(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ږوب کي د سپرلی پښتومشاعره

[23.Mar.2010 - 22:04] هرکال په هرسپرلي کي په هرلورګلان راشنه سي چي وچ سي دهغوپرځاي بيانورګلان راشنــه سي دامينه،پوهه،سوله،خوشالي چي و رتـــــــه وائي پردې خاوره به کله داڅلورګلان راشنـــــــــــــه سي “ بخت” په ږوب کي دويښ ليکوال ادبي ټولنې له خوادنوروزمشاعره دسپرلي ترسرليک لاندې وسوه . چي په کي په سلګونه شاعرانو،ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود . دغه پسرلنۍ مشاعره دډګري کالج په تالارکي دشپې لس بجې پيل سوه،چي تردرې ساعته ئې دوام درلود . دمشاعرې صدرشاعراواديب داؤدبخت مندوخېل اومشرمېلمه ډاکټرمحمدشاه مندوخېل وو . له دوي سره پردريځ عبدالصمداېډوکېټ،وهاب کارېزئ،پروفېسورعلاؤالدين او له سيف الله کلاراغلئ مېلمه شاعرواجدتږئ هم ناست وو . دسټېج چارې دسربازپښتون پرغاړه وې . مشاعره دعنايت الله دتلاوت په څوسپېڅلواياتونوپيل سوه له دې وروسته سربازپښتون،عابددوتاڼي،سخي مرجان،ملنګ جارساپي،نصروګل مندوخېل،عبدالغني همت،جاناعالم جان،عنايت الله وفا،اخلاص خاصک،حبيب الرحمن حبيب،ډاکټرسمندرخان همدردبشر،ميرحسن اتل،امدادموسي خېل،حسېن عالم حسېن،شمس ابتر،وزيرخان بهار،وهاب کارېزي،مسرورموسي خېل،واجدتږي،سنګري شېراني اوداؤدبخت مندوخېل خپل شعرونه مينه والوته واورول . همدارازدمشاعرې مېلمه بياپرنوروزيوڅوخبرې وکړې ، چي له دې سره دغه مشاعره پاي ته ورسېده . ږوب پښتونخوا[email protected] رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته