(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غيررياستي عناصر پاکستان ماتول غواړي

[28.Dec.2009 - 11:35] د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي غيررياستي عناصرپاکستان ماتؤل غواړي اؤهغه ته گواښونه کيږي چې په ايمبولينس کې به وليږل شي. دسندهـ ايالت په نوډيرو سيمه کې دخپلې ميرمنې اؤ دپاکستان دوژل شوې پخوانۍ صدراعظمې بې نظيربوټودکليزې په مهال يوې اولسي جلسې ته پخپله ويناکې ښاغلي زرداري وويل دپاکستان پيپلزگوند دجمهوريت دپاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي اؤ اوس چې څوک ډيموکراسۍ ته گاږه گوري نومونږ به يې سترگې وباسو. ښاغلي زرداري وويل هغه يواځې دومره گناه کړې ده چې په سوات کې يې دقانون واکمني پځايې کړه اؤ پښتنوته يې خپل حقونه ورکړل. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي چې پښتنو ته د هغوي نوم ورکول او د پښتونخوا خلکو ته د هغوي خپله پېژندګلوي ورکول دهغه هغه جرم دی د کوم جرم چې د نړیوالې ټولنې نه نیولې د پاکستان په هر فورم مخالفت وکړی شو ـ هغه زیاته کړه پښتنو ته خپله پېژندګلوي ورکول زما ګناه ګڼل کیږي جمهورئيس وويل دبلوچستان په خاوره دنظرکوونکومخه يې نيولې ده اؤ دښمنانو پسې يې جگړه دهغوئ کورته يوړه اوماتې يې ورکړه. زرداري وویل پاکستان به افغانستان،صوماليه يا عراق جوړيدوته ورنکړي. هغه وويل دچاحقونه يې تروړلي نۀ دي خوچاته به دخپلوحقونو دتروړلواجازه هم ورنکړي. زرداري وويل کوم خلک چې دهغه په ضدلگيادي هغوئ دزرداري څخه نۀ بلکې دجمهوريت څخه ويريږي. نوموړي وويل يوولس کاله يې په زندان کې تيرکړي دي ځکه يې دچا دگواښونوڅخه سترگه نۀ سوځوي. دنوموړي په وينا دجمهوري رياست ماڼۍ اؤ جيل دواړه ورته قبول دي خودجمهوريت سودا به دچاسره ونۀ کړي. په دغه موقعه ښاغلي زرداري دا اعلان هم وکړوچې دبېظير بوټوخورته به دگلگت بلتستان دگورنرۍ چوکۍ ورکوي. هغه وويل مخالفين کۀ مخالفت کوي دايې حق دى خوجمهوريت ته دضرر رسؤلوخبرې دې نۀ کوي. نوموړي خپلوسياسي مخالفينوته په ډاگه کړه چې دپيپلزگوند حوصله بايدکمزوري ونۀ گڼل شي بايد وويل شي په جمهوررئيس اصف علي زرداري وروستولۀ هغې دپاکستان دځينوگوندونواؤ مدني ټولنې لخوادجمهورئيس دچوکۍ څخه داستعفاغږ شوى دى چې کله په روانه مياشت کې دپاکستان سترې محکمې دپخواني جمهوررئيس پرويزمشرف لخوادسياسي جوړجاړي دپاره داين اراوپه نوم جاري شوى ستونزمن قانون داساسي قانون په ضدوگرځولواؤ په جمهوررئيس يې يوځل بيا ددرغليودمقدموسورولوامروکړو Source: Deewa Radio and Tolafghan (Zafar Sapi)- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته