(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بلوڅانوبې درکي، ارزگان کې مرګ ژوبله

[28.Jul.2011 - 22:01]
ډیوه: د بشري حقونو د څار نړيواله اداره هيومن رائټس واچ وایي د پاکستان حکومت د پوځي ادارو لخوا د بلوڅانو د بې درکه کولو او وژلو مخه نیولو کې ناکامه شوي دي.
هيومن رائټس واچ وائي د بلوچستان سوبه کې دپوځ او استخباراتي ايجنسيو  لخوا په سلگونو سياسي غړي نيول کيږي او سزا ورکولى شي، خو اولسي حکومت دغه هر څه نۀ شي اودرولى.
د زيارت په ورځ  دهيومن رائټس واچ لخوا رپورټ جاري شوي چې دغه رپورټ کې د100ؤ څخه دزياتو تښتول شو کسانو دکورنيو غړو، دبشري حقونو  غړو، وکيلانو او عيني شاهدانو سره مرکې شوي دي.
 ايچ ار ډبليو  دخوشې شوؤ بنديانو، دهغوي  رشته دارانو سره مرکې کړي  چې پکې هغوي  دبنديانو دنيول کيدو څخه وروستو هغوي سره دشوي سلوک په اړه تفصيلات ورکړي. يو تن چې رحمي يې فرضي نوم ښودل شوى دپاکستاني چارواکو لخوا دنيول کيدو وروسته يې هيومن رائټس واچ ته وئيلي” هغوي زۀ په ټول بدن وهلى يم، هغوي سحر مهال زۀ پرله پسې تر دوؤ گينټو پورې وهلم، بيا په ماښام کې هم“  
د سزاگانو ورکولو  مختلفې طريقې ښودل شوي چې پکې په چوکو يا دڅرمنې په بيلټونو سره وهل ټکول، نيول شوي بنديان الټه ځوړوندل او تير ډيره وخته پورې  دخوراک يا خوب څخه محرومول شامل دي.
رپورټ کې وئيل شوي  امنيتي ځواکونه اکثره په دغسې پيښو کې ځان ناککړ گرځوي او يا دنيونو لپاره څه علتونه نۀ په ډاگه کوي.
ددغسې پيښو بنيادي ښکار بلوڅ قام پرست دي چې  دتندلاريتوب دتعلق يا دتندلارو شک پرې کيږي.
 هيومن رائټس واچ په ټوله سوبه کې دخواؤشا 150ؤ کسانو دوژنې راپور ورکړى  چې دهغوي څخه په زياترو دتندلارو امکاني تورونه لگول شوي وؤ.
دکال 2005م څخه پاکستاني او نړيوالو دبشري حقونو تنظيم  دبشري حقونو دخلاف ورزۍ گڼ شمير پيښې ريکارډ کړي  چې پکې سزا، دمظاهرينو په ضد دطاقت زيات استعمال، په زوره په کډو کولو مجبورول، جبراً تښتونې  او دقانون پشا وژنې شاملې دي.
 زياتره څيړونکي او مقامي خلک باور کوي چې په کال 2006م کې دبلوڅ مشر نواب اکبر بگټي او دهغه د35ؤ ملگرو او دکال 2009م داپريل په مياشت کې ددريوؤ بلوڅ سياست دانانو وژنه  دپوځ ترسره شوې وه يا يې دپوځ سره تعلق لرلو.
رپورټ کې د45ؤ شکمنوجبراً اغوا کولو کيسونو تفصيلات ورکړل شوي چې دهغې څخه زياتره په کال 2009م او 2010م کې ترسره شوي دي.
راپور وائي کۀ يو خوا په سلگونو کسان دکال 2005م څخه جبراً اغوا(تښتول شوی)کړل شوي نو بل لوري ته په کال 2008م کې  داولسي حکومت رامينځته کيدو راپديخوا هم په لسگونو جبراً تښتونې هم رامينځته شوي دي.
 دايچ ار ډبليو دايشياء ډائريکټر براډ اډم وائي  پاکستانى پوځ  دبلوڅ قام پرست تحريک سره داړيکو په شک کې خلک تښتوي، ورته سزاگانې ورکوي او اکثره يې وژني، دا وحشت دى او دې ته دپايې دټکي ايښودو ضرورت دى.
امنيتي چارواکي په بلوچستان کې عموماً دغه رقم ادعاوې ردوي او دا دبيلتون خوښو دپروپيگنډې برخه گرځوي، هغوي وائي چې  کوم کسان نيولى شي هغوي عدالتونو ته وړاندې کوى شي.
بلخوا  د ارزگان ولایت  کې د زيارت(پنجشنبی)په ورځ وسله والو جنگيالو په دوؤ حکومتي ودانيو بريد کې د یو ماشوم او بهر ملکي خبریال په گډون لږ تر لږه 17 کسان شهیدانشوي او د 35ؤ نه زیات ژوبل شوي دي
پدی برید کی د بي بي سي راډيو خبريال احمداميد خپلواک همشهید  شوى دی
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي  په وينا دارزگان ولايت مرکزي ښار ترين کې لږ ترلږه شپږو ځانمرگو بريدکوونکو د صوبائي گورنر او پوليسو د مشر په دفتر بريد کړى دی. ښاغلی صدیقي زیاته کړه درې ځانمرگو ځانونه الوځولي دي او نورو تندلارو سره د پوليسو نښته روانه ده.
په دغه پيښه کې د 17 کسانو دوژل کيدو او 35ؤ نورو د ژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
په کابل کې دروغتيا دوزارت وياند غلام سخي وئيلي دي چې دحکومت دطرف څخه ديو پوليس عسکر په شمول درې کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي.
طالبانو دپيښې ذمه واري په غاړه اخستې. ددغه پيښې څخه يوه ورځ وړاندې کندهار کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې کندهار ښاروال (ميئر)غلام حيدر حميدي وژل شوى ؤ.
د خوراک او کرکيلې لپاره دملگرو ملتونو اداره وائي پاکستان کې دسيلاب له امله سختو اغيزمنو شوؤ 14ؤ ضلعو کې دلمړۍ بحالۍ دپروگرام په لړ کې ورته نور 9 کروړه او 60 لکه ډالر پکار دي.
روم کې  قائم نړيوال تنظيم ايف اى او خپل يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه رقم په ذريعه به دراتلونکو دوؤ کلونو په مهال کرکيلې سره تړلو څلورو لکو او ديرشو زرو اضافي کورنيو ته مدد ورکولى شي.
تيرکال دجولا ئي مياشت کې پاکستان کې دراغلي خونړي سيلاب څخه وروستو دغه تنظيم  دنهو کروړو او شلو لکو ډالرو په منصوبو عمل کړى، چې پکې غنم،جوار، وريژې او دنورو سبزيانو کښت کې  دوړو دهقانانو دمرستې ترڅنگ دڅاروؤ حفاظت او داوبۀ خور دنظام بحالي شامله ده.
دشورو په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه دايف اى او دمنصوبو په مدد سره  اويا لکه کسان چې تقريباً نهه لکه کورنۍ جوړيږي پخپلو پښو اودريدلي دي.
خو نړيوال تنظيم وائي ددغو برياليتوبونو باوجود سيلاب څخه اغيزمنو کلو کې  دلکونو کورنيو دمعاش ذريعې بحالۍ لپاره ډير څه کول پاتې دي.
تير کال دجولا ئي په مياشت کې پاکستان کې دراغلي سيلاب له امله  خيبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغيزمنه شوې وه او دټول هيواد تقريباً شل فيصده برخه په اوبو کې ډوبه وه.
ددغه سيلاب له امله نۀ يواځې  دا چې پاکستان ته  په اقتصادي توگه داربونو ډالرو زيان اوښتى بلکې د1700ؤ پورې کسانو دوژل کيدو ترڅنگ تر دوؤ کروړو پورې خلک اغيزمن شوي او دهغوي 16 لکه کورونه تباه شوي وؤ.
داغيزمنو شوؤ څخه دزياتو کسانو  دگټې وټې ذريعه کرکيله وه  او دغه څانگې ته درسيدلي زيان اندازه دپينځوؤ اربو ډالرو څخه زياته لگول شوېSource: Deewa
 
د ارواښاد احمد اميد خپلواک د شهادت له کبله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
 
په ډېري خواشيني سره مو خبر واخيست چې د روزګان د ولايت د ترينکوټ د ښار په هغه ډله يز بريد کې چې د هېواد د سولي او سوکالي د دښمنانو لخوا تر سره سود نورو هېوادوالو د شهادت تر څنګ د پژواک د خبري آژانس، د بي بي سي راډيو اود خبريال د ويب پاڼي ٢٦ کلن ځوان او هڅاند همکار او ژورناليست احمد اميد خپلواک هم په شهادت ورسيد.
 
انالله و انا اليه راجعون
 
ځوانيمرګ شهيد اميد خپلواک چې د ژوند تر آخريني سلګي پوري په ډېر لوړ همت او د هېوادپالني په روحي سره د خپل مقدس مسلک په سر ته رسولو سره هېوادوالو ته څرګنده کړه چې وطنپال او په هېواد مين ځوانان د ولس د ذهن د روښانتيا او خدمت په لاره کې خپل سرونه نذرانه کوي ترڅو چې ولس د هېواد د کرغيړنو دښمنانو د تورو اعمالو څخه خبر کړي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د شهيد اميد خپلواک شهادت يو فرهنګي او مطبوعاتي ضايعه بولي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، درني کورني، د پژواک خبري آژانس، بي بي سي راډيو، خبريال ويب پاڼي کارکونکو او د هېواد ژورنالستانو او فرهنګيانو ته جميل صبر غواړي.
 
روح دي ښاد وي
 
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
- زمونږخبریال
بېرته شاته