(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحیم مهریار په مړینه د خواشینۍ پیغام

[23.Jun.2010 - 22:10] په ډیر ژور خپګان او تا ثر سره خبر شوم، چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې نامتو، پیاوړې ، تکړه ،مجرب اوښه هنرمندارواښاد رحیم مهریار چې دخوږ او په زړه پورې آواز خاوند و، د اوږدې ناروغی له امله له دی فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړی اناالله واناالیله راجعون
زه نه یوازی چې د ده روح ته دعا کوم بلکې په دغه غمیزه کې ځان شریک بولم، او د ارواښاد رحیم مهریار کورنۍ او د ده محترمی میرمنې پرستو او د ده د هنر مینه والو ته جمیل صبر غواړم خدای پاک ده دی وبخښي او د ده ښکلې سندرې او ترانې ده د تل لپاره زموږ د موسیقې په تاریخ کې ژوندې او ښیرازه لري په ډیر درنښت انجنیر عبدالقادر مسعود - انجنیر عبدالقادر مسعود
بېرته شاته