(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور: داسلاميه کالج پوهنتون مشر وسله والو تښتولى دى

[07.Sep.2010 - 22:13] دپښتونخوا ددارالحکومت پيښور دتاريخي تعليمي ادارې اسلاميه کالج پوهنتون مشر يا وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان دنهې په ورځ نامعلومو وسله والو تښتولى دى. ښاغلى اجمل خان په خيبرپښتونخوا ايالت کې دواکمن سياسي گوندعوامي نيشنل پارټۍ دمشر اسفنديارولي خان دنيکۀ باچاخان دورور ډاکټر خان صيب لمسى او دتعليم نوميالى پوهان دى. داسلاميه کالج پوهنتون دميډيا دڅانگې صلاح کار غيور احمد ډيوه ريډيو ته دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال وويل ښاغلى اجمل خان دنهې په سحر دپيښور پوهنتون دساحې پروفيسر کالونۍ څخه دخپل کور نه رابهر شو او په لاره کې نامعلومو وسله والو هغه وتښتولو. غيور احمد وويل دپيښې څخه سم لاسي وروسته پوليسو او اړونده چارواکو ته اطلاع ورکړل شوه خو تر دې مهاله دتښتول شوي وي سي په هکله هيڅ معلومات مخې ته نۀ دي راغلي. داسلاميه کالج پوهنتون دميډيا دڅانگې صلاح کار ددې پوښتنې په ځواب کې چې دنوموړي تښتونه خو به په صوبه کې دهدف وژنې او سياسي خلکو دترور کولو دلړۍ کړۍ نۀ وي؟ وويل نا داسې به ځکه نۀ وي چې ښاغلى اجمل خان دسياست څخه بيخي په ډډه پاتې شوى دى او هغه ټول عمر دتعليم په څانگه کې خپل خدمات ترسره کړي دي. دپوليس سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دپيښې څخه وروستو د دپوهنتون په کيمپس کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي او پوليسو دتښتول شوي وي سي ددرک لگولو دپاره کوټلې هڅې پيل کړي دي. پوليس سرچينې وائي دوه شکمن کسان هم په پيښه کې دلاس لرنې په تور نيول شوي خو په دغه هکله پوليس دزياتو جزئياتو دښودلو څخه ډډه کوي بلخوا نن د سپتمبر د میاشتي په اوومه نیټه دپښتونخوا ايالت په کوهاټ سيمه کې دپوليس لائن سره نزدې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دڅلورو ماشومانو او دوؤ ښځو په گډون لږ ترلږه 16 کسان وژل شوي او د30ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې دغه چاؤدنه په هنگو روډ پوليس لا ئن کالونۍ کې ديو موټري بم له لارې شوې ده او دومره زورداره وه چې غږ يې په ټول کوهاټ ښار کې اوريدل شوى، گڼ شمير کورونه يې راغورځولي او دنزدې ودانيو شيشې يې ماتې کړي دي. په کوارټرو کې دسلو څخه زيات پوليس عسکر دخپلو کورنيو سره اوسيږي. پرون دپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په پوليسو شوې ځانمرگى بريد کې لږ ترلږه ١٩ کسان وژل شوي او د٣٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي. د پولیسو چارواکو ویلې ځانمرگي حمله کونکې خپل دچاؤديدونکي موادو څخه ډک گاډى دگل په ورځ سحر مهال دپوليسو دتاڼې دشاتني ديوال سره ټکر کړو چې له امله يې دتاڼې وداني راپريوته او نزدې ودانيو ته هم سخت زيان ورسيدو. دتاڼې دودانۍ دملبې لرې کولو کاروان دى او په وژنو کې دزياتوالي انديښنه ښودل شوې ده. دبريد په مهال دپوليسو په دغه تاڼه کې ۴٥ پوليس عسکر موجود وؤ. ددغه پيښې په هکله دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ميډيا سره په خبرو کې وويل په دغه ځانمرگي بريد کې ١٩ کسان وژل شوي دي. دميا افتخار حسين وينا وه په وژل شوؤ کې نهه پوليس عسکر،اته اولسي وگړي او دوه ماشومان شامل دي. هغه وويل په کوم ځايې کې چې ځانمرگى بريد ترسره شوى دهغې سره نزدې دضلعي رابطه افسر کور هم دى. امريکا په لکي مروت کې دپوليسو په تاڼه ترسره شوي ځانمرگي بريد غندنه کړې او په دغه بريد کې يې دوژل شوؤ کسانو دکورنيو سره دخواخوږۍ څرگندونه کړې ده. په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دروژې په مياشت کې دغه ناوړه کارروائي په داسې وخت کې وشوه چې په پښتونخوا او نورو برخو کې اوسيدونکي دسيلاب څخه درامينځته شوې تباهۍ څخه دځان خلاصولو هڅو کې بوخت دي. دميا افتخار حسين په وينا دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې نزدې دبجلۍ يو ټرانسفار مر هم راپريوتى او په نتيجه کې يې دوه ماشومان وژل شوي دي. نوموړي وويل دسيمې څخه د اته ؤ ايمبولينسونو په ذريعه ژوبل کسان دلکي مروت روغتون ته وړل کيږي. ميا افتخار حسين وويل تندلاري دسيلاب دوضعيت څخه گټه پورته کوي او په دې پوهيږي چې اوس مهال مونږ په امدادي او حفاظتي هلو ځلو کې بوخت يو. ميا افتخار وويل پخپلو قبائيلي ځالو کې د ترهه گرو په نخښه کولو لپاره مونږ ته دموثرې ستراتيژۍ ضرورت دى. هغه وويل دغه ترهه گر به اوس تر ډيره وخته خلکو ته دمذهب په نوم دوکه ورنۀ کړل شي. دتيرې يوې اوونۍ په مهال دپاکستان دننه دا څلورم ځانمرگى بريد ؤ. له دې وړاندې دشورو په ورځ په لاهور کې دشيعه مسلمانانو په ماتمي جلوس، دجمعې په ورځ په کوئټه کې ديوم القدس په موقع ويستل شوي لاريون او دپښتونخوا په نوښار کې داحمديانو عبادت خانه هم دغه رقم ځانمرگي بريدونه ترسره شوي وؤ. دگل په ورځ په لکي مروت کې دپوليسو په تاڼه دترسره شوي ځانمرگي بريد په گډون ټول په ټوله په دغو ترهه گريزو فعاليتونو کې ١١٦ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي. دلکي مروت دبريد پړه تر دې مهاله کومې ډلې نۀ ده منلې. دجنورۍ په مياشت کې هم دپښتونخوا دلکي مروت ښار سره نزدې يو ځانمرگي بريد کې د٩٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ. ـ ډیوه ـ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته