ژوندليكولوست او د ده په فعاليتونو يې رڼا واچوله او د ده شخصيت يې حاضرينو ته بيان كړو.
ورپسې د جرمني د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischerد جرمني د ستر نښان په برخه كې اورېدونكو ته معلومات وړاندې كړو او دا يې ياده كړه چې ډاكټر اكرم ملكزي ته ولې د جمهور رئيس له خوا دا نښان ډالۍ كيږي.
ډاكټر اكرم ملكزي ته د نښان د ډالۍ كېدلو هدف:
ډاكټر ملكزي د جرمني ـ پښتو ډكشنرې د ليكلو له لارې افغان او جرمن ولس ته بې سارى خدمت كړى دى. د دې ډكشنرۍ له لارې افغان او جرمن ولس ته د تفاهم يو پول جوړ شوى دى. دا هم ياده شوه چې د هر وخت نه زيات اوس دې ته اړتيا ده چې افغان او جرمن ولس د يو بل سره خبرې اترې وكړي، د يو بل سره يو تفاهم ته ورسيږي. نو د يو بل سره د خبرو اترو يا د تفاهم لپاره د يوې ډكشنرۍ موجوديت لومړنى شرط دى. په دې چې ډاكټر ملكزي دا ډكشنري په وړيا ډول ليكلې ده او د ډكشنرۍ په خرڅون باندې ورته هېڅ ډول مالي ګټه نه رسيږي، نو د ستر نښان د ډالۍ كولو د شرطونو وروستى شرط هم پوره دى نو د جمهور رئيس له خوا د سترنښان د ډالۍ كولو منظوري وشوه.
 
په دې لړ كې ډاكټر ملكزي ته د سترنښان د بري ليك لوستل او ډالۍ كول د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischerوكړلاو ورپسې د Bebraد ښار ښاروالHorst Grossد جرمني دولت ستر نښان د حاضرينو د لاسونو په پړكا د ډاكټر ملكزي په سينه ونښلو .
 
بيا د ډاكټر ملكزي ته د خبرو وار ورسېد. ډاكټر ملكزي د جرمني دولت او په تېره بيا د جمهور رئيس نه يې مننه وكړه چې ده ته يې دا وياړ وروبښو او بيا يې د يوې ښې ډكشنرۍ د اهميت په برخه كې خبرې وكړې. هغه ځينې لغات ياد كړل چې كه چېرته دا لغات صحيح ونه ژباړل شي نو كېدى شى چې د دوه انسانانو ترمينځ خو څه چې د دوه دولتونو ترمينځ اړيكې ترينګلې شي. ډاكټر ملكزي يو لغت ته ګوته ونيوله چې ډېر پخوا په افغانستان كې په يوې جرمنۍ پروژه كې غلطه ژباړل شوې وه:
Demonstrationsanlageد دې لغت نه هدف دا دى د ښودلو يا د نندارې يا د څرګندولو ځاى، ميدان او يا پټى. يعنې دا چې د جرمنيانو په پروژه كې په نظر كې نيول شوي وو چې جرمنيان به د افغان بزګرانو لپاره داسې يوه مځكه يا پټي جوړ كړي چې افغان بزګران پخپلو سترګو وګوري چې كرنه او اوبه لګول په څه شان كيږي. په دې چې د Demonstrationلغتد مظاهرې يا د لاريون مانا هم لري، نو د هغه وخت ژباړونكي دا لغت داسې ژباړلى و چې د مظاهرو يا لاريون كولو ميدان جوړول كيږي. د دې ژباړې د اصلاح كېدو تر وخته پورې د افغان او جرمني مقاماتو اړيكې ترينګلې شوې وې، ځكه چې افغاني مقاماتو د دې ژباړې نه داسې مطلب واخيست چې جرمنيان د افغانانو لپاره د مظاهره كولو ميدان جوړوي.
 
د ډاكټر ملكزي د خبرو نه وروسته د Hessenد ولايتد پارلمان غړي Dieter Franz د ډاكټر ملكزي د خدمتونه ستاينه وكړه او ډاكټر ملكزي ته يې خپل راوړى سوغات ورډالۍ كړو.
 
د محفل د رسمي برخې د پاى ته رسېدو نه وروسته جشني يا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د هغې په ډېره برخه كې د ډاكټر ملكزي د جرمني دوستانو له خوا په Saxophon, clarinet, gitarموسيقي وغږولى شوه. خو د موسيقۍ پېل په افغاني موسيقي وشو چې د جرمني د كولن د ښار نه ښاغلي غلام سيد يعقوبي په رباب يو څو نغمې وغږولې چې د حاضرينو ډېرې خوښې شوې.
د جشني برخې د تمامېدو نه وروسته د دې محفل ټول ګډونوال يو د بل پسې ډاكټر ملكزي ته د مباركۍ لپاره ورغلل او ډېرو كسانو د ځان سره ګلان او يا نور سوغاتونه يې چې راوړي وو، ډاكټر ملكزي ته ډالۍ كړل.
 
د پروګرام په پاى كې حاضرينو د ماښام ډوډۍ په ګډه وخوړله او پخپلو مينځو كې يې خبرې اترې وكړې. محفل د ماښام په لس بجو پاى ته ورسېد.
 
 
په لاندې برخه كې د هغو راډيوګانو نومونه او لينكونه ليكل شوې چې د ډاكټر اكرم ملكزي سره يې مركې كړي چې تاسو يې اورېدلى شۍ
 
۱ـ  د ازادۍ راډيو
 
http://origin-pa.azadiradio.org/audio/audio/328694.html
 
۲ـ اشنا راډيو
http://www.voanews.com/pashto/news/German-Pashto-Dictionary-131480168.html
 
۳ـ د جرمني دHessen د ولايت راډيو (مركه په جرمني ژبه، تاسو Attachment  وګورۍ)
 
۴ـ د جرمني راډيو (په پښتو ژبه، المان غږ راډيو، تاسو Attachmentوګورۍ)
 
۵ـ د BBCراډيو (تاسو Attachmentوګورۍ)
یادونه: انځورونه به همدلته ورورسته پر لیکه شی
- سمسورخان
بېرته شاته