(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPSDPجنرل سیکرټری د بلجیم د څانګی لیدنه وکړه

[17.Oct.2010 - 21:30]
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP جنرل سیکرټری نصیر ستوری د 2010 ع کال د نوامبر په 14 مه او 15 مه نیټه د جمعی او خالی (شنبی ) په ورځ په بلجیم کی دګوند د بلجیم د څانګی د کتنی په ترڅ کی ددغه څانګی مشر ښاغلی رحمن بریالی سره لیدنه وکړه پدی لیدنه، کتنه کی نصیر ستوری او رحمن بریالی د ګوندی چارو په پرمختګ او د ګوندد بلجیم د څانګی په Reorganisation خبری اتری وکړی ، پدی ترڅ کی د سیمی، د لری او بری پښتونخوا او په ځانګړی ډول د پښتنو په اوسنى تازه روانو دردیدونکو حالاتو هم هراړخیزه رڼا واچوله. دا چی ښاغلی رحمن بریالی تازه له پښتونخوا څخه راغلی او په پښتونخوا کی د باچا خان په مرکز کی د عوامی نیشنل ګوندANP د بهرنیو چارو مرکزی سیکرټری ښاغلی ډاکتر حیدر علی خان ، ښاغلی ارباب محمد طاهر خان خلیل ، ښاغلی فضل الر حمن زاهد اوښاغلی ریاض خټک سره لیده کاته کړی ؤ چی خپل مالومات ئی د ګوند جنرل سیکرټری نصیر ستوری ته ورکړل ، پدغه لیدنه کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPاو عوامی نیشنل ګوند ANPدګډ کار د سلسلی دجاری ساتلو یو ځل بیا پخلی شوی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د بلجیم څانګه به په راتلونکی 2011 ع کال کی د ګوند د منشور مطابق د خپلی څانګی نوی ټاکنی کوی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته