(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حقاني ډلې سره خبرو لپاره تیار یو

[12.Oct.2011 - 19:06]

کلنټن : د حقاني ډلې په گډون ټولو سره خبرو لپاره تیار یو

ډیوه:د بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون بريدونو ته په اشارې کولو سره د امريکې ددفاع وزير ليون  پنيټا   وئيلي دي چې  امريکا په پاکستان کې دجنگيالو په ضد يوه جگړه کوي.
 
په واشنگټن کې ووډرو ولسن سنټر کې  يوې اجتماع ته پخپله وينا کې  ددفاع وزير داسلام اباد او واشنگټن ترمينځ  پيچيده اړيکو ته اشاره وکړه او وې وئيل چې  ددغو اړيکو زيات وجوهات دي ، دوي په دغه هيواد کې جگړه وي.
د پاکستان او امريکا ترمينځ د تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک پسر دڅو اوونو راهسې  دتاؤتريخوالي څخه وروستود نهې په ورځ دامريکې  د دفاع وزير وئيلي دي چې  په ممکنه توگه به پاکستان کې غيرمستحکم صورتحال برقراره وي.
 
پنيټا وويل  هغوي  دوي سره  په قبائيلي سيمو کې  د القاعده  د مخنيوي لپاره  مرسته کړې ده، او دوي سره يې کار اوس هم دوامداره ساتلى دى.
 
خو وې وئيل چې دواړه هيوادونه  په دغه هيواد کې تندرويه ډلو سره ددغه هيواد په اړيکو برقراره ساتلو سختې نااتفاقۍ لري.
 
هغه وويل چې  دوي ته افغانستان سره  دتلپاتې اړيکو لرلو ضرورت دى چې دغه شان  په ډاگه دالقاعده په ضد جگړه دوامداره وساتلى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلې پېنټا وويل چې دوی د پاکستان د معاملو دهواري څخه پرته دافغانستان ستونزې نۀ شو هوارولى، يو باثباته او خوندي پاکستان  د يو خوندي افغانستان لپاره مهم دى، پاکستان سره  دسفارتي هلو ځلو دوامداره ساتلو ضرورت دى.
پنيټا دا هم وويل چې پاکستان او  هند ته دخپلو اختلافونو هواري لپاره دکار کولو ضرورت دى.
په واشنگټن کې د سعودي دسفير دبم په ذريعه دوژلو دايراني سازش دتورونو څخه وروستو دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن  وئيلي دي چې امريکا به دايران په نړيواله کچه دنور يواځې کولو ملاتړ کوي.
 
د امريکا د انصاف محکمې  د ايراني نژاده امريکائي  وگړي په شمول په دوؤ کسانو دوژنې  دمربوطې منصوبه بندۍ تورونه لگولي، خو ايران امريکائي ادعاوې رد کړي دي.
 
امريکا اوږدې مودې نه ايران د ترهگرۍ  ملاتړ کوونکى ستر هيواد گرځوي  خو شکمنه قاتلانه منصوبه دامريکا په خاوره  دترهه گرۍ سازش کې دايران دککړيدو په اړه لمړى تور دى.
 
د امریکا انصاف محکمې د نهې په ورځ ددوؤ ايرانيانو په ضد تورونه دنيويارک په يو عدالت کې داخل کړي، امريکائي اټارني جنرل ايرک هولډر دنهې په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وئيلي دي چې  امريکائي چارواکو يو ايرانى امريکائي په 29 ستمبر دنيويارک جان ايف کينيډي ائيرپورټ څخه نيولى، په هغه تور دى چې هغه دسعودي دسفير وژلو لپاره په کرايه دقاتل بهرتي کولو منصوبه کې ککړ دى، دهولډر مطابق  دغه منصوبه ايران کې تياره کړل شوې وه.
اټارني جنرل هولډر وويل چې ملزم منصور ارباب سيار سره امريکائي او ايراني دواړه وگړتوبونه دي، هغه په ايران کې دموجود، ايراني القدس فورس ديو غړي سره په شريکه  ددغه قتل منصوبه بندي کړې وه، دالقدس فورس دغړي نوم غلام شکوري ښودل شوى  چې په ايران کې موجود دى.
 
دسپينې ماڼۍ ديو وياند ترمخه صدر براک اوباما  ددغه منصوبې په اړه په جون کې خبرکړل شوى ؤ، صدر اوباما ددغه منصوبې ناکامول يو مهمه کاميابي بللې ده.
 
دچارواکو ترمخه ارباب سيار  په ارادي  توگه  د يو ايس ډرگ انفورسټمنټ ايډمنسټريشن يو ايجنټ بهرتى کړى ، چې دغه شان په دغه منصوبه عمل وکړل شي، دارباب سيال په فکر دايجنټ تعلق  دميکسيکو دمخدره موادو کاروباريانو سره ؤ او هغه  دسعودي سفير وژلى شو، دچارواکو په وينا ارباب سيار منلې ده چې هغه ايجنټ ته يو لک ډالر ايډوانس ورکړى ؤ او دکار په مکمليدو به هغه ته يو نيم ملين ډالر ورکړل کيدل.
اټارني جنرل ايرک هولډر په ايران تور ولگولو چې ايران دبين المللي قوانينو خلاف ورزي کړې  چې ددې ترمخه  سفارت کارانو ته تحفظ ترلاسه دى، هغه وويل چې امريکا ايران ددغو غيرقانوني کارونو لپاره ذمه وار گڼي ، امريکا دوړاندې څخه القدس فورس  يو ترهه گر تنظيم گرځولى.
ايران په سملاسي توگه ددغو تورونو دترديد کولو سره دا دځانه جوړ شوي گڼلي دي، دايراني صدر محمود احمدي نژاد يو وياند وئيلي دي چې  دغه تورونه  دامريکائي قام د پام د معاشي ستونزو څخه اړولو لپاره لگول شوي، ايراني خبري ايجنسۍ ارنا دا دامريکائي حکومت دايران په ضد دپروپيگنډې يوه برخه گرځولې
 
چارواکي وائي  په جنوبي افغانستان کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې  يو قبائيلي مشر او لږ ترلږه شپږ پوليس عسکر وژل شوي دي.
د قندهار دوالي ددفتر څخه دشورو په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې  دپوليسو يو  گاډى  دنهې په ورځ  دقندهار د ذخه خيل اولسوالۍ  په سنگي سر  سيمه کې  دبم سره ټکر شوى.
 
ولايتي وياند ځلمى ايوبي په دغه اړه وائي چې دنزدې قندهار ښار څخه دقبائيلي مشر عبدالولي خان  کور ته بيرته بوتللو کې  پوليسو دهغه ملگرتيا کوله.
ايوبي وائي چې  داسې ښکاري چې دغه بم دريموټ کنټرول په ذريعه چول شوى وي ، او پوليس اندازه لگوي چې ددغه چاؤدنې هدف عبدالولي خان ؤ.
ددغه پيښې ذمه واري  دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي په غاړه اخستې ده.
د امريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن  په شکمنو لفظونو کې وئيلي دي چې  د حقاني نيټ ورک په شمول تندلارو عناصرو سره  دامن تړون دامکان څخه بهر نۀ دى.
برطانوي خبري ادارې  رائټرز سره مرکه کې مېرمن کلنټن وويل چې  دوي د حقاني د ډلې جنگيالي او د هغوي پشان  نور خپل مخالفين او امريکايانو لپاره سخته خطره گڼي، خو دوي په دې لړ کې  دکوم پرمختگ تعين کولو په حواله  دروازې بندې کړي نۀ دي.
 
هيلري کلنټن دغه خبره دامريکا مخالف حقاني نيټ ورک او افغان حکومت ترمينځ  دجوړجاړي په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
 
دهغې وينا وه  دا وئيل به دوخت څخه وړاندې وي چې  ايا دغه ډلې يا پکې شامل کسان  دامن په خبرو اترو کې سنجيده دي که نه؟
 افغانستان کې  دامن تړون داوباما انتظاميې دافغان تگلارې يو مرکزي هدف جوړ شوى، خو په دې هڅو کې  دحقاني ډلې شموليت  دواشنگټن په حلقو کې لانجمن حيثيت ترلاسه کړى.
 
امريکائي چارواکو  حقاني ډله تيره مياشت کابل کې  په امريکائي سفارت خانه او دنيټو په يوه پوځي اډه  دترسره شوؤ بريدونو ذمه واره گرځولې.
دخارجه محکمې له لوري  حقاني نيټ ورک تردې مهاله  په باضابطه توگه  دترهه گريزې ډلې نۀ گرځولو  له امله  دگڼو قانون جوړونکو له لوري اوباما انتظاميې  دتنقيد ښکار ده.
 
امريکائي چارواکي دا هم مني چې  حقاني نيټ ورک دپاکستان شمال لويديزه قبائيلي پټۍ کې فعاله ده، او پخواني دگډو ځواکونو دکميټې  مشر ايډمرل مائيک مولن  دا تور هم لگولى چې  دپاکستان خفيه ايجنسۍ په کابل کې  ترسره شوي بريد کې  ددغه تندرويه ډلې مدد کړى ؤ.
پاکستان دغه تورونه بې اساسه گرځولي او مسترد کړي دي او وئيلي يې دي چې  امريکا افغانستان کې پخپلو ناکامو دپردې اچولو لپاره  نور دقربانۍ گډوري جوړوي
- ډیوه
بېرته شاته