(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا کې بمي چاؤدني او ځانمرگي بريد

[12.Jan.2011 - 23:08] 13-1-2011 پوليس چارواکي وائي دپښتونخوا په بنو ښار او قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دزيارت (پنجشنبی)په ورځ ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه درې پوليس عسکر وژل شوي او 9 نور ژوبل شوي دي. دمقامي پوليسو يو مشر رفيق خان دبنو دپيښې په حقله وئيلي دي درې پوليس عسکر هاغه مهال ووژل شول کله چې دپښتونخوا په بنو ضلع کې دپوليسو او پيراملټري ځواکونو گاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شو. رفيق خان وويل په دغه چاؤدنه کې 5 عسکر ژوبل شوي هم دي. نوموړي ددغه پيښې پړه په مقامي تندلارو اچولې ده. دغه بمي چاؤدنه يوه ورځ وروستو له هغې شوې ده چې تيره ورځ دشمالي وزيرستان سره پيوست دبنو په ميريان سيمه کې دپوليسو په تاڼه ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 19 کسان وژل شوي او د15ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ. هم دزيارت په ورځ دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې په يوه امنيتي پوسته بمي بريد ترسره شوى چې پکې يو عسکر وژل شوى او 4 نور ژوبل شوي دي. دغه راز دپښتونخوا سرښار پيښور سره نزدې سيمه کې پرون چارشنبی په ورځ ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې دښوونځی دوه ښځېنه استادانی شهیدانی شوې او ددريوؤ ماشومانو په شمول 6 کسان ژوبل شوي دي دپوليسو له مخې په شکۍ هندکيان سيمه کې دگند په ډهيري کې پټ کړل شوى بم هاغه مهال وچاؤيدو کله چې دغلته په يو سړک دسکول گاډى تيريدو سرچينې وائي په چاؤدنه کې چې کومې د سکول (ښوونځي) استادانی (ښوونکي)شهیدانی شوي هغوي به په سکول کې ماشومانو ته سبق ښودلو دامدادي کارروائيو لپاره چې کله خلک دپيښې ځايې ته ورسيدل نو په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه. دپوليسو يومشر افتخار شاه په دغه حقله وئيلي دي ددغه پيښې هدف ديو شخصي سکول بس ؤ هغه په چاؤدنه کې ددوؤ ښځینه استادانو دوژنې پخلى وکړو دهسپتال دسرچينو له مخې په پيښه کې څلور نورې ښځې اودرې ماشومان هم ژوبل شوي دي. دمقامي پوليسو يومشر امير سلطان وائي داسې امکان کيږي چې بمونه دريموټ کنټرول له لارې چول شوي دي. هغه وويل مونږ دپيښې پځايې کې بيټري سيلز او نور داسې مواد ترلاسه کړي چې ترې معلوميږي دغه چاؤدنې دريموټ کنټرول په ذريعه ترسره شوي دي. په سمدستي توگه ددغه بمي چاؤدنو ذمه واري چا په غاړه نۀ ده خو طالب جنگيالي چې دجينکو دتعليم مخالفت کوي په نزدې کلونو کې يې په سيمه کې گڼ شمير سکولونه تباه کړي دي اوعموماً ددغه شان چاؤدنو ذمه وارۍ هم قبلوي. په جنوبي ضلعې بنو کې دشورو په ماښام دپوليسو په يوه تاڼه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د9ؤ پوليس عسکرو په شمول لږ ترلږه 18 کسان شهیدان شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې په ميرانشاه روډ موقعيت لرونکې ميريان تاڼې سره يو ځانمرگي دبارودو څخه ډک گاډى ټکر کړو چې له امله يې دپوليس سټيشن وداني په مکمل توگه ړنگه شوه. دځانمرگي بريد له امله دتاڼې سره پيوست ودانيو ته چې پکې يو جومات او سکول هم شامل سخت زيان رسيدلى دى. دچاؤدنې په مهال دتاڼې په احاطه کې د60 ؤ څخه تر 70ؤ پورې کسان موجود وؤ. مړي او ژوبل کسان دبنو ډسټرکټ هسپتال ته منتقل کړل شوي دي. دضلعي پوليسو مشر محمد افتخار وئيلي دي په وژل شوؤ کې 9 پوليس عسکر هم شامل دي. ددغه بريد مسؤليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخستى اؤ وائي دغه بريد يې په قبائيلي سيمو دامريکائي ډرون بريدونو دانتقام په توگه ترسره کړى دى. دپاکستاني طالبانو دغورځنگ وياند اعظم طارق بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي دبنودبريد مسؤليت پخپله غاړه اخلو. هغه وائي مونږ به دغسې بريدونه تر هغې دوامداره ساتو تر څو چې ډرون بريدونه نۀ وي اودرول شوي. په شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه 3 کسان شهیدان شوي دي. دغه بريد دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه 25 کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په حيدرخيل نومې کلي کې په يو کور ترسره شوى دى. استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دډرون لخوا دتندلارو تراستعمال لاندې ودانۍ باندې دوه ميزائيلونه داغل شوي دي. دغو چارواکو دا هم وويل چې په بريد کې درې تندلاري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي يد. تر دې مهاله دوژل شوؤ تندلارو پيژندگلو نۀ ده شوې خو مقامي استخباراتي چارواکي وائي وژل شوي بهرنيان وؤ. دروان کال په لمړۍ مياشت کې تر دې مهاله لږ ترلږه 5 دغه شان حملې ترسره شوي دي چې درې يواځې دجنورۍدمياشتې په لمړۍنيټه ترسره شوې وې او په دغو حملو کې 15 شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ. تير کال دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 120 ډرون بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې زياتره په شمالي وزيرستان کې دموجودو تندلارو په ضد ترسره شوې وې. په دغو بريدونو کې ديو شمير تندلارو په گډون د650ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ. دغه قبائيلي سيمه دافغاني طالبانو حقاني نيټ ورک گڼل کيږي او دډرون لخوا زياتره بريدونه هم دغلته ترسره کيږي. گمان کيږي دمقامي تندلارو په مدد سره دغه جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په ميشتو امريکائي او دنيټوپه پوځونو بريدونو کې ککړ دي. د سختو امنيتي انتظاماتو باجود دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې دتير يو شواروز په مهال داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې 9 کسان وژل شوي دي. دسرچينوله مخې 7 کسان دکراچۍ په گلستان جوهر، بهادر اباد، کهارادر،سائټ، بن قاسم سيمو کې په ډزو سره وژل شوي دي. دماوري پور سيمې څخه هم ديو تن مړى ترلاسه شوى او په جناح هسپتال کې يو تن دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړې ده. ديو راپور له مخې تير کال په کراچۍ کې په هدفي وژنو کې 748 کسان وژل شوي دي چې پکې تر ډيره حده زياتوالى راغلى دى. دکال 2009م په پرتله تير کال په کراچۍ کې 272 کسان زيات وژل شوي دي. په دغو کسانو کې 447 په سياسي، نسلي او فرقه ييزو بنيادونو وژل شوي دي او 301 په نورو پيښو کې وژل شوي دي. په کراچۍ کې دغيرقانوني ډلو تحريک طالبان پاکستان، سپاه صحاه او جيش محمد 22 غړي هم په ډزو سره وژل شوي دي. Source: Deewa radio- د پښتونخواخبریال
بېرته شاته