(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه حکومت پلوه مشران او پخوانى صوبايي وزير وژل شوي

[03.Jan.2010 - 19:43] دپښتونخواپه هنگو سيمه کې پخوانى صوبايي وزير او دهغه نور درې ملگري په يو بمي بريد کې وژل شوي دي. دغه پيښه داتوار(یکشنبی )په مازيگر هاغه مهال رامينځته شوه کله چې غني الرحمان دخپلو نورو دريوؤ ملگرو سره په يو گاډي کې خپل کور ته روان ؤ چې دبگټو په مقام يې گاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شو. په دغه پيښه کې غني الرحمان او دهغه نورو دريوؤ ملگرو په ټکي ساه ورکړه او يو کس په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوى دى دسيمې دپوليسو مشر يا ډي پي او وايي دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول بم له لارې شوې ده. له دې وړاندې هم څو کرته په غني الرحمان دغه رقم وژونکي بريدونه شوي وؤ خو هغه ترې روغ وتلى ؤ. غني الرحمان په بې پلوه توگه څو کرته دهنگو څخه دصوبايي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ. هنگو کې زياتره وخت دشيعه او سني مسلمانانو ترمينځ فرقه ايزه فسادونه هم کيږي او څيړونکي وايي کيدى شي نوموړى ددغو اختلافاتو ښکار شوى وي. بلخوا په باجوړ ايجنسۍ کې دبمي چاؤدنې له امله دوه حکومت پلوه قبائيلي مشران وژل شوي ، څلور نور ژوبل شوي او ديوې ښځې او يو سړي په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي. دغه طالب مخالف قبائيلي مشران د باجوړ په سلارزو سيمه کې په داسې حال کې وژل شوي چې دوه ورځې دمخه دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره نزدې په لکي مروت سيمه کې هم دطالب مخالفه کسانو دوالي بال په ميدان ځانمرگي بريد کې شاوخوا ١٠٠ کسان وژل شوي وؤ. د پښتونخوااو قبائيلي سيمو دننه په بيلا بيلو وختونو کې وسله والو طالبانودامن دلښکرو مشران او حکومت پلوه کسان دخپلو بريدونو لاندې راوستي او وژلي يې دي. چی دباجوړ په سلارزو سيمه کې دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه يو قبائيلي مشر گلشالي خان او نور څلور کسان په ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې وژل شوي وؤ. دباجوړ سيمې يو ځايې انتظامي چارواکي نصيب شاه خبريالانو ته ويلي دي دغه شپږ قبائيلي مشران چې دطالبانو په ضد يې لښکر ويستلو داتوار په ورځ پرې په باجوړ کې بريد وشو چې پکې دوه ووژل شول او څلور سخت ژوبل شول. نوموړي وويل دغه مشران دباجوړ مرکزي سيمې خار ته دځايې چارواکو سره دليدنې لپاره په يو گاډي کې راروان وؤ چې په گاډي يې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه. همدغه راز داتوار په ورځ يو بل ځايې چارواکي فراموش خان خبريالانو ته وويل دباجوړ په ماموند سيمه کې ديوې ښځې او سړي په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي. هغه وايي ددغو مړو سره په خوا کې يو ليک هم پريښودل شوي چې پکې ليکل شوي دغه دواړو کسانو داسلامي تعليماتو څخه سرغړونه کړې وه. دپاکستان پوځ په کال ٢٠٠٨، ٠٩ کې په قبائيلي سيمه باجوړ کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړل چې برياليتوب گرځول شوي خو تندلاري اوس هم په دغه سيمه کې شتون لري او وخت ناوخته داړي گړي پيښې رامينځته کيږي. په باجوړ کې تندلاري دتعليم هم سخت مخالفت کوي او تر دې مهاله يې گڼ شمير سکولونه تباه کړي چې پکې يو لويه شميره دجينکو د سکولونو (ښوونځیو) ده دغو تندلارو دسکولونو تباه کولو ترڅنگ دسکولونو يو شمير استاذانې هم وژلي دي. Source: Deewa Radio - د پشتونخوا خبریال
بېرته شاته