(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان لخواپرافغانستان دبريدونوغندنه

[08.Jul.2011 - 21:32]
د پاکستان لخوا پر افغانستان باندې د بريدنو له امله، په جرمني کې د يوې درني غونډې پرېکړه ليک
په جرمني کې د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې  په کوربه توب پر افغانستان باندې د پاکستان لخوا د وروستيو توغنديزوبريدونو په اړوند د(( هېورت ))  ښارګوټي د ((ايوينټ پلاست)) په سالون کې،يوه درنه غونډه رابلل شوې وه.  په دغه غونډه کې ، چې ګڼ شمېر هېوادوالوپه کې ګډون درلود، د هېواد پر بېلا بېلو مسئالو خبرې وشوې.

د غونډې برخه والو د تاريخ په دې حساسو شيبو کې افغانان د بهرنيو او کورنيو د پټو او ښکار توطيو ښکار وبلل اود پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره بريدونه ئی وغندل او د دغه ناروا عمل په مقابل کې ﻻندنی پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تاييد او تصويب کړ: د پاکستان د اسلامي جمهوريت له حکومت څخه په کله  غوښتنه کوو، چې پرته له قيد او شرطه، د افغانستان پر خاوره خپل بريدونه ودروي. د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو  او د ملي امنيت د لوی رياست څخه غواړو، چې د هېوادوالو د سلا او مشورې سره سم، ژر تر ژره د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه د متقابلو بريدونو لپاره ﻻزم تدابير ونيسي. موږ په دې ټينګه عقيده لرو، چې جګړه د ګواښ او شانتاژ له ﻻرې نه ختميږي او د بېګناه هېوادوالو مرګ ژوبله هم د دوو ګاونډيو هېوادونو تر منځ  ستونزې نه شي هوارولی بلکې خبرې او سياسي ﻻر د دواړو ملتونو  د ګټو پر بنا د مسئالې د سياسي حل کلي ګنل کيږي. پاکستان دې د دې د ښمنۍ پر ځای له دې وروسته د متقابلو ګټو پر بنا د دوستۍ پر ټينګښت پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د ايساف، ناټو او د امريکايي پوځونو  له  قوماندانيو څخه غواړو، چې د بن د پرېکړې سره سم د هېواد سياسي او جغرافيايي حريم  د هر ډول بهرني تجاوز او تيري څخه وساتي.

موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت شورا او د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادنو ،د ناپييلي هېوادونو، اروپا او  امريکا څخه په کلکله غواړو، د پاکستان پر دولت فشار واچوي تر څو خپل بريدونو د افغانستان پر بې وزله ولس بې له قيد او شرط څخه بند او په راتلونکې کې له داسې بريدونو څخه ډډه وکړي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رياست له مقام  او د بهرنيو چارو وزارت څخه په کلکه غواړو، چې خپلې دپلوماتيکې هلې ځلې لا پسې ګړندۍ کړي، تر څو د جګړيزې فضا پر ځای د سولې او پوهاوي فضا رامنځته کړي. که د دې ټولو هلو ځلو سره سم  بيا هم زموږ  د هېواد پر حريم باندې د پاکستاني پوځ تيری دوام ومومي، په دې صورت کې به افغان مجاهد ولس خپلو ټولو ګوندي، سازماني، سمتي ، ګروهي  او انفرادي ګټې شاته پرېږدي او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا په خاطر به ټول يو موټی او د نړيوالو د اصولو سره سم د حق او قانون له ﻻرې، د خپلو تيرو اتلانو او نيکونو په څېر به ملي قيام پيل  او  په سرښندې سره به د خپل هېواد څخه په کلکه دفاع وکړي. موږ  بهر ميشتي افغانان له خپلو هېوادوالو سره ځان په هر درد او غم  کې شريک ګڼو او ځان لخوا ورته پوره ډاډ ورکوو.

د کونړ ځوانانو کولتوري ټولنه (کولن / جرمني)
- مطیع الله روفی
بېرته شاته