(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه

[29.Nov.2010 - 22:31]
د پښتو ژبې تکړه سندرغاړی او د پښتو ډرامو ممثله ياسمين ګل د ۲۰۱۰ ع کال د نوامبر په ۲۷ مه نیټه د خالی ( شنبې) په ورځ په خپل کور کې ووژل شوه . ارواښادی ياسمين ګل دپښتونخوا په بیلابیلو تلویزیونونو کی په ډیرو ډرامو کی کار کړی ؤ ګڼ شمیر سندری ئی ویلې او د پښتو موسیقئ د ډګر تکړه سندغاړی وه. د خدابخښلې ياسمين ګل مور وويل چې دوئ کلونه وړاندی له کندهار څخه کوټی ته را کډوال شوی ، چی لور ئی اتلس میاشتي دمخه ئی په چمن کی له يوه ځوان سره په خپله خوښه واده كړى ؤ، چی له واده وروسته ئی په ډرامو کی کار پریښودی ؤ او سندري به ئی هم نه ویلې . د ياسمين ګل مور وائی چی لور ئی د خپل میړه او د هغه د ورور له خوا په زهرو وژلې شوې ده. او دحکومت څخه ئی غوښتنه وکړه چی د لور قاتلان دی محاکمه شی. د غه راز تیر ۲۰۰۹ ع کال د اپریل په ۲۷ مه نیټه د پښتو ژبې یوه بله تکړه خوږ ژبې سندرغاړی میرمن ایمن اوداس د خپل ورور له خوا په پیښور کی ووژل شوه.
خدای بخښلې یاسمین ګل
خدای بخښلې ایمن اوداس
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته