(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېلاب ځپلو سېمو کې د وبائي ناروغو د پېل کیدو خطر

[02.Aug.2010 - 18:40]
په پښتونخوا ايالت کې د بارانونو او سېلابونو نه شوي تباهې نه که یو خوا ته د 1100 نه زیات خلک وژل شوي او په لاکونو بې کوره شوي دي نو بلخوا ته په دغه اغیزمنه سیمو کې د وبائي ناروغو پېل کیدو خطر پېدا شوې دی. حکومتی او د صح چارواکي وایي د سېلابونو له امله گڼ شمېر خلک د پوستي خېټې او ملېریا د ناروغۍ سره مخ شوي دي. د پښتونخوا ايالتي چارواکو تر مخه د صحت محکمې له اړخه طبي ډلې اغېزمنه سیمو ته لېږدول پېل شوي دي چې د اوبو نه جوړو شوو ناروغو نه خلک بچ وساتلې شي. د پښتونخوا وزيراعلی امير حيدر خان هوتي وائي اوس مهال دسيلاب او بارانونو څخه په اغيزمنو شوؤ سيمو کې حفاظتي عمليات مکمل شوي دي او اوس دسيلاب څخه اغيزمنو شوؤ سيمو دبحالۍ لوري ته پام گرځول پکار دي. په نوښار کې ميډيا سره د خبرو په مهال حيدر هوتي وويل صوبائي حکومت سره په دومره لويه پيمانه دتباهۍ دمخنيوي لپاره وسيلې نشته او مونږ مرکزي حکومت او عالمي امدادي ادارو څخه دمرستې غوښتنه کړې ده. دپښتونخوا دقدرتي افتونو دمخنيوي ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي ډائريکټر جنرل شکيل قادر وئيلي دي په صوبه کې دسيلاب له امله 15 لکه کسان اغيزمن شوي دي. خبريالانو سره په خبرو کې هغه وويل دامريکا لخوا ددريوؤ لکو او اتياوؤ زرو کسانو لپاره دخوراک تيارې پيکټې راليږل شوي دي. دهغه وينا وه دصوبې سرکاري سکولونه په امدادي کيمپونو کې بدل کړل شوي دي او دهر سکول هيډماسټر به دکيمپ انچارج وي. په ټول پاکستان او خصوصاً شمال لويديزې صوبې خيبرپښتونخوا کې دپشکال دبارانونو او سيلاب له امله تباهيانو کۀ چرته يو لوري ته په سلگونو کسان وژلي، په لکونو يې بې کوره کړي نو بل لوري ته يې په اغيزمنو سيمو کې گڼ شمير خلک ناروغه کړي هم دي. چارواکي وائي دروغتيا دصوبائي محکمې لخوا طبي ډلې اغيزمنو سيمو ته روانې کړل شوي دي چې دغه شان داوبو له امله دپيدا شوؤ ناروغيو څخه خلک بچ کړل شي. په اغيزمنو سيمو کې دپاکستان دپوځ لخوا امدادي کاررروايۍ روانې دي خو دملکي تاريخ دبدترينه سيلاب په زد کې دراغلو زرگونو کسانو لخوا دا احتجاج او غوښتنې هم زور نيسي چې نۀ خو دهغوي لخوا ټاکل شوي استازي دهغوي دپوښتنې لپاره دهغوي ځائيونه ته تللي او نۀ هم دهغوي دامداد لپاره کوټلي گامونه اخستل شوي دي. دسيلاب څخه داغيزمنو شوؤ خلکو وينا ده دسرپناه دمحفوظو انتظاماتو دنشتوالي اوخوراک دکمي له امله دهغوي په مشکلاتو کې نوره اضافه هم کيږي. حکومت وائي په په اغيزمنو سيمو کې يې په زرگونو امدادي غړي گمارلي چې تر اوسه يې 28 زره کسان محفوظو سيمو ته رسولي او خلکو ته يې ضروري سامانونه او خوراکونه ورکړي دي. دپاکستان دپوځ 30,000 ځانان دلسگونو هيلي کاپټرو او کشتيو په مدد سره په اغيزمنو سيمو کې په امدادي هلو ځلو کې برخه اخلي. بل لوري ته دسيلاب څخه اغيزمنو شوؤ خلکو دامداد لپاره دبين المللي امداد لړۍ هم روانه ده.
دامريکا لخوا دځپل شوؤ خلکو لپاره ديو کروړ ډالرو دامداد څخه علاوه دخوراک په زرگونو پيکټې او په امدادي کارونو کې دبرخې اخستو لپاره نوې کشتۍ او نور ضروري سامان هم ورکړل شوى دى. د اسلامي هیوادونو له خوا تر اوسه هیڅ امداد ندی شوی دملگرو ملتونو لخوا دمرکزي ايمرجنسي رسپانس فنډ څخه يو کروړ ډالر هم ادا کولى شي. دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن وائي پاکستان دامريکا ائتلافي او دوست ملگرى دى او دمصيب په دې شيبو کې واشنگټن دپاکستاني اولس سره دى. دامريکا دخارجه محکمې لخوا جاري شوي بيان کې دهيلري کلنټن لخوا پاکستان کې دسيلاب له امله په اوښتې تباهۍ دافسوس څرگندولو په ترڅ کې وئيلي دي په اسلام اباد کې امريکائي سفارت خانه دپاکستان دحکومت سره په مکمل رابطه کې ده. هغې وئيلي دا خبره دې باوري کړل شي چې امريکائي امداد حقدارو خلکو ته پورې ورسول شي. دملگرو ملتونو عمومي سکتر پخپل يو بيان کې په پاکستان کې دسيلابونو له امله په لويه پيمانه اوښتي مالي او ځاني زيان باندې دافسوس څرگندونه کړې ده. همدغه شان چين يو کروړ ډالر او اسټريليا دسيلاب څخه اغيزمنو شوؤ خلکو لپاره دپنځوسو لکو ډالرو دامداد اعلان کړى دى. دنيوزي لينډ امدادي ډلو دپاکستان په سيلاب ځپلو سيمو کې امدادي هلې ځلې شروع کړي دي. دسري لنکا صدر مهنداراجه پکشى دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره په هيواد کې دهيواد له امله په اوښتې تباهۍ دغم څرگندونه کړې او ورته يې دډاکټرانو دډلې او چائيو ليږلو وړانديز کړى دى. Source: Deewa Radio- دپشتونخوا خبریال
بېرته شاته