(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی دکونړسیند مشاعرې خبرتیا

[02.Mar.2011 - 22:46]

په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى د روان ۲۰۱۱ ع کال د اپریل  د میاشتی په درویشتمه  ( ۲۳  مه) نیټه د «کونړ سیند»  تر سر لیک لاندی د ازادی مشاعری د جوړیدو تابیا کړی ده.
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د خپلو موخو او کړنو په لار کی چی دخپل ولس،ژبـی او کولتور د ساتنى او پرمختیا لپاره يی کوی، ویاړی چی لر او بر پښتانه شاعران، لیکوالان اود قلم خاوندان په یو ټغر راغونډ کړی.
پدی وسیله دهیواد د درنو شاعرانو او قلموالو څخه هیله کیږی چی پخپل ګډون سره «کونړ سیند»   مشاعره لا درنه کړۍ،

 د هیواد دننه او له جرمنی او اروپا څخه بهر میشی هیوادوال  کولی شی چی  خپل شعرونه  او پيغامونه مونږ ته په لاندی بريښنا لیک  راولیږۍ
په درناوی
د کونړ د ځوانانود کولتوری ټولنى دکار ډله

E-mail: [email protected]

دمشاعری ځای

Bürgerhalle
Wiesdorf Hauptsr. 150 51373 Leverkusen Germany

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته